دا خواړه مو د سترګو دید (نظر) پیاوړی کوي

روغتيا ویب پاڼه

کېدای شي د ډېرو خلکو په څېر له تاسو سره هم دا پوښتنه وي، چې د سترګو نظر څنګه پياوړی کېږي؟ او کوم خواړه باید وخورو؟ د سترګو د دید (نظر) له پياوړتيا سره د خوړو اړیکه واضحه ده. تاسو کولای شئ له هغو خوړو ګټه واخلئ، چې له ویټامينونو څخه ډک وي. همدارنګه د ګازرو، مڼو او ځينې نورو مېوو اوبه هم ستاسو د سترګو په سلامتيا کې ګټور ثابتېږي.
د نظر ستونزه اکثراً جينيټيکي وي. د هغو خوړو په خوراک سره چې له ويټامينونو ډک وي تر یوه بريده دغه مشکل حل کېدای شي. په دې لیکنه کې مو هڅه کړې داسې ويټامينونه او مغذي مواد در وپېژنو چې ستاسو د سترګو نظر پياوړی کوي.

 ۱.ويټامين سي
ويټامين سي (C) کولای شي آزاد راډيکلونه له خرابېدو څخه وژغوري او د سلولونو حفاظت هم کوي. له همدې کبله د سترګو ستونزې کموي او د نظر د پياوړتيا لپاره ډېر ګټور ثابتېږي. همدارنګه د سترګو په عدسو کې په پرېمانه اندازه ويټامين سي شته، چې د ړندېدو خطر کموي.
دغه ويټامين په ګڼو مېوو او سبزیجاتو کې پيدا کېږي. پرته له دې چې د اوکسيدان ضد خاصیت لري، د بدن آسید فولیک او اوسپنه هم بشپړوي. دغه ويټامين په مالټه، لېمو، توت زميني، هندواڼه، کېوي او ځينې نورو کې ډېر زیات تر سترګو کېږي. کولای شئ له همدې مېوو مناسبه ګټه واخلئ.

 ۲. ويټامين E
ويټامين e هم آنټي اکسيدان دی او د آزادو راډيکالونو به مقابل کې ښه محافظ هم کېدای شي. دغه ويټامين د سترګو حجرې ترميموي او د بیا فعاليت قوت ورکوي. همدارنګه د سلولونو د التهاب او تخریب مخه نیسي. ددې ويټامين د ترلاسه کولو لپاره د زيتونو له غوړو ګټه واخلئ.
ددې ترڅنګ تاسو کولای شئ يو ډول خوندور څښاک هم چمتو کړئ، تر څو ستاسو د سترګو ديد پپاوړی کړي. همدارنګه د ويټامينونو په برخه کې ويټامين A او امګا۳ د هېرولو نه دي.

 د ګازرې، مڼې او پالکو جوس
دغه څښاک د سترګو د نظر ترڅنګ ويښتانو، غاښونو او د بدن پوستکي لپاره ډېر ګټور دي. د سهار په وخت کې يې څښل ډېره ګټه لري، چې د بدن د اړتيا وړ ويټامينونه پوره کوي.

د اړتيا وړ توکي

  • یوه ګازره
  • یوه مڼه
  • درې پاڼې تازه پالک
  • د غنمو دانې یوه کاشوغه
  • یو ګيلاس پاکې اوبه

 د چمتو کولو طریقه
لومړی باید ګازره، مڼه او پالک پرېمينځئ. د مڼې زړي لرې کړئ. ټول په میسکر کې واچوئ. ورپسې اوبه د غنمو دانې هم ګډ کړئ. د څو دقیقو لپاره پرېږدئ چې ښه سره ګډ شی. کله چې چمتو شول ویې څښئ. کوښښ وکړئ دا څښاک په سهار کې چمتو کړئ چې سم او ژر اغېز وکړي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button