په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره جمهوري نظام

محمود کوچى

د ١٣٥٢ کال د چنگاښ ٢٦ چې د ١٩٧٣ کال د جولاى د ١٧ سره برابره وه سردار محمد داود په افغانستان کې په يوې داسې پوځي کودتا لاس پورې کړ چې د خپل د تره د زوى محمد ظاهر ٤٠ کلنه پاچاهي يې راوپرځوله .
په دې کودتا کې لومړى د محمد ظاهر شاه زوم سردار عبدالولي کور چې هغه مهال يې د پوځ ټول واک په لاس کې و په نښه شو، او له هغه وروسته د افغانستان راډيو تر بريد لاندې راغله او په ناڅاپي توگه د راډيو ورځنۍ عادي خپرونې په ټپه ودرېدې او د ملي سندرو او اتڼونو په خپرولو يې پيل وکړ .

دا هغه مهال و چې محمد ظاهر شاه د ايټاليې د ناپل په ټاپو کې خپله کلنۍ رخصتي تېروله، چې بيا لس ورځې وروسته يې له هماغه ځايه خپله استعفا وړاندې کړه .

سردار محمد داود د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې جمهوري نظام اعلان کړ، خو تر څنگ يې د عظمى صدارت، او د دفاع او بهرنيو چارو د وزارتونو واگې يې هم په واک کې لرلې ، هغه په خپله کابينه کې حسن شرق ته د صدارت مرستيالي دنده وروسپارله او فيض محمد يې د کورنيو چارو د وزير په توگه ونوماوۀ، همدارنگه د نعمت الله پژواک، پاچاگل وفادار، سيد عبدالاله، عبدالرحيم نوين او غوث الدين فايق او ځينو نورو په گډون يې خپله کابينه اعلان کړه .

پخوانى شوروي اتحاد لومړنى هېواد و چې د سردار محمد داود رژيم يې په رسميت وپېژانده او هغه ته يې د انقلاب لقب ورکړ، سردار محمد داود له کودتا وروسته په خپله لومړنۍ راډيويي وينا کې خلکو ته زېرى ورکړ :

” گرانو هېوادوالو! بايد تاسو ته ووايم چې نور پخوانى رژيم ړنگ شو او نوى رژيم چې هغه جمهوريت دى او د اسلام د غوښتنې سره برابر دى بري ته ورسېد .”

له لويه سره په افغانستان کې خلک د محمد داود او پخواني شوروي اتحاد راشه درشې ته په دې سترگه گوري چې په وينا يې هغه پخله کيڼ اړخى و، د خلق د ډيموکراتيک گوند غړى ببرک شينوارى هم دغه خبره مني ، خو دا مسئله هم پسې راغبرگوي چې د هېوادونو گاونډيتوب هم پر دې تودې راشه درشې خپل اغېز شيندلى و .

خو محمد داود ته نژدې پوځي افسر او د پرچم د گوند غړى نورالحق علومي وايي چې د سردار محمد داود د کودتا موخه د خلکو په ژوندانه کې د بنسټيزو بدلونونو راوستنه وه :

” کله چې داود خان کودتا وکړه تر يوه حده هر سړى په دې پوهېده چې يو لړ بدلونونه راروان دي ، هغه پرېکړه چې سردار محمد داود کړې وه هغه دا وه چې هغه په افغانستان کې د پرمختگ او د خلکو ته د سوکالۍ هيله لرله ، هغه د صدارت پر مهال هم داسې پنځه کلن اقتصادي پلانونه جوړ کړي وه چې د افغانستان د پرمختگ زيرى يې له ځانه سره لاره، داسې هېواد چې تر هغه مهاله يې نه برېښنا لرله او نه يې په اقتصادي ډگر کې کوم پرمختگ کړى و، او د خلکو د ژوند کچه هم ډېره ټيټه وه ، نو ځکه خلکو د بدلون غوښتنه کوله او دغه شان بدلون ته يې په ښه سترگه کتل . ”

په افغانستان ډېر خلک داسې وايي چې د محمد داود په مشرۍ کودتا ته لا له ډېر پخوا نه يو شمېر روڼ اندي په دې تمه کې وه چې کله او څنگه به سلطنتي نظام ړنگيږي، د پخواني پاچا اوښى او د سردار محمد داود يو تن خپلوان همايون شاه اصفي وايي چې سردار داود يو زړور مشر و او موخه يې يوازې او يوازې خلکو ته خدمت و، ښاغلى اصفي په دې خبره هم ټينگار کوي چې سردار داود د سياسي نظريې له پلوه د محافظه کارسياست پلوى نه و .

سردار محمد داود د جمهوري نظام له پيله داسې پروگرامونه تر لاس لاندې ونيول چې د ځينو خلکو په وينا د دغو پروگرامونو په پلي کولو سره د خلکو په ژوندانه کې يې د ژورو بدلونونو د راتگ زيري له ځانه سره لرل، خو دا چې د سردار محمد داود په پنځه کلنه دوره کې کومې لارې خپلې کړي او بېلابېلې ډلې د سردار محمد داود دغه پېر ته په کومه سترگه گوري د جميعت اسلامي د ډلې مشر برهان الدين رباني وايي چې د داود خان له کودتا وروسته د خلق د ډيموکراتيک گوند ځينو غړو چې په کودتا کې يې هم رغنده ونډه درلوده هڅه وکړه چې سوسياليستي حرکتونو ته په افغانستان کې لاره پرانيزي .

خو د سردار محمد داود په رژيم کې پخوانى وزير عزيزالله واصفي وايي چې د چنگاښ کودتا د همدغو کيڼ اړخو پوځيانو په ملاتړ ترسره شوې وه نو ځکه يې واک هم په حکومت کې څه نا څه ډېر و .

د داود خان پر مشرۍ تر کودتا وروسته په سيمه او نړۍ کې هېوادونه څک شول او ټولو په افغانستان کې روانې پېښې له نژدې څارلې، ايران د افغانستان د ولسمشر خپلولو ته مټې رابډوهلې، خو په همدغه مهال له لوېديځ سره د سردار محمد داود د نژدې والي څه نا څه نښې نښانې جوتېدې، خو د پاکستان د لومړي وزير ذوالفقار علي بوټو سره يې د پښتونستان په اړه اړيکي خورا ترينگلي شوي وه، په همدغه وخت کې د اسلامي گوندونو مشران چې محمد داود رژيم يې د ځان په اړه گواښ باله پېښور ته وکوچېدل ، د هغو کسانو په ډله کې يو هم د اسلامي جميعت مشر برهان الدين رباني و .

همايون شاه اصفي
سردار محمد داود له بري نه وروسته د خلق له ډيموکراتيک گوند په تېره بيا د پرچم ډلې سره خپل اړيکي تاوده وساتل، خو د لږ څه وخت په تېرېدو سره د اړيکو دغه مزي په شلېدو شوه، پر همدغه وخت کې د محمد داود اړيکي د اسلامي نړۍ او لوېديځو هېوادونو سره مخ په تودېدو وه چې د پخواني شوروي اتحاد د مشرانو تر منځ يې اندېښنې مخ په ډېرېدو کړې، د خلق گوند د يو تن غړي هاشم وطنوال په وينا د مسکو او کابل تر منځ د اړيکو سړښت په تربگنۍ واوښت او مسکو په دې هڅه کې شو چې څنگه د سردار محمد داود د واکمنۍ ټغر ټول کړي .

خو دا د يو بل بدلون پيلامه وه، داسې يو بدلون چې له امله يې د داود خان او د هغه د کورنۍ د ژوند او مرگ برخليک ورسره تړلى و، د يوې بلې کودتا څرک له همدې وروسته په لگېدو و ، خو ايا سردار محمد داود په دې پوه و چې د هغه د رژيم د ړنگولو لپاره هڅې روانې دي ؟ همايون شاه اصفي وايي چې په هغه مهال د سردار محمد داود په کابينه کې هم داسې غړي وو چې د پېښېدونکو چارو ټول رپوټ به يې کريملين ته په خپل وخت سره رساوه .

خو دا چې د کابل او مسکو تر منځ راټوکيدلي کړکېچ څه ډول يوې بلې خونړۍ کودتا ته لاره پرانيستله ، او د دغې کودتا اصلي څېرې او سټې کومې وې، زموږ په راتلونکې خپرونه کې به درته روښانه شي .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button