بادرنګ؛ د پوزې بندښت، غوسې او د خوب کموالي لپاره درملنه

ژباړه: عرفان لمر
ګټې
١ – ادار زياتونکې دي هغه کسان چې د ادارارو د بندښت سره مخ وي له بادرنګو دې استفاده وکړي.

٢ – بادرنګ وينه پاکوي

٣ – د سردرد لپاره بادرنګ په خپل تندي باندې ومښئ.

٤ – څو څاڅکي د بارنګ اوبه په پوزه کې څڅول، د پوزې بندښت ، غوسې او د خوب کموالي لپاره ګټه لري.

٥ – د بارنګو د اوبو څښل د شديدې تبې، د تندې ماتولو، د زيړي، د مثانې او پښتورګو د ډبرو د لرې کولو لپاره ګټورې دي.

٦ – که په شکر ناروغۍ اخته ياست څومره چې کولاى شئ، د بارنګ او دانو څخه يې استفاده وکړئ.

٧ – بارنګ ځيګر پاکوي او له معدې څخه صفرا په اسانۍ بهر کوي.

٨ – د سترګو د سوروالي لپاره څو پردې بادرنګ په سترګو کيږئ.

٩ – که ډيره غوسه لرئ، بادرنګ وخورئ ځکه د غوسې لرې کوونکي دي.

١٠ – بادرنګ حلقه حلقه پر مخ کيږدئ، ترڅو مو د مخ ګونځې لرې کړي.

١١ – د قبضيت د لرې کولو لپاره د بادرنګو د زړو څخه مه غافله کيږئ.

د بادرنګو زيانونه
١ – هغه کسان چې نس ناستې لري د بادرنګو له خوړلو دې ډډه وکړي.

٢ – د بادرنګو پوستکى که تازه نه وي د ضعيفه معدې لرونکو خلکو لپاره ښه نه دى، ځکه په سختۍ هضميږي.

٣ – هغه خلک چې روماتېزم، د کولمو زخم او د ملا درد لري، بادرنګ دې نه خوري.

٤ – بادرنګ باد منځته راوړي، ځکه په معده کې ژر خرابيږي. نو بادو او خيټې د درد د مخنيوي په خاطر دې د نعنا له جوشاندې سره ګډ، وخوړل شي.

Advertisemen

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button