د مرچکو د اور علاج!

محمد تمیم تکل

کپسایسین هغه ماده ده چې په مرچکو کې شته او هغه تریخوالی یې هم له دې وجې دی. دغه مالیکول دومره قوي دی که په ۱۰ لیتره اوبو کې هم واچول شي؛ بیا یې هم خاصیت له منځه نه ځي. که مو لاس یا مخ یا بل ځای پرې ولگېد تر دقیقو او ان ساعتونو پورې یې سوځېدل همداسې دوام لري.
زموږ په ژبه کې بې حسابه حسي حجرې شته چې هر یو یې ځانته وظیفه لري. موږ چې ډوډۍ یا اوبه نوش جان کړو هر سلول پوه شه او وظیفه یې چې څومره او څرنگه مغز ته راپور ورکوي.
په دغو حجرو کې ځینې یوازې گرمۍ او ځینې یوازې یخنۍ ته ځواب ورکوي او په اړه یې مغز ته خپل راپور استوي. مانا د هر یوه وظیفه جلا ده.
هر څومره چې مخابره شوي راپورونه ډېر وي؛ هومره ډوډۍ خوند او مزه ډېره لري. څنگه چې یادونه وشوه چې په مرچکو کې یاد مالیکول شتون لري او دا چې خولې ته ورشي د ژبې له سطحې څخه د گرمۍ اړوند سلول مغز ته خپل راپور ورکړي. یو خو دا خپل مرچ تریخ وي او له هغې خوا مغز امر کوي چې خطر رامنځ ته شوی دی نو «اور دې واخیستل شي».

اوس څنگه وکړو؟
لومړی باید یادونه وشي چې اوبه څښل یې د حل لاره نه ده؛ ځکه دغه مالیکول په اوبو کې د حل وړ نه دی.خو که دلته تیار شودې، مستې او یا غوړي موجود وي، په خوړولو سره یې دغه شدت د پام وړ کمی راپیدا کوي او موږ هم د راحتۍ احساس کوو.

غلط باور:
اوبه نه یوازې دا چې د مرچک اثرات نه ختموي؛ بلکې دغه تریخوالی ټولې خولې ته تیتوي. پکار ده چې اوبه و نه څښل شي؛ ځکه دا مالیکول نه حل کېږي. ښه لاره یې د شودو، مستو، غوړیو او ممپلیو د مغز خوراک دی چې فوراً اغېز لرلی شي.
که شودې، مستې او غوړي نه وو بیا؟
بیا دې وچه ډوډۍ، کچالو، ورېجې او ټول هغه شیان باید مصرف شي چې نشایسته لري.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button