په ولاړه د اوبو څښلو زيانونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی

خواړه او اوبه هغه څه دي، چې د نه شتون په صورت کې یې انسان تر ډېره ژوندی نه شي پاتې کېدای. موږ د خپلې روغتيا او ژوندي پاتې کېدو لپاره اړ یو چې اوبه وڅښو. اوبه څښل ګڼې روغتيايي ګټې لري، خو په نامناسبه اندازه او ډول اوبه څښل ستاسو په زیان دي. زموږ په شاوخوا کې ځينې خلک په ولاړه اوبه څښي، خو په دې نه پوهېږي چې دا کار کوم زیانونه لري. موږ په دې لیکنه کې پر همدې غږېږو چې په ولاړه اوبه څښل کوم زیانونه لري. تر پايه یې ولولئ!

له علمي پلوه په ولاړه د اوبو څښل پر معدې ډېر شديده ضربه ورولي، چې دا کار د معدې په زیان دی. ممکن تاسو به هم له خپل پلار، مور او يا هم له کوم بل مشر څخه اورېدلي وي، چې لومړی کښېنئ او بیا اوبه وڅښې. دا خبرې بې حکمته نه دي، عادي یې مه ګڼئ.

په لنډ ډول به یې ووایو؛ د هغو کسانو روغتيا ته جدي ګواښ متوجه دی، چې په ولاړه د اوبو څښلو عادت لري. 

ددې کړنې د تکرار په پایله کې انسان د “GRED” په نوم پرې یوې خطرناکې ناروغۍ اخته کېدای شي. همدارنګه دا یوازینۍ ستونزه نه ده، چې تاسو به ورسره مخ شئ. د لیکنې په جریان کې به پر نورو ستونزو هم رڼا واچوو.

۱ ـ آرتریت

په ولاړه د اوبو څښل ددې سبب کېږي، چې په مفاصلو کې مو اوبه ټولې شي او له همدې امله د آرتریت (د بندونو بادي کېدلو) ناروغي پيدا کېږي. نو هڅه وکړئ، چې په ولاړه د اوبو له څښلو ځان وساتئ!

۲ ـ د معدې پر سطحې د اوبو خورېدل 

کله چې ژر ـ ژر او یا په ولاړه اوبه څښئ، اوبه په چټکۍ سره ستاسو د معدې پر سطحه پاشل کېږي. که دغه کار تکرار پيدا کوي نو په اوږدمهال کې ستاسو معدې ته ستر زیان پېښولی شي.

۳ ـ د تندې نه ماتېدنه

که په ولاړه اوبه څښئ نو په اسانۍ مو تنده نه ماتېږي. غوره ده، چې لومړی په یوه آرام ځای کې کښېنئ او بیا اوبه وڅښئ. همدارنګه هڅه وکړئ چې د اوبو کوچنۍ ګوټونه وکړئ.

۴ ـ د هاضمې نه شتون

که په ولاړه اوبه څښئ نو ستاسو معده نه شي کولای، چې خواړه په اسانۍ سره هضم کړي. برعکس په ناسته د اوبو څښل ستاسو هاضمي او عصبي سیستم آرامه کوي او په اسانۍ د هضم سبب کېږي.

۵ ـ په بډوډو کې اختلالات

په ولاړه د اوبو څښل ستاسو د پښتورګو فعالیتونه ټکنی کوي. دا ځکه چې په دې ډول د اوبو څښلو سره ستاسو پښتورګی نه شي کولای اوبه تصفیه کړي. نو ناپاکې اوبه په مثانه او پښتورګور کې جمع کېږي. چې په وروستيو کې ستاسو د بډوډو او مثانې کړنې ټکنۍ کوي.

۶ ـ د بدن اسیدي کېدل 

د بدن اسیدي کېدل کولای شي، ستاسو ځان ته نه جبرانېدونکي زیانونه واړوي. پر همدې اساس روغتيا پالان وړانديز کوي، چې اوبه باید په ناسته وڅښل شي. کوچني ګوټونه وکړای شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button