په ماشومانو کې د بې خوبۍ څوارلس دلیلونه

ژباړن : عطا محمد میاخېل

د ماشومانو بد خوبي ښایي دلیل یې ژور خپګان، د درملو اغېزې، سمه ډوډۍ نه خوړل او له بریده ډېر د خوږو څیزونو کارول وي . د دې لاملونو ارزول به له تاسو سره د سمې او مناسبې حل لارې په ټاکلو کې مرسته وکړي . د دې د ستونزې د حل له پاره کولای شئ، له لاندې لارو چارو څخه ګټه واخلئ :

۱ ـــ د ماشوم بدني فعالیتونه ( په پارک کې لوبې کول، ورزشي پروګرامونه او … ) د ورځې په اوږدو کې زیات کړئ . ماشومان باید مخکې له خوبه آرامه وي، ترڅو ویده کېدلو ته چمتو شي . له خوب کولو څخه مخکې هغه لوبې، چې ډېرو فعالیتونو ته اړتیا لري، مناسبې نه دي .

۲ ـــ له لمر لوېدو څخه وروسته ورو ورو د ماشوم فعالیت را کم کړئ، د خوځنده لوبو لکه: کښتۍ نیول، له توپ سره لوبې کولو پرځای، د مطالعې، کیسه اورېدلو او ټلویزیون لیدلو په څېر فعالیتونو ته ځای ورکړئ . د آرامه کوونکو فعالیتونو ترسره کول، لکه : د تودو اوبو حمام، له ویده کېدو مخکې مساج او په آرامۍ سره د ماشوم ښورول ډېر ګټور دي .

۳ ـــ د خپل ماشوم د خوب له پاره پروګرام جوړ کړئ او یو ځانګړی ساعت ورته مشخص کړئ .

۴ ـــ کورني پروګرامونه او د ماشوم غوښتنې په پام کې ونیسئ، مګر له ماشوم سره پرېکنده چلندونه هم تمرین کړئ . هغه نمونه چې د دوام له پاره یې تصمیم نه لرئ پیل کړئ . شپني پروګرامونه ټوله ورځ د کورنۍ د غړو ترمنځ د نږدېوالي او د امنیت د احساس سبب ګرځي.

۵ ـــ له خوب څخه مخکې له خپل ماشوم سره د ورځنیو مسایلو او د بلې ورځې د پیل له پاره په چمتووالي وغږېږئ .

۶ ـــ د ښوونځي جامې چمتو کول او د سبا ورځې کتابونه ترتیبول د ماشومانو له پاره به یو مناسب پروګرام وي، مخکې له خوبه ماشوم ته کیسه کول، د مسئلې په در کې، چې اوس وخت د خوب دی مرسته کوي .

۷ ـــ د خوب بسترې ته له تګ څخه وروسته، د ماشوم په اړه خپله پاملرنه ورو ورو را کمه کړئ او د هغه چیغو او ژړا ته په ځنډ سره ځواب ورکړئ، ماشوم ته ووایئ، چې همدا اوس باید ویده شي او دا کار هره شپه تکرار کړئ، هغوی ستاسو پرېکنده چلند ته اړتیا لري .

۸ ـــ د ځینو ماشومانو له پاره په تیاره کوټه کې ویده کېدل ستونزمن دي، په دې اساس د ماشوم په کوټه کې د شپې څراغ روښانه کول به ګټور کار وي .

۹ ـــ که چېرې ماشوم مو د شپې له خوا په ډېرې سختۍ ویده کېږي او یا نیمه شپه له خوبه را ویښېږي، نو هغه ته د ورځې په اوږدو کې د ویده کېدلو اجازه مه ورکوئ، دا کار به د ماشوم په منظم خوب کې له هغه سره مرسته وکړي .

۱۰ ـــ په یا ولرئ، د شپې له خوا د ځینو خوړنیزو توکو کارول، لکه : چای او نوشابه د ماشوم خوب را کموي .

۱۱ ـــ خپلو ماشومانو ته آرامونکې تګلارې ( ژوره ساه او د بدن د غړو آرامول ) ور زده کړئ او هڅه وکړئ، ترڅو ماشوم مو له ویده کېدلو څخه مخکې یاد تمرینونه ترسره کړي .

۱۲ ـــ ماشوم ته اجازه ورکړئ، ترڅو چې خوب نه وي ورغلی او خسته شوی نه وي، ویښ پاتې شي، کله چې خوب ورغی او خسته شو، نو وروسته یې د خوب ځای ته یوسئ، چې ویده شي .

۱۳ ـــ له مثبتو تمرینونو څخه ګټه واخلئ او د ورځې په اوږدو کې، هغه لارې چارې، چې ماشوم کولای شي، له هغو څخه په ګټه اخیستنې ویده شي، ورته بیان کړئ . د بېلګې په توګه له ساحل سره د سمندري څپو د لګېدلو آرام بښونکې صحنې په اړه فکر کول، د باغچې په شاوخوا کې له اغزنو سیمانو څخه د وري ټوپ وهل، د الفبا حروفو تکرارول او د ماشومانو ترانې زمزمه کول، دا کار تمرین کړئ .

۱۴ ـــ تر ډېره هڅه وکړئ، چې د ماشوم په کوټه کې ساتونکي ټکي مراعات کړئ ( د برېښنا د سیمانو پوښل، د برېښنا د غږ له ساتونکي څخه ګټه اخیستل او له ماتېدونکو شیانو څخه د ماشوم لرې ساتل ) . دا کار له والدینو سره مرسته کوي، ترڅو په هوسا او آرامه توګه او دغه راز په بشپړ ډاډ سره ماشوم په خپله کوټه کې یوازې پرېږدي .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button