د قـــــــرآن ســـــــره مــــــــرکــــــــه( اوولسمه برخه )

پوښتنه : الله دې هر مؤمن د دوږخ له اوره وساتی او د هدایت په نور دې یې منور کړی تر څو له دغسی دایمی مصیبته خلاص او په امان سی . تا مخکی وویل چی د قیامت ورځ ډیر ستر او ستونځمن ساعت دی چی آسمان او مځکه به د خپل اوسني حالت څخه بدلون مومی . نو آیا پوښتلای سم چی په هغه ورځ به آسمان په څه حالت کی وی ؟ او مځکه به څنګه بدلیږی ؟ یعنی دواړو ته به څه ورپیښیږی ؟
ځواب : هو ، آسمان او مځکه دواړه د خپل اوسني حالت څخه بدلون مومی (۱) .
آسمان به لوګی یعنی دود ونیسی (۲) ، سخت به وریږدی (۳) ، څیري به سی او وبه چاودی (۴) . مځکه به سخته وښوری (۵) ، یعنی مځکه او غرونه به سخت وریږدی (۶) او سخته زلزله به وسی (۷) . هر څه به یې د سترګو په رپ کی دباندی راووزی (۸) او هواره به سي (۹) .

پوښتنه : نو په دغسی یو غیر تصوري او بحراني حالت کی به د سمندرونو څه حال وی او دا دومره ډیری اوبه به یې چیری ځی ؟
ځواب : د سمندرونو اوبه به دونه تودې سی چی و به ایشی (۱۰) او د جوش په حال کی به سره ګډی سی (۱۱) .

پوښتنه : د داسی صحنې انځورول خو باالکل د انساني دماغ څخه بهر او په رښتیا هم د بیری وړ دی . آیا راته ویلای سې چی د لمر او سپوږمۍ حال به څه وی ؟ ځکه ، هغه دواړه خو هم د همدې آسمان یوه کوچنۍ حصه ده . آیا هغوی به پر خپل اوسني حالت پاته وی او که به تغییر مومی ؟
ځواب : لمر او سپوږمۍ به هم اساسي بدلون مومی ، یعنی لمر به راخطا کیږی (۱۲) ، سپوږمۍ به خسوف ونیسی (۱۳) ، او لمر به ورسره یو ځای سی (۱۴) .

پوښتنه : لوی الله دی هر مسلمان په دغه سخت امتحان کی بریالی کړی او سر له اوسه باید توښه ورته برابره کړی تر څو له دوږخه په امان او د جنت میلمه سی . آیا دا رښتیا ده چی د جنت باغونه څو ډوله دي او هر یو یې خپل نوم لری ؟ که وی ، نو یو څو نومونه یې راښوولای سې تر څو هر مؤمن تیر هیر کړی ، رښتیانۍ توبه وکړی او سر له اوسه هغه ته د ورتګ له پاره واقعی چمتوینه ونیسی ؟
ځواب : هو ، جنت څو خورا ښکلي ، جذاب او له تصوره وتلی په زړه پوری باغونه لری چی مهم یې دا دي :
۱ ـ روضة الجنة (۱۵) ؛
۲ ـ جنة الخلد (۱۶) ؛
۳ ـ جنة عالیه (۱۷) ؛
۴ ـ جنت عدن (۱۸) ؛
۵ ـ جنت الفردوس (۱۹) ؛
۶ ـ جنة الماوی (۲۰) ؛
۷ ـ جنت نعیم (۲۱) .
پوښتنه : نو د دې له پاره چی هر څوک د جنت څخه برخمن سی او د دوږخ له اوره نجات ومومی ، باید څه وکړی ؟
ځواب : هر څوک چی پر یوازیني الله ، د هغه پر ملایکو ، د هغه پر نبیانو ، د هغه پر کتابونو او د آخرت پر ورځ ایمان راوړی (۲۲) ، او خلک نیکو او ښه کارونو ته راوبولی ، د ښه اعمالو امر وکړی او د بدو یا ناوړه اعمالو څخه یې منع کړی نو هغوی بریمن او د فلاح او مراد څښتنان یعنی جنتیان دي (۲۳) .
(۱) : ابراهیم : ۴۸ . (۲) : الدُخان : ۱۰ . (۳) : الطور : ۹ . (۴) : الحاقه : ۱۶ ؛ التکویر : ۱۱ ؛ الانشقاق : ۱ ؛ الرحمن : ۳۷ . (۵) : الواقعه : ۶ . (۶) : المزمل : ۱۴ . (۷) : الزلزال : ۱ . (۸) : ق : ۴۴ ؛ الانشقاق : ۴ . (۹) : الکهف : ۴۷ ؛ الانشقاق : ۳ . (۱۰) : التکویر : ۶ . (۱۱) : الانفطار : ۳ . (۱۲) : التکویر : ۱ . (۱۳) : القیامه : ۸ . (۱۴) : القیامه : ۹ . (۱۵) : الشوری : ۲۲ . (۱۶) : الفرقان : ۱۵ . (۱۷) : الحاقه : ۲۲ ؛ الغاشیه : ۱۰ . (۱۸) : التوبه : ۷۲ ؛ الرعد : ۲۳ ؛ النحل : ۳۱ ؛ الکهف : ۳۱ . (۱۹) : الکهف : ۱۰۷ ؛ المومنون : ۱۱ . (۲۰) : النجم : ۱۵ ؛ السجده : ۱۹ . (۲۱) : الشعرأ : ۲۶ ؛ الواقعه : ۸۹ ؛ المعارج : ۳۸ ؛ یونس : ۹ . (۲۲) : البقره : ۱۳۶ ، ۱۷۷ ، ۲۸۵ . (۲۳) : آل عمران : ۱۰۴.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button