دوشنبه, مارچ 1, 2021
  • د ننه کیدل
انځور ویب پاڼه
  • كور پاڼه
  • لیکنې
    • سياسي او ټولنيزې
    • علمي او معلوماتي
    • تاريخي
    • اسلامي
  • اسلام او مذهب
    • اسلامي لارښوني
    • دقرآن کریم پښتو ژباړه
    • قرآن کریم با ترجمه فارسی\دری
  • کلتور – ادبیات
    • پښتو شعرونه
    • پښتو لنډۍ
    • پښتو متلونه
    • لنډي کيسې
    • طنزونه او ادبي ټوټې
    • ټوكې ټكالې
    • مركې
    • دیکلمه شعرونه
  • روغتیا
  • ویډیو
  • اړیکه
هیڅ پایلې نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • كور پاڼه
  • لیکنې
    • سياسي او ټولنيزې
    • علمي او معلوماتي
    • تاريخي
    • اسلامي
  • اسلام او مذهب
    • اسلامي لارښوني
    • دقرآن کریم پښتو ژباړه
    • قرآن کریم با ترجمه فارسی\دری
  • کلتور – ادبیات
    • پښتو شعرونه
    • پښتو لنډۍ
    • پښتو متلونه
    • لنډي کيسې
    • طنزونه او ادبي ټوټې
    • ټوكې ټكالې
    • مركې
    • دیکلمه شعرونه
  • روغتیا
  • ویډیو
  • اړیکه
هیڅ پایلې نشته
ټولې پایلې وګورئ
انځور ویب پاڼه
هیڅ پایلې نشته
ټولې پایلې وګورئ
کور پاڼه تاريخي ليکنې

دخوشال خټک عقیده او سیاسي فلسفه| دوهمه برخه

انځور پاڼه لیکنه انځور پاڼه
جنوري 29, 2021
in تاريخي ليکنې
د لوستو اټکلي وخت1
A A
0
دستر نومیالي خوشحال خان بابا په هکله یو څو خبرې
Share on FacebookShare on Twitter

دخوشال خټک عقیده او
سیاسي فلسفه
دوهمه برخه

۳ – خوشال خان او د پښتو ژبه:
دخوشال خان په زمانه کي پارسي او عربي ژبې دسیمې معتبرې ژبې وې. دواړوژبو در بارونوته لارپیدا کړی وه او دهغوی له خوا يې پالنه کیدله او شاعرانو، ادیبانو او پوهانو يې د دربارپه لورونه کې خپله برخه درلودله. نو ځکه يې دپام وړ پرمختګ هم کړی و. بابا په دې دواړو ژبو پوهبده او هندي ژبه يې هم زده کړې وه. پښتو سره حتی پښتني درباریانو (سوریانو اولودیانو) هم ملګرتیا نه ده کړې اوپښتوژبې دپښتون شاهانو پاملرنه هم نه ده لیدلې. پښتو ژبه په حقیقت کې له دربارونودباندې، دبد یا ژبه، وه اولا هم ده. خوشال خان دپښتوژبې دامیرات او بې سرپرسته حالت داسې په ګوته کړی دی:
که تازي ژبه هرګوره ښه ده فارسي هم ډیره په خوند خوږه ده
چا ېې پلو دجمال وانه خیست پښــتو لا هسې بکــره پــرتــه ده
[ دخوشال ختک کلیات……………….. ۴۲۳ مخ ] په دې نړۍ کې هر قوم، ولس یا ملت خپله ژبه لري، چې زده کړه يې دمور په غیږ کې پیل کیږي، نوځکه مورنۍ ژبه هم بلل کیږي. مورنۍ ژبه دمور او اولاد ترمنځ دمینې اوعاطفې دافادې اوبیانولو وسیله او دزده کړې اومعرفت لومړۍ سرچینه هم دی. مورنۍ ژبه مو دمور سره طبعي عاطفه او رابطه ساتي، نوځکه دمورنۍ ژبې ساتنه اوپالنه دمور مینې اوقربانیو ته د درناوي مانا لري. خپله ژبه مودوخت په بهیر کې دمورله غیږې بهر دقوم او ولس سره هم اړیکې تینګوي، ساتي، دهغه په یوالي کې مرسته کوي اوبلاخره دقوم یا ولس دهویت او د نورو ولسونو تر منځ دهغه د اعتبارد ساتلو ځواکمن پنسټ جوړوي. پاچا خان دخپلواوږدو سیاسي تجروبو په پایله کې لیکي چې:« کوم قوم ته چې خپله ژبه سپکه شې هغه سپک شي او چې خپله ژبه تر ې ورکه شي هغه ورک شي.»[ عبدالغفار خان: زما ژوند اوجدوجهد، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۲ کال، ۳۳۳ مخ] د دې له پاره چې قوم يې دتاریخ په پاڼه کې سپک او دتاريخ له پاڼې ورک نشي ننګیالی خوشال ددرباري دژبو له ټولو امتیازاتو تیرشو او دخپلې مورنۍ ژبې په ننګ يې قلم ته لاس کړاو خپل ټول ژونديې دنورو ژبو سره سیالۍ ته د پښتو ژبې د وچتولو په لارکې تير کړ. خوشال خټک لیکي چې:
پــه شــل کالــه کې دیګ زما د شعر په اور بارشو پــه دا د ور مې پــوخ کړچې شپــیــته کاله مې تللي
پارسي شعــر مې هــم زده ســلیـــقه لـــرم د د واړو
پښتو شعر مې خوښ شوهر څوک خپل ګڼي ښاغلي
[ دخوشال خټک کلیات……………. ۶۳۶-۶۳۷ مخونه
یانې داچې لومړۍ خپله ژبه بیا نورې ژبې دا په حقیقت کې په مورنۍ ژبه اوپښتني هویت دخوشال خټک هغه ننګ و چې اغیزې، نښې اونښانې یې دپښتون ولس په ژوند کې دتل له پاره پاتې کیږي او دتاریخ له پاڼويې نه ورکيږي او دا په حقیت کې دمورنې ژبې او خپل ولس سره هغه مسته مینه او سرشار عشق وچې خوشال په کې دتل پاتې ژوند راز لیدلی وه. دی ته هم باید پام وکړوچې که په
لیکل شوې ژبه کې ډول ډول، علمي، ادبي، هنري او نور مطلبونه بیانیږي، نوشفا هي ژبه هم یوازې غږ نه دی بلکې له پیله مفهوم اومانا لري. هرکوچنی دمورنۍ ژبې دزده کړې په بهیر کې سیمه ئيزه پوهه زده کوي، په دماغ کې يې ذخیره کیږي او دنورې زده کړې بنسټ جوړوي، نو ځکه هغه کوچنیان چې په خپله ژبه زده کړو ته دوام ورکي، استعدادونه يې هم ښه او ګړندۍ وده کوي. د دې لړۍ غوڅول او په ښوونځیو او مدرسوکې په پردۍ ژبه زده کړو ته دکوچنیانو مجبورول په حقیقت کې دهغوی په انساني استعداد یوبې رحمه تیری دی او دزده کړې دعادي بهیر مخنیوی دی. دا عمل دکوچنیانو استعدادونه ځپي او د زده کړې په لار کې خنډونه جوړوي. خوشال خټک دخپلې ژبې او خپل ولس په عشق کې په اوږدو هلو ځلو پښتو ژبه دودې هغه پړاو ته ورسوله چې پکې دنورو ژبو په شان د زده کړې امکانات پیدا شول.بابا لیکي:
که دنظــم کـه دنثــرکـه د خـط دی په پښــتو ژبه مې حق دی بې حسابه
نه پخوا پکې کتاب و نه يې خط و دا دی ما پکې تنصیف کړل څو کتابه
[ دخوسال خټک کلیات…………….. ۶۶۷مخ ] په دې توګه دپښتون بچیان په پردې ژبه د زده کړې له هغه جبر نه ازاد شول چې دپښتو ژبی دوروسته پاتې والې له امله ور سره مخامخ وو، پښتون ته په پښتو ژبه دعلم لار خلاصه شوه اوپه دې لار کې خوشال خټک خپله ونډه داسې بیانوي:
بند وبست د پښتو شعر ما پیداکړ ګڼه شعر دپښتو و غیر سال
مګر زه يې چې ګویا په شاعرې کړم پښتانه به پوهول ایزید تعال
[ دخوشال خټک کلیات………………. ۵۶۶ مخ ] اوزیاتوي چې:
سیــه د ل د محبت د سوزه سازه خبر نه شول په کار د پـتــنګا نــو مچــا ن نــه د ي پـوهـیـدلي
په وزن په مضمون په نزاکت هم په تشبیه کې پښــتو ویــل مې عیــن تــر پــار سي دي رسولي
[ دخوشال خټک کلیات……………… ۶۳۵-۶۳۶ مخونه ] دخوشال خان په نظر شعر دمینې، خواخوږۍ او پیرزویني وړاندیزاو ښکارندوی دی، نو ځکه دهر حریص او فاسق کار نه دی. دشعر مقام تر مادیاتو لوړ دی، په شعر سوداګرې نه کیږي، څوک يې چې په مال پلوري،هغه دشعر مقام او اخلاقي مضمون ته زیان رسوي. دی په دې باب لیکي چې:
شعر کار دهر فاسق دفاجر نه دی نه دهــریوه وږسترګي د کنګال
شعـر کار دسالـک یا دمالـک دی دعاشق د ی د دردمن دی دابدال
دهــغه شـاعـر دانې وشـه په ژبه چې دشعر دردانې پلوري په مال
[ دخوشال خټک کلیات………………. ۵۶۵ مخ ] خوشال خټک دخپلو ټولو علمي، ادبي او هنري هلو ځلو په بدل کې نه دکومې مادي ګټې په لټه کی واو نه يې تر لاسه کړې ده. هرڅه يې چې کړي دي سرچينه يې دبشریت، خپل قوم او دخپلې ژبې سره سرشاره مینه اود هغوی په وړاندې د مسئولیت ژور احساس و.

ShareTweetShare
پخواني

دخوشال خټک عقیده او سیاسي فلسفه

مخته

ولې انسانان په ژوند کې ناهیلی کېږي؟

انځور پاڼه

انځور پاڼه

ورته ليکنې

د پاچاخان د رهبرۍ اغیزه
تاريخي ليکنې

د پاچاخان د رهبرۍ اغیزه

فبروري 25, 2021
پښتون خوشال بابا د پښتو ژبي پياوړى شاعر او لوي مبارز
تاريخي ليکنې

خوشال خان او جنګ

فبروري 20, 2021
هټلـــــــر ولــــــــې يهـــــــودان وژل؟
تاريخي ليکنې

هټلـــــــر ولــــــــې يهـــــــودان وژل؟

فبروري 18, 2021
د مهاتما ګاندی یوه وړاندوینه د پاکستان د جوړیدو په هکله
تاريخي ليکنې

د ګاندي ژوند، مبارزه او مړینه

فبروري 4, 2021
مخته
د نهیلۍ او زړه تنګون درملنه

ولې انسانان په ژوند کې ناهیلی کېږي؟

د مور شېدې حافظه پياوړې کوي

د مور شېدې حافظه پياوړې کوي

پر یو ځای د ډیرې ناستې ۱۰ روغتیايي زیانونه

پر یو ځای د ډیرې ناستې ۱۰ روغتیايي زیانونه

پدې اړه بحث post

وروستۍ ليکني

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

له وخت مخکې وېښتان ولې سپنېږي؟

فبروري 28, 2021
هغه شل درسونه چې له ۳۰ کلنۍ مخکې یې باید زده کړئ

هغه شل درسونه چې له ۳۰ کلنۍ مخکې یې باید زده کړئ

فبروري 28, 2021
د قـــــــرآن ســـــــره مــــــــرکــــــــه( لومړۍ برخه )

د قـــــــرآن ســـــــره مــــــــرکــــــــه( اوومه برخه )

فبروري 28, 2021
د نړۍ لس تر ټولو مشهورې ژبې

د نړۍ لس تر ټولو مشهورې ژبې

فبروري 28, 2021
د افغان ځواکونو ملي ورځ او د ولسونو ملاتړ

د افغان ځواکونو ملي ورځ او د ولسونو ملاتړ

فبروري 28, 2021

ډېر لوستل شوي

  • د بین الافغاني مذاکراتو د نوي پړاو له پیلېدو مخکې لاس په کار شئ

    د طالبانو جالبه اعلامیه او ځواب

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • جنګي کولنګي چرګانوبیا نوي آذانونه پیل کړل !

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سپیني خبرې او رښتیني واقعیتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • شاه زل څوک دی ؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبان ولې اوربند نه مني ؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
انځور ویب پاڼه

© انځور ویب پاڼه کې ټول خپاره شوي بیلابیل ژانرونه او لیکنې د اړوند لیکوالانو د اندونو او نظریو ښکارندوي دي انځور ویب د هغې مسوولیت نه لري

ارشیف

  • اسلام اومذهب
  • اسلامي لارښوني
  • بريښنا پاڼې
  • پښتو شعرونه
  • پښتو لنډۍ
  • پښتو متلونه
  • تاريخي ليکنې
  • ټوكې ټكالې
  • خبرتياوي او پيغامونه
  • دیکلمه شعرونه
  • روغتیا
  • سياسي او ټولنيزې ليکني
  • ښکلی غږونه
  • طنزونه او ادبي ټوټې
  • علمي او معلوماتي لیکني
  • لنډي کيسې
  • مركې
  • ویډیو
  • وېشنيزه

© انځور ویب پاڼه کې ټول خپاره شوي بیلابیل ژانرونه او لیکنې د اړوند لیکوالانو د اندونو او نظریو ښکارندوي دي انځور ویب د هغې مسوولیت نه لري

هیڅ پایلې نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • كور پاڼه
  • لیکنې
    • سياسي او ټولنيزې
    • علمي او معلوماتي
    • تاريخي
    • اسلامي
  • اسلام او مذهب
    • اسلامي لارښوني
    • دقرآن کریم پښتو ژباړه
    • قرآن کریم با ترجمه فارسی\دری
  • کلتور – ادبیات
    • پښتو شعرونه
    • پښتو لنډۍ
    • پښتو متلونه
    • لنډي کيسې
    • طنزونه او ادبي ټوټې
    • ټوكې ټكالې
    • مركې
    • دیکلمه شعرونه
  • روغتیا
  • ویډیو
  • اړیکه

© انځور ویب پاڼه کې ټول خپاره شوي بیلابیل ژانرونه او لیکنې د اړوند لیکوالانو د اندونو او نظریو ښکارندوي دي انځور ویب د هغې مسوولیت نه لري

Welcome Back!

OR

Login to your account below

Forgotten Password?

Create New Account!

OR

Fill the forms bellow to register

All fields are required. Log In

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist