دا کړنې مو د خپلې لور سره بریالۍ اړیکې ته هڅوي

لیکنه: شکېبا نادري، دا کړنې مو له خپلو لوڼو سره بریالۍ اړیکې ته هڅوي 

 

اولاد که هغه لور وي او یا زوی د بنده ګانو لپاره د خدایﷻ هغه ډالۍ ده چې هېڅکله یې شکر نه شي پر ځای کولای. دا ښکاره خبره ده چې پر مور او پلار خپل ټول اولادونه یعنې هم لوڼې او هم زامن ګران وي، خو دا هم باید په یاد ولرو چې په ډېری میندو تر لوڼو زامن ډېر ګران وي او برعکس په پلرونو بیا خپلې لوڼې ډېرې ګرانې وي.

موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته په دې اړه معلومات درکوو، چې څنګه پلرونه له خپلو لوڼو سره نږدې اړیکه ولري، څنګه یې په ستونزو پوه شي او ستونزو ته یې په ګډه حللارې پیدا کړي، که تاسو هم غواړئ له خپلو لوڼو سره نږدې اړیکه ولرئ نو زموږ دا لیکنه تر پایه ولولئ!

 

۱. خبرې یې واورئ!

د ښځو یوه ځانګړنه دا ده چې غواړي، مخاطب یې په غور سره خبرې واوري د هرې خبرې په اورېدو ورته یو عکس العمل ښکاره کړي. دا کړنه د دې لامل کېږي چې ستاسو لوڼې تاسو ته خپله هره خبره وکړي، ځکه دهغوی په دې پوهېږي، چې تاسو د هغوی هره خبره اورئ، نو هغوی هم هڅه کوي چې خپله هره خبره او ستونزو له تاسو سره شریکه کړي. 

  

۲. اړیکې ته مو د ملګرو په څېر دوام ورکړئ!

که تاسو مو له خپلو لوڼو سره د یوه جدي او غوسه ناک کس په څېر رویه وکړئ، هغوی به هېڅکله د دې جرات ونه کړي چې له تاسو سره خپلې ستونزې شریکې کړي، ځکه یو جدي او غوسه ناک کس سره خبرې کول جرات او لوی زړه غواړي چې ځینې نجونې یې نه لري.

 

۳. که لومړی اولاد مو زوی وي، نو رویې ته یې پام کوئ!

د ټولو نارینه وو خوښېږي، چې په کورنۍ کې ټول ورته درناوی وکړي، په ځانګړې توګه نوي ځوانان، نو که تاسو هم له خپلې لور څخه لوی زوی لرئ، رویې ته یې پام کوئ، چې له خپلو خویندو سره ناسمه رویه ونه کړي، ځکه د هلکانو داسې رویه پر نجونو ډېره بده اغېزه کوي.

 

۴. د بهر څخه له راتلو وروسته خپلې لوڼې ښکل کړئ!

ستاسو داسې ستړي مشي، د دې لامل کېږي چې ستاسو او د لوڼو تر منځ مو مینه دوه برابره شي.

 

۵. تشویق یې کړئ

که غواړئ چې د لوڼو زړه مو لاس ته راوړئ، د هغه کړنو لپاره یې تشویق کړئ، چې ورسره مینه لري، لکه که لور مو غواړي چې ډاکټره شي، نو تاسو باید ور سره مرسته وکړئ او خپلې موخې ته د رسېدو لپاره یې تشویق کړئ.

 

۶. د لور پر وړاندې مو هېڅکله له مېرمنې سره ناسم چلند مه کوئ!

د ښځو یوه ښکاره ځانګړنه د دوی عاطفي والی دی، نو کله چې تاسو د دوی پر وړاندې له خپلو مېرمنو سره ناسم چلند وکړئ، دا کړنه مو ستاسو او لوڼو تر منځ د واټن او کرکې لامل کېږي، نو ښه ده، چې خپل چلند ته مو پام وکړئ.

که غواړئ چې لوڼې مو خوشحاله کړئ او دوی درسره نږدې اړیکې ولري، نو داسې چلند ورسره وکړئ، چې دوی درسره د راحتۍ احساس وکړي او خپلې ټولې خبرې درته وکولای شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button