د بادام او چاکلیټ خوړل کلسترول کموي – څیړنه

امریکا غږ

چاغ او پنډ کسان چې هره ورځ بادام او چاکلیټ خوري، د یوې نوې څیړنې د موندنو له مخې ښایي د دوی په څیر د نورو کسانو په پرتله چې دغه دوه شیان نه خوري، ټیټ کلسترول ولري.

دمخه هم څیړنو د بادامو او چاکلیټو خوراک د شکرې، فشار او کلسترولو د راټیټیدو سره اړین گڼلي وو. په وینه کې د شکرې، فشار او کلسترولو لوړوالی د زړه او د رگونو د بندیدو د ناروغۍ عمده عوامل دي.

څیړونکو په دغه څیړنه کې د چاغو او پنډو کسانو کلسترول څیړلي او ازمایلي دي. د څیړنې گډون کوونکو د څلور اونیو لپاره معمول امریکایي خوراکونه وخوړل او بیا یې د څلور اونیو لپاره د ورځې یو موټی بادام په پخپل غذایي رژیم کې ور زیات کړل.

د څلورو اونیو په دریمه اونۍ کې د ورځې دوه قاشقې تور چاکلیټ هم ددغو کسانو په غذایي رژیم کې زیات شول او بالاخره په وروستیو څلورو اونیو کې ددې څیړنې گډون کوونکو بادام او هم چاکلیټ هره ورځ په منظمه توگه وخوړل.

پوهانو وموندل چې ددغو کسانو په ورځنیو خواړو کې د بادامو، تور چاکلیټ او کاکاو اضافه کول د هغوی د بدن په وینه کې د بدو کلسترولو د کمیدو سبب شول. د وینې بد کلسترول یا LDL د رگونو د بندیدو او د قلبي او مغزي سکتو سبب کیږي.

د امریکا د متحده ایالاتو د پنسلوانیا ایالت د پوهنتون ددغې څیړنې مخکښ څیړونکي پنی کریس ایترتون، د رویترز اژانس ته ویلي چې چې ددې څیړنې نتیجې په دې معنی ندي چې چاغ او پنډ خلک هر څومره یې چې زړه غواړي په هغه اندازه بادام او چاکلیټ نوش جان کړي، بلکه ذکر شوی انډول باید په پام کې ونیسي.

ددې څیړنې گډون کوونکو د ٣٠ نه تر ٧٠ کلونو پورې عمرونه درلودل او ټول یې پنډ او چاغ وو. د څیړنې په جریان کې هغوی د اړتیا وړ ورځنۍ کالورۍ نیمایي د قندي موادو، ۱۶ فیصده له پروتینو او له ٣٣ نه تر ٣٦ فیصدو پورې له غوړو ترلاسه کوله.

د گډون کوونکو په خواړو کې موجوده انرژي داسې تنظیم شوې وه چې د گډون کوونکو وزن د څیړنې په جریان کې ثابت پاته شي.

د خوراکي چارو متخصصه سمنتا هیلر، چې په دې څیړنه کې دخیله وه د مغزیاتو او کاکاو روغتیایي ښیگړو ته په اشارې ټینگار کوي چې ددغو دوو موادو په استعمال کې باید اسراف ونه شي.

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button