هغه وخت چې شهنواز تڼی اتل و

لیکنه: طاهر ساپی
زه په شپږم ټولګي کې وم چې شهنواز تڼي کودتا وکړه موږ په شمشتو کې اوسېدو.
ابا مې تل د کابل راډیو اورېده او هغه وخت بي بي سي هم پښتو خپرونې لرلې.
زموږ په کور کې ۵۳۰ ټایپ و چې ډېر ښه راډيو یې لرله، په لنډو څپو کې به یې بي بي سي راډیو نیوله چې کله به د شپې نهه بجې شوې نو ماته به یې ویل هلکه بي بي سي پیدا کړه.
ما به په انګلیسي کې پیدا کړه چې نیمه دقیقه به ورته لا پاتې وه بیا به ګوهر رحمن ګوهر غږ کړ چې دا لندن دی دا د بي بي سي د پښتو خپرونه ده چې په لڼډو څپو دولس او … کې خپریږي.
نو موږ هم فکر کاوه چې افغانستان د روسانو له لاسه سخت تنګ دی باید ازاد شي ماشومان وو په تنګ او ازاد نه پوهېدو.
چې د شپې خبرونو کې یې وویل چې په کابل کې کودتا شوې او شهنواز تڼي کودتا کړې پلار مې موږ ټولو ته وویل چې چوپ شئ موږ هم چوپ شو چې پلار مې ویل کابل کې کودتا شوې لکه چې نجیب یې ختم کړی ځکه هغه د داوود خان په وخت کې عسکر وو.
ویل یې چې کودتا ناکامه شوې او تڼي پاکستان ته له الوتکو سره تښتېډلی دی موږ خو په خبرونو نه پوهېدو خو پلار به مې مور ته کیسه کوله چې د داوود خان کودتا کې زه سمنګانو کې عسکر وم هغې کې هم تڼی وو.
سبا شپه مې پلار راته ویل کابل یا وطن غږ راډیو ونیسه وطن غږ کې زیاتره سندرې نشرېدلې خو په کابل راډيو کې بیا سندرې کمې خبرې ډېرې وې زما به کابل راډيو نه خوښېده خو وطن غږ راډيو مې د دې لپاره خوښېده چې د نغمې او منګل هغه سندره پکې واورم چې ویل به یې:
ځه چې ځو لغمان ته مهترلام کې به څو شپې وکړو
یا دا چې ای زما خفه وروره نه پخلا کېږې ولې
چا درته فریب درکړی ته نه پوهېږې ولې
سبا د نجیب وینا وه چې موږک مې پیشو کړ، پیشو مې پړانګ کړ، او بیا مې زمری کړ، بیرته یې زما د خوړلو اراده وکړه بیرته مې ورته وویل چې ته خو موږک یې.
پلار مې دې خبرې ته سخت وخندل بیا یې موږ ته ترجمه کړه چې نجیب دغسې وايي.
بیا نجیب د خپلې مېرمن د ناروغۍ کیسه وکړه چې میرمن مې ناروغه وه اشک مو ورته پوخ کړ هغه یې هم سترګې ونه نیولې.
اوازه شوه چې تڼي راغلی دی حکمتیار سره دی او د ده سره په همغږۍ یې کودتا کړې سبا د وچ نهر ټول دوکانونه د تڼي او ضیاالحق په عکسونو پوښل شوي وو.
نه مې دي په یاد چې ضیاالحق مړ و که ژوندی خو د دواړو برېتونه غټ غټ وو منځ کې یې د حکمتیار عکس و دواړو ږيرې نه لرلې خو بیا هم خلکو ته سپینه پرښته او مشر ښکارېډه.
تڼي سره زموږ د ماشومانو دلچسپي بیخي زیاته وه ځکه چې نجیب غوندې غټ کافر باندې یې کودتا کړې وه.
زموږ فکر همدومره وو او بل دا چې زموږ کتابونه چې څومره وو له جهاد پرته پکې نورې کیسې کمې وې.
د حدیثو کتاب کې یواځې د جهاد فضیلت د پښتو کتاب کې ټ ټوپک ماما مې ټوپک لري او په ټوپک جهاد کوي.
که هغه وخت ماته هم چا واسکټ اغوستی وای نو جنت ته د تلو لپاره مې یوه شیبه هم صبر نه کاوه ځکه چې موږ ته تل په ټولګي کې د جهاد کیسې وې د جنت نعمتونه وو او موږ خو کډوال وو د کمنډرۍ نه بغیر مو هیڅ نه لرل.
نو تڼی او ضیاالحق پر ما ښه نه لګېدل ځکه چې ږیرې یې په عکسونو کې نه وې او د چا به چې ږیره نه وه سور کافر به پرې راته شرافتمند ښکارېده.
موږ ته به ویل کېدل چې د غفار خان کورنۍ هم د نجیب پلویان او بیرغ یې تک سور دی لکه روسانو بیرغ او یا د خلقیانو بیرغ موږ له هغوۍ هم نفرت کاوه.
د تڼي په اړه راسره نظر مثبت و.
په فیض الله ګړۍ کې چې په شمشتو کې یوه سیمه ده هلته د حکمتیار جلسه وه نو زموږ په مکتب کې ټول صنفونه په دې تش وو او شاګردان نه وو راغلي چې له حکمتیار سره شهنواز تڼی هم راځي و به یې ګورو او که یې وګورو نو معلومه به شي چې دا لا کوم ډول بې ږیرې کلک مسلمان دی چې د نجیب غوندې غټ کافر باندې یې کودتا وکړه او د افغانستان د ازادولو مبارز دی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button