دستا تصویر

سمیع الدین افغاني
دستا تصویر
زه دې تصویرپه رنګینوکې وینم
کله پامیرپه لوړو غرو کې وینم

   کله نرګس کله ګلاب ښکاریږې
کله دې باز په سردرو کې وینم

چې کله کله کې  پناه شې رانه
بیا دې د مینې په خوبو کې وینم

کله بیا لوړ  د اباسین څپو کې
کله دې دنګو چنارو کې وینم

کله خوش بو لکه دګل د نارنج
د ننګرهارښکلو  باغو کې وینم

ته یې  تصویر ته د رازونو نړۍ
زه دې مدام په خپل خیالو  کې وینم

 ستا داسپیڅلې   ګلورینې  هیلې
دا ستا  تصویر خوږو شعرو کې وینم

ته یې د هیلو د رازونو  انځور
زه دې د سولې ارمانو کې وینم

دا ستا ارمان دستا تصویرپه شان دی
زه دې د سولې په جامو  کې وینم
——————-
سمیع الدین افغاني
۸  – ۱۰ – ۲۰۱۳
م ۰ کالa

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button