درې اړخیز کمیسون دویمه برخه


ژباړن : نورالحق نبي زاده
کله چې پخواني سناتور او د اولسمشرۍ لپاره کاندید باري ګولډ واټر  ولیکل چې : « د درې اړخیز کمیسون د غړو رښتیانۍ موخه د داسې نړیوال اقتصادي جوړښت سمبالول دي چې د هغو دولتونو د سیاسي ځواک نه به لوړ وي چې د کمیسون په ترکیب کې ګډون لري. دوی ( د درې اړخیز کمیسون غړي – ژ. ) به د مسؤل چلوونکو او د سیستم د جوړونکو په بڼه ټوله نړۍ اداره کوي » ( ۲۰ ) نو د ډېرو کسانو اندېښنې یې راوپارولي .
     دغه شان نیوکې دیوید راکفیلر دې ته اړ کړ چې د درې اړخیز کمیسون د دفاع لپاره هڅه وکړي . راکفیلر په ۱۹۸۰ کال کې د « والستریټ مجلې » په یوې ګڼه کې ولیکل : « د نړۍ د پټې ادارې لپاره د نړیوالو توطئه ګرو کړیو او د هغوی د پټو پلانونو څخه لرې درې اړخیز کمیسون په رشتیا هم د اندېښمنو اتباعو یو ګروپ دی چې د لا ډېر متقابل تفاهم او د نږدې نړیوالې همکارۍ منځ ته راتګ ته لېوالتیا لري » . ( ۲۱ ) .
     خو کله نا کله د نیوکې سر چینه په مستقیمه توګه د جیمي کارتر په اداره کې وه . د بهرنیو چارو وزیر اېدموند ماسکي اعلان وکړ چې برژینسکي د همغږۍ کولو پر ځای ډېر بهرنی سیاست مخ ته بیایي . ویلیم سالیوان چې هغه مهال په ایران کې د امریکا سفیر و ، برژینسکي یې په دې تورن کړ چې د شاهي رژیم د راپرځېدو وروسته د ایران سره د اړیکو د ښه کېدو امریکایي هڅې سبوتاژ کوي . هغه مهال  ویلیم سالیوان داسې سرټکونه وکړه : « د ۱۹۷۸ – یم کال کابو د نومبر په میاشت کې برژینسکي خپل شخصي سیاست مخ ته بیوه او په ایران کې یې خپل شخصي سفارت جوړ کړ » .
     دغه شان تورونه د دې سبب شول چې د پټو سازمانونو د موجودیت په تړاو په واشنګتن کې اندېښنې لا ډېرې شي . مفسر نیکولس فون هوفمن داسې څرګنده کړه : « برژينسکي ډېر وخت هغه کسان چې د درې اړخیز کمیسون په اړه یې کنجکاوي کوله  په دې ډارول چې د روکفیلر په ګروپ کې د نړیوالې کچې نفوذ لرونکي شخصیتونه ځای لري چې ستر اختیارات لري . د ډېریو امریکایانو لپاره ، که ښي اړخي نظرونه لري او که کیڼ اړخي ، دې ته چې کمیسون هڅه کوي تر څو د دولت پر تجارتي او دپلوماتیکي سیاست باندې اغېزه وکړي د توطئې په سترګه ګوري او دا په خپله د اندېښنې وړ ده » . ( ۲۲ ) .
     په دې تړاو د پخوانیو ازمویل شویو کسانو سازمان هم خپله اندېښنه څرګنده کړه . په کال ۱۹۸۰ – وم کې د امریکا د پخوانیو ازمویل شویو سرتېرو ټولنې په خپلې سرتاسري غونډې کې خپل ۷۷۳ لمبر پرېکړه لیک تصویب کړ چې په ترڅ کې یې له کانګرس څخه دا غوښتنه شوې و تر څو د درې اړخیز کمیسون او د نړیوالو اړیکو د شورا د فعالیتونو په اړه پوښتنه او ګروېږنه وکړي . یو کال وروسته « په بهر کې د شویو جګړو پخوانیو سرتېرو » ورته پرېکړه لیک تصویب کړ .
       د کانګرس غړي او د جان بریچ ټولنې مشر لېري مکدونلد پورته یاد شوي پرېکړه لیکونه سنا ته وړاندې کړل خو د سنا د غړو له خوا هیڅ ډول غبرګون ونه ښودل شو . په دې توګه لېري مکدونلد د دغو پټو ټولنو یواځينی منتقد پاتې شو او ډېر وخت لا تېر نه و چې نوموړی د ۱۹۸۳ – وم کال د سپتمبر پر لمړۍ نېټه د کوریایي الوتکې د لوېدو په یوې پېښه کې ووژل شو . د دغې هوایي ناورین علتونه لا تر اوسه هم مالوم نه دي .
       د ۱۹۸۰ – وم کال د اولسمشریزې ټولټاکنې د کمپاین په بهیر کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید رونالد ریګان په یو لړ افشاګریو لاس پورې کړ او د کارتر په اداره کې یې د جیمي کارتر په شمول د درې اړخیز کمیسون د نولسو غړیو نومونه افشاء کړل . ریګان ولیکل چې تر هغه ځایه چې په درې اړخیز کمیسون پورې تړاو نیسي هغه « د پلټنې د سرته رسولو ډېر ښه امکانات لري » او سوګند یې یاد کړ چې که چېرې اولسمشر وټاکل شي نو پلټنه به تر سره کړي . له دې چې ریګان د اولسمشرۍ څوکۍ لپاره د جارج بوش سره په سیالۍ کې و نو ځکه یې  په درې اړخیز کمیسون او د نړیوالو اړیکو په شورا کې د جارج بوش غړیتوب سخت انتقاد کړ او ژمنه یې وکړه چې په خپله اداره کې به نوموړي ته  هیڅ مقام ور نه کړي .
       په هر حال په هغه پړاو کې یو لړ عجیبې و غریبې پېښې رامنځ ته شوې . کله چې رونالد ریګان اولسمشرۍ ته د یوه منلي او انکار نه منونکي کاندید په توګه راڅرګند شو ، د اولسمشر د مرستیال پوست د سختو ناندریو او لانجو سبب شو . د ملي رسنیو مفسرینو د یو ډول « زړه غوښتی ځواک » د راتګ خبرې پیل کړلې او هغه داسې چې ریګان به اولسمشر او د اولسمشر مرستیال به پخوانی اولسمشر جرالد فورډ وي . له دغه ترکیب څخه داسې اخیستنه کېده چې ګډه اولسمشري به جوړېږي او ورپسې به ځواک سره وېشل کېږي . که چېرې فورډ اولسمشر کېده نو هغه کولی شول چې د ریګان له پلویانو څخه  نیمایي کابینه جوړه کړي .
      د داسې لرلید راپیدا کېدل چې یواځې د حکومت پر نیمایي کابینې باندې به کنترول ولري ، ریګان مجبور شو چې د شپې ناوخته داسې اعلان وکړي : « زه پوهېږم ، داچې نن شپه تاسو ته رجوع کوم له ټولو موجودو مقرراتو څخه سرغړونه کوم . . . دا چې په مېلمستون کې مې تلویزون وکوت او خپرې شوې اوازې او شایعات مې واورېدل نو متناسبې پایلې مې ورڅخه راواېستلې . د جمهوریت غوښتونکو ګڼ شمېر مشران په دې پوهېږي چې د امریکا د متحده ایالاتو پخوانی اولسمشر جرالد فورډ د اولسمشر د مرستیال په توګه په نوملر کې شاملول به د راتلونکي اولسمشر کابینه سره ووېشي . نو له همدې امله زه نیت لرم چې کله سبا ته عمومي غونډه یو ځل بیا خپل کار پیل کړي جارج بوش د اولسمشر د مرستیال مقام ته د کاندید په توګه وړاندې کړم » . ( ۲۳ ) .
       له دې وروسته ریګان د درې اړخیز کمیسون او د نړیوالو اړیکو د شورا پر ضد هیڅکله آن یوه کلیمه هم څه ونه ویل . د هغه له ټاکل کېدو وروسته د اولسمشر ریګان انتقالي ټیم ( ډلې ) چې ټول ټال نهه پنځوس غړي یې لرل – اته ویشت تنه یې د نړیوالو اړیکو د شورا غړي ، لس تنه یې د بلدربرګ کنفرانس غړي او کم تر کمه لس تنه یې د درې اړخیز کمیسون غړي وو . ریګان حتی د نړیوالو اړیکو د شورا بانفوذه غړي د درېوو ډېرو مهمو استقامتونو د رهبرۍ لپاره وټاکل : د بهرنیو چارو وزیز – الکساندر هېګ ، د دفاع وزیر – کاسپر واینبرګ او د مالیې وزیر – دونالد ریګن . له دې نه اضافه د بوش د انتخاباتي کمپاین سمبالوونکی جېمز بېکر د دولتي اپراتو ( دستګاه ) مشر شو . بېکر نه یواځې د روکفیلر د کورنۍ استازی و بلکې د نفتو په کارو بار کې یې له روکفیلر سره نږدې اړیکې هم درلودلې .
        د اولسمشر کېدو نه دوه میاشتې وروسته پر ریګان باندې د وژنې ناکامه هڅه وشوه . هغه چا چې پر دغې تروریستي کړنې لاس پورې کړ د کولورادو ایالت د اېورګین سیمې اوسېدونکی ، پنځه ویشت کلن جان هنکلي  و چې هیڅ ډول مصروفیت یې نه درلود . ترهګر د ۱۹۸۱ – وم کال د مارچ د میاشتې پر دېرشمه هغه وخت پر اولسمشر ډزې وکړې چې کله هغه په واشنګتن کې د « هېلتن » له هوټل څخه راووت . هنکلي سمدلاسه وروسته له هغه ونیول شو چې توانېدلی و تر څو له خپلې تومانچې څلور یا شپږ ډزې وکړي . د ترهګر د تومانچې قطر ۰٫۲۲ میلیمتره و – دا هماغه وسله ده چې ډېری وختونه د امریکا په جنایي راپورونو کې په ګوته کېږي . اولسمشر د سترګو په رپ کې د خپل موټر په دروازه کې ساړو وواهه خو په رشتیا هم چې ساتونکي یې دی د موټر منځ ته کش کړ . هغه شېبه ریګان آن په دې هم پوه نشو چې ډزې پر ده وشوې او داسې یې وانګېرله چې هسې یې ځان پر یو څه ږوبل کړ نو ځکه په موټر کې سم نشي کښېناستلی . یواځې هغه وخت روښانه شوه چې اولسمشر ټپي دی چې روغتون ته په لاره وو .
       همداشان هغه مرمۍ چې هنکلي ویشتلې وې په لاندینیو کسانو هم لګېدلې وې : د اولسمشر مطبوعاتي سکرتر – جیمز اس. برایدي ، امنیتي مامور – تیموتي جې. مکارتي او د کولمبیا د حوزې د پولیسو افسر تیموتي کې. دېلاهانتي . په پایله کې هغوی ټول روغ رمټ شول.
       د تر سره شوي جرم پر ځای کې نیول شوی هنکلي د یوې نفتي کمپنۍ د کارکوونکي زوی و . نوموړی د دالاس په یوې شتمنې کورنۍ کې لوی شو . دغې کورنۍ وروسته کولارادو ته کډه وکړه ، په ۱۹۷۴ – یم کال کې هنکلي د تکزاس په تخنیکي پوهنتون زده کړې کولې خو هیڅکله یې هم پوهنتون پای ته و نه رساوه . هغه په هېواد کې ډېر سفرونه وکړل او په ۱۹۷۸ – وم کال کې د ملي – سوسیالستي ګوند چې ډېر د نازیستي ګوند په نوم یادېده غړی شو . د یاد ګوند مشر په بیړه اعلان وکړ چې هنکلي آن پر ریګان باندې د حملې نه دمخه له دې امله له ګوند څخه اخراج شو چې « نه مارېدونکی مزاج » یې درلود .
      د ۱۹۸۱ – یم کال د اګست په میاشت کې هنکلي د امریکا د متحده ایالاتو د اولسمشر پر ژوند د سوء قصد په تور د محاکمې مخې ته ودرېده .  د پلټنې فدرالي ادارې ( اف . بي . ای . ) د دې پخلی وکړ چې هنکلي دغه کړنه په یواځې توګه تر سره کړې ده . د سي آی اې مشر ویلیم کیسي په دې تړاو چندانې متیقن نه و او د جدي پلټنې لارښونه یې وکړه تر څو مالومه شي چې آیا په دغې پېښې کې د کې جي بي لاس نه و . یواځې د سي آی اې د ماهرینو قانع کوونکو دلیلونو کیسي په دې قانع کړ چې ماسکو په دې پېښه کې لاس نه لري . د محاکمې حکم د ټول هېواد د حیرانتا سبب شو . قاضیانو هنکلي د مسئولیت احساس د نه لرلو له  امله بې ګناه وګاڼه او د رواني ناروغانو  کلینیک ته یې واستاوه .
      په کال ۱۹۸۷- یم کې د « واشنګتن پوست » خبریال باب ودورد هغه کتاب له چاپه راووت چې نوم یې « پوښښونه : په ۱۹۸۱ – ۱۹۸۷ کلونو کې د سي آی اې پټې جګړې » و . په دغه کتاب کې دا  خبره تایید شوه چې ریګان د هغه څه په پرتله چې فکر کېږي ډېر مرګ ته ورنږدې و او رغېدنه یې د هغه څه په پرتله چې په رسمي بولېټنونو کې خپرېدل لا ډېره ستونزمنه وه . ودورد همدا شان لیکي چې د هنکلي حمله د دې سبب شوه چې د اولسمشر د خونديتوب په اړه د سي آی اې د مشر اندېښنې لا ډېرې شي . لږ وخت وروسته سي آی اې او سپینې ماڼۍ د هغو نا تایید شویو راپورونو امله ډېر جدي امنیتي تدابیر ونیول چې ته وا د لیبیا مشر قدافي د اولسمشر ریګان د وژلو په موخه امریکا ته جنګیالي استولي دي . د لیبیایي جنګیالیو د اوازو په تړاو تر سره شویو پلټنو دا پایلې راواېستلې چې د دغو اوازو اصلي سر چینه د اسرائیلي او ایراني څارګرو ادارو پورې مربوط سړی منوچهر قربانیفر و . وروسته همدغه سړي پر ایران باندې د امریکایي وسلو د خرڅولو په معاملې کې اساسي رول درلود . ( منوچهر قربانیفر – د ساواک افسر ، د اسرائیلې څارګرو ادارو سره له ډېر پخوا نږدې اړیکې لري ، د ایران – کونترا رسوایۍ او د خمیني پر رژیم باندې د اسرائیلي وسلو د خرڅولو اساسي لوبغاړی ، په کال ۱۹۸۰ – یم کال کې د خمیني پر ضد د کودتاچیانو او په پاریس کې اوسېدونکي د رضا شاه وروستي صدراعظم شاپور بختیار تر منځ ارتباطي شخص و . کله چې امریکا د ترهګرۍ ضد جګړې په پلمه افغانستان او عراق لاندې کړل نوموړي نه یواځې څارګرو ادارو بلکې آن پنټګان ته ډېر نږدې و . حتی د کانګرس په دفاعي جرګه ګۍ کې هم شورماشور جوړ شو او د هغه وخت د دفاع وزیر رمزفلد مجبور شو چې ووایي چې له منوچهر قربانیفر سره خبرې دومره مهمې نه وې چې تعقیب شي – ژ. ) .
       عجیبه دا ده چې د احتمالي قاتل جان هنکلي ورور په هماغه ورځ چې پر اولسمشر ریګان باندې ډزې شوې وې پلان درلود چې ماښامنۍ ډوډۍ د جارج بوش ( مشر – ژ.) له زوی نایل بوش سره یو ځای   وخوري . د هنکلي پلار ، د تکزاس د نفتي صنعت کارکوونکی او جارج بوش یو بل سره ډېر پخواني یاران وو . دا هم د یادولو وړ ده چې د جارج بوش آدرس او د تلیفون شمېره یې د جان اف کیندي د قاتل لي هاروې اوسوالد د ډېر نږدې ملګري جارج دې موهرینشلت د یاداشتونو په شخصي کتابچه کې هم موندلي وو . د کیندي د قتل په اړه د امریکایي کیوبایانو د ټولنې د غبرګون په تړاو د اف بي ای ( د پلټنې فدرالي اداره ) د ۱۹۶۳ – م کال په ګزارش کې « له سي آی اې څخه جارج بوش » هم یاد شوی و . دغې مسئلې ته د ۱۹۹۲ – یم کال د ټولټاکنو په بهیر کې د رسنیو پام شو . ډېر څېړونکي داسې انګېري چې  دغه په ظاهره کوچني او یو له بل سره نه تړل شوي جزئیات ، چې په اړه یې هیڅ څه هم ونه ویل شول ، ډېر مهم او ټاکونکي اتفاقات واوسي.
       ډېر نه ردېدونکي پیوندونه او تارونه شته چې دا تاییدوي چې د امریکا لیډرشیپ د نړیوالو اړیکو په شورا کې دی . د دې واقعیت تر څنګ دا چې نوموتی ګلوبالیست او بانکر دیوید روکفیلر د دواړو ډلو مشر و د توطئیو د څېړونکو تر منځ او همدا شان د کیڼ او ښي اړخ سیاسي ځواکونو تر منځ یې پارونې راوټوکولې .
       څېړونکي سټن او ووډ په ۱۹۷۹ – یم کال کې لیکي : « که چېرې شونې وي چې د نړیوالو اړیکو شورا د یوه قطبي ایدیالیزم نظر لپاره ګټور اساس ونومول شي ، نو په کار ده چې درې اړخیز کمیسون « تکتیکي ، چاودونکی ځواک » وګڼل شي . . . کمیټې لا دمخه خپل غړي د امریکا د متحده ایالاتو پر لوړو پوستونو کې ځای پر ځای کړي دي ، خالي پوستونه نور نه شته » . ( ۲۴ ) .
        د تکزاس په اوستین کې د « لیزنګ تروت خپروندوی » مشر تېکسې مارس خبرداری ورکړ او داسې یې ولیکل : « درې اړخیز کمیسون – هغه ټولنه ده چې موخه یې د نړیوال حکومت د دورې پیل چابکول او د داسې نړیوال اقتصاد سمبالونه ده چې د صحنې تر شا د پټو ورونو ټولنو ( ایلومیناتي ډلې ) له خوا د ادارې وړ واوسي » . فقید سناتور باري ګولډواټر په خپل هغه کتاب کې چې « هیڅ ډول عذر هم نه » نومېږي داسې خبرداری ورکړ : « د دیوید روکفیلر تر ټولو نوې نړیواله دسیسه ( درې اړخیز کمیسون ) دې ته پام کې نیول شوی دی  تر څو د څو ملیتي تجارتي او بانکي ګټو د ادغام  او د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت پر کړنو د کنترول د سمبالتیا لپاره په محرک ځواک بدل شي » . ( ۲۵ ) .
       دغه شان څرګندونې د دې سبب شوې چې په کال ۱۹۸۱ – یم کې د « واشنګتن پوست » په شان ورځپاڼه کې چې معمولأ د توطئیو له نظریو سره لېوالتیا نه لري یو څه خپاره شي . د مقالو لیکونکو د درې اړخیز کمیسون د موجودیت د پخلی تر څنګ په پېغوروونکي  او ملنډې وهونکي توګه داسې لیکي : « دغه د درې اړخیز کمیسون وېروونکي غړي ، نړیوال توطئه ګر چې دیوید روکفیلر یې مشري کوی او د نړۍ د فتحه کولو لپاره راغونډ شوي دي مو په یاد دي ؟ جیمي کارتر له هغوی څخه یو تن و . جارج بوش هم د هغوی سړی دی او همدا لامل وه چې د رونالد ریګان سره د پروسږ کال په سیالیو کې ورته ګرانه تمامه شوه . . . ډېر ښه نو اوس اټکل وکړئ چې سپينې ماڼۍ ته څوک راځې او چا هغوی رابللي دي . اټکل وکړئ چې د کمپاین مشري به څوک کوي . بېخي سمه ده . د درې اړخیز کمیسون غړي راځي ، له هغوی څخه اولسمشر ریګان غوښتي دي چې راشي . د هغوی مشري به دیوید روکفیلر کوي . د درې اړخیز کمیسون لارویان ځمکې ته راښکته شول او د توطئیو تئوریسینان به بې له شکه د هغوی تر څنګ ځای پر ځای وي » . ( ۲۶ ) .
       په هر حال د کارتر له ادارې نه وروسته ټولو ادارو په خپل ترکیب کې د درې اړخیز کمیسون ګڼ شمېر غړي لرل .  کله چې هغوی دولتي مقام اشغالوي تش په نامه له درې اړخیز کمیسون څخه وځي خو کله چې له دولتي دندې خلاص شي بېرته ورګرځي . له سرکاري کار څخه استعفا یا تقاعد کول واقعیت نه لري او خندوونکې لوبه ده . د درې اړخیز کمیسون غړي د هغې څرخي دروازې څخه تېرېږي او راتېرېږي چې یوې خوا ته یې « حکومت » او بلې خوا ته یې « خصوصي سکتور » دی او دغه ډله یواځې د خپل ګروپ د نفوذ د ساتلو په غم کې دي .
       اولسمشر بلکلنتن – په دولتې دندې بوخت د کمیسون پخوانی غړی و . کله چې له سپينې ماڼۍ څخه ووت هغه یو ځل بیا درې اړخیز کمیسون ته ورستون شو . اوس دا هم کوم پټ راز نه دی چې د درې اړخیز کمیسون له تایید او ملاتړڅخه پرته به هغه اولسمشرۍ ته نه وای رسېدلی .
      د ۱۹۹۳ – یم کال د جون د میاشتې د کابینې د پوستونو په نوملر کې د درې اړخیز کمیسون د غړو څخه دغه کسان لیدلی شو : بلکلنتن – اولسمشر ، وارن کرېستوفر د انتقالي دورې د مشر مرستیال ، ورنوی کې. جوردن .
       په دې توګه انتقالي پروسه په بشپړه توګه د درې اړخیز کمیسون تر کنترول لاندې وه : د امریکا د متحده ایالاتو د کار وزیر – بروس بېبیت ؛ د امریکا د روغتیا او بشري خدمتونو وزیر – دان اي. شلال ؛ د امریکا د کور جوړونې او ښاري پراختیا وزیر – هنري وایسنېروس.
      د کابینې هغه مقامونه چې په ۱۹۹۴ – یم کال کې د درې اړخیز کمیسون د غړو له خوا یې مشري کېدله : د پلان جوړونې او سیاسي چارو په برخه کې د دفاع د وزیر مرستیال – ګرهام اېلیسن ؛ د نړیوال امنیت په مسئلو کې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال – لین اې. دېوس ؛ د اکمال په چارو کې د دفاع د وزیر مرستیال – جان ام. دویچ ؛ د اړیکو په چارو کې د اولسمشر دستیار – دیوید جرګن ؛ د ختیځې آسیا او آرام سمندر د هېوادونو په اړه د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال – ونستون لارد ؛ د ادارې او بودجې دفتر د رئیس مرستیال – الیس ام. ریولین ؛ په اقتصادي او زراعتي چارو کې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال – دویوان اېدلمن سپېرو ؛ د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال ، په روسیې کې پخوانی سفیر – ستروب تېلبوت ؛ په سیاسي چارو کې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال – پيتر تارنوف ؛ د ۱۹۹۱ – ۱۹۹۳ کلونو په ترځ کې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال – کلیفتون ار. ورتون .
       د کلینتن په اداره کې هغه نور دولتي پوستونه چې چارواکي یې د درې اړخیز کمیسون غړي وو : په برتانيې کې د امریکا سفیر – ویلیم جي. کرو ( کشر ) ؛ د ګورنرانو د شورا مشر او د فدرالي رزرف سیستم ( د امریکا مرکزي بانک – ژ ) مشر – آلن ګرینسپن ؛ په مکسیکو کې د امریکا سفیر – جېمز ار. جونس ؛ د ملي څارګرو ادارو د شورا مشر – جوزیف اس. نې .
      په کال ۱۹۷۸ – یم کې جارج فرانکلین ( کشر ) د درې اړخیز کمیسون اجرائيوي مشر شو . درې اړخیز کمیسون یواځې هغه غړي رابولي چې نوي نړیوال نظم  ته مناسب نظرونه او موخې لري .
       هغه مهال بلکلینتن د درې اړخیز کمیسون لپاره ځکه ایده آل شخصیت و چې ټول کاري مسیر یې د نوي نړیوال نظم د پلویانو تر څاو ( مراقبت ) او لارښوونې لاندې جوړ شو .
       د درې اړخیز کمیسون له تأسیس څخه دېرش کاله وروسته مونږ اوس کولی شو چې موخې او نیتونه یې ښه وارزوو . که څه هم دغه سازمان په پیل د نړیوالو ستونزو څېړلو ته د علاقمندو افرادو له خوا د یوه « څېړونکی ګروپ » په بڼه معرفي شو خو مونږ وموندل چې نوموړي سازمان ته پرته د « څېړونکي ګروپ » څخه بل هر څه ویل کېدای شي .
      لمړۍ موندنه – دا ده چې درې اړخیز کمیسون له هماغه پيل څخه په هر جلا هېواد کې د نفوسو د ډېرو کوچنیو کړیو څخه استازيتوب کاوه . درې اړخیز کمیسون نړۍ ، غوښتنو او نړیوالو اړتیاوو ته هغومره لېوالتیا لري لکه چې ګېدړه یې د چرګو په کوډله کې له چرګوړو سره لري .
      په درې اړخیز کمیسون کې تل ټاکونکی رول له دیوید روکفیلر او له هغو نړیوالو بانکرانو سره دی چې د مالي اړمونو له لارې د نړیوالو پېښو استقامتونه ډېر تر کنترول لاندې راوستلی شي . له دې نه علاوه دیوید روکفیلر ډېره موده په دغه خصوصي سیستم کې د فدرالي رزرف سیستم ( د امریکا د مرکزي بانک – ژ. ) رئیس و . فدرالي رزرف سیستم – په خپله یو دولتي جوړښت نه بلکې یو خصوصي سازمان دی ، ضرور ده چې دغه فاکت ته پام وشي . د فدرالي رزرف سیستم او فعلأ حاکم حکومت تر منځ واټن قصدأ ساتل کېږي تر څو مالي سیستم د هغه چا په ګټه تنظیم شي چې د فدرالي رزرف سیستم مالک دی .
       د روکفیلر لپاره یوه کوچنۍ اجرائيه کمیټه کار کوي چې نوموتي کسان دې ته رابولي تر څو له درې اړخیز کمیسون سره یو ځای شي . دغه کار په خپله د روکفیلر نفوذ تاییدوي ، دا ځکه چې کم تر کمه نوي غړي په خپلو شخصي نظرونو ( قضاوتونو ) کې د روکفیلر له ماموریت سره خواخوږي پيدا کوی .
       دا په خپله به د اعتراض سبب نه وه که چېرې درې اړخیز کمیسون په رشتیا هم یو « څېړنیز ګروپ » وای او یا که چېرې په مقرریو کې د فدرالي حکومت سلب صلاحیتولو ته یې هغومره لېوالتیا ښودلې وه لکه څنګه چې یې د فدرالي رزرف سیستم په کار کې ښيي .
       په هر حال درې اړخیز کمیسون خو یو « څېړنیز ګروپ » نه دی. د کمیسون څېړنه خو د تئوریسینانو په پېرېدنه کې ده چې کېدای شي هغوی هم د درې اړخیز کمیسون نظریات منعکس کړي . دغه څېړنې وروسته په درې اړخیز کمیسون کې د بحث اساس جوړوي او همغاړی شوی سیاست د غړو په سیاسي نظرونو بدلېږي .
     کله چې د کمیسون غړي په فدرالي حکومت کې ټاکل کېږي ، او هغه هم داسې چې معمولأ د غړو یو پر درېیمه برخه یې تل د حاکمې ادارې په ترکیب کې وي ، نو هغه وخت هغوی دغه سیاست په عمل کې پلی کوي . پایله دا ده چې درې اړخیز کمیسون په سیاست پوه ګروپ دی او امکانات لري چې د ټول نفوس د غوښتنو په پام کې نیولو پرته خپل سیاست په عمل کې پلی کړي .
      مونږ د آزاد شخصي تشبث او فردي آزادیو په ګټه هیڅ چېرې هیڅ ډول سیاسي هڅې نه شو پيدا کولی خو مونږ ډېر څه موندلی شو چې د دې پخلی کوي چې نړۍ نه اداره کېدونکې ده او دا د حکومت کړنې غواړي . دا ټول د دې لپاره کېږي چې د وګړو موخې د درې اړخیز کمیسون له جاه طلبیو سره برابرې کړي .
       د دغه کتاب څپرکۍ او د دې بېلګې چې هڅې کېږي تر څو ټولنیزې ستونزې د « جګړو » له لارې حل کړي ، هغه سیاست ثبوتوي چې باید پټې موخې ولري . د درې اړخیزکمیسون غړي چې هر څه اعلانوي اعلان دې کړې خو مونږ دې پایلې ته رسېږو چې دهغوی موخه د همدوی تر فرمان لاندې د نوي نړیوال نظم ټېنګول دي . دا به د فردي آزادیو او د اساسي قانونونو له تضمینونو څخه پرته پلان شوی نوی نړیوال نظم واوسي .
      دغه تش په نامه د ستونزو « جګړې » دې ته مقدر شوې دي تر څو داسې د ستونزو حل رامنځ ته شي چې په  پایله کې د نوي نړیوال نظم موخې تر لاسه شي نه بل څه . ( ۲۷ ) .
       د ټولنیزو اعتراضونو سره سره درې اړخیز کمیسون البته چې داسې انګېري ، له دې چې دا یوه پټه ټولنه ده نو ځکه عمومي غونډې یې باید د ټولنیزې څېړنې لپاره پرانیستې و نه اوسي . او بلکل دا هم شونې ده چې کمیسون د نړیوالو اړیکو د شورا چې یوه پته خو موجوده ټولنه ده یواځې دوام واوسي ، ځکه چې د درې اړخیز کمیسون د تأسیس په غونډه کې د شمالي امریکا ټول اته واړه استازي د نړیوالو اړیکو د شورا غړي وو .
       په هر حال ، که داسې وپوښتل شي چې د نړیوالو اړیکو د شورا او د درې اړخیز کمیسون څخه دمخه کومه یوه پټه ټولنه زېږېدلې ده ؟ ځواب يې دا دی چې هغه پته ټولنه د نړیوالو اړیکو سلطنتي انستیتوت  ( مؤسسه ) و .
اخیست ځایونه :
[ ۱ ] –
Zbigniew Brzezinsk. America and Europe . Foreign Affairs , October ,1970.P.29.
[ ۲ ] –

Ibid .P.9.
[ ۳ ] –
Ibid .P.296.
[ ۴ ] –

Ibid .P.306.
[ ۵ ] –
Ibid .P.72.
[ ۶ ] –
Robert Eringer. The Global Manipulators. Bristol ,England: Pentacle Books . 1980. P.56.
[ ۷ ] –
Ibid . P.56.
[ ۸ ] – سټن انتوني . امریکا څوک اداره کوي ؟     ۷  مخ .
[ ۹ ] –     همدلته                                       ۸  مخ .
[ ۱۰ ] –
Trialogue: A Bulletin of North American, European, Japanese Affairs . Number 16( winter , 19771978). P.56.
[ ۱۱ ] –
Annual Report of Rockefeller Brothers Fund .inc. , 1977.P.36.
[ ۱۲ ] –
Robert Eringer. The Global Manipulators. Brisol , England : Pentacle Books , 1980. P.60.
[ ۱۳ ] –
David Wallechinsky and Irving Wallace. The People’s Almnac Number 3. New York : Bantam Books , 1981. P.93.
[ ۱۴ ] –
Robert Eringer . The Global Manipulators. Bistol , England : Pentacle Books ,1980.P.61.
[ ۱۵ ] –
Robert Eringer . The  Global  Manipulators.P.61.
[ ۱۶ ] –
Editors. “ we’ve Bee Asked , Trilatral Commission : How Influential ? “ US . News & World Report . May 22 , 1978 . P.74, 75.
[ ۱۷ ] –  سټن انتوني . امریکا څوک اداره کوي ؟ ۱۷ – ۲۰ مخونه.
[ ۱۸ ] –
Willian Greider . The Trilateralists are coming ! The  Trilateralists are coming ! Dallas Times Herald . February 3.1977.
[ ۱۹ ] –
Anton C. Sutton and Patrick M. Wood . Trilateralists Over Washington . Scottsdale , AZ: The  August Corp, 1979 . P.1.
[ ۲۰ ] –
Barry M. Goldwater .  With No Apologies . New York : William Morrow , 1978 . P.280.
[ ۲۱ ] –
David Rockefeller . Foolish Attacks on False Issues . Wall Street  Journal . April 30 . 1980 .
[ ۲۲ ] –
Nicholas von Hoffman. Who’s  running foreign policy , anyhow ? Fort Worth Star Telegram . October 21 . 1980.
[ ۲۳ ] –
Congressional Quarterly Weekly Reports. July – September , 1980 . Vol. 38 . Number 29 ( July 19. 1980). P. 2062.
[ ۲۴ ] –
Antoni C. Sutton and  Patrick M. Wood . Trilatralists Over Washington . P.2.
[ ۲۵ ] –
Texe Marrs . Dark Majesty . P. 28.
[ ۲۶ ] –
Washington Post Wire . “ Trilatralists get invited to White House “ , Dallas Times Herald .March 18. 1981.
[ ۲۷ ] –  سټن انتوني . امریکا څوک اداره کوي ؟  ۱۳۸ – ۱۴۰ مخونه .

 
   

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button