په ټولنو کې درانه او سپک خلک څرنګه وپېژنو؟‎‎

امین وردګ

په هره ټولنه کې ښه او بد، نرم او تند، ستانه او لوچک، درانه او سپک خلک خامخا شته.

خو الله پاک بیا انسانانو ته رنګارنګ مهارتونه ورکړي؛ چې له امله یې- کولای شي (یو څوک د لږ وخت لپاره) خپله اصلي بڼه پټه کړي او مقابل لوري ته ځان بل رنګ وښيي؛ خو سره له دې هم! ځینې علامې او نښانې شته؛ چې د همغې اصلي بڼې نمائندګي کوي.

مګر بیاهم! تر هغې پورې یو انسان بل ته سم نه ښکاري، څو چې (په سختیو او آسانیو کې) یو بل سره و نه آزمویي! خو دغه آزمون هم څه آسانه کار نه دی! بلکې دریو مرحلو ته اړتیا لري (سفر، معامله او زمان، یا وخت) خو بیا هم داسې ماهر او شیطان صفته انسانان شته چې؛ تر ډېره ځان ته رنګ ورکولای او خلک (پر خپله ظاهري بڼه) تېر ایستلای شي، چې د داسې کسانو لپاره بیا زمان ته ډېر ضرورت وي (یعنې په مرور د زمان سره یې اصلي بڼه ښکاره کیږي) خو دلته هم د مقابل لوري مهارت او ځیرکتیا شرط ده پکې.

رابه شو دې خبرې ته چې: په یادو کسانو کې کومې داسې نښانې شته، ترڅو یې موږ هغه اصلي بڼې پرې معلومې کړو؟

درانه خلک:
په نرمه او خوږه لهجه خبرې کوي.
دروغ نه وایې.
احساساتي کیږي نه.
زغم او صبر یې ډېر وي.
تکبر نه لري.
ځان تر هېچا لوړ نه ښیي.
جنجالي خبرې په تبسم او مسکا سره حل کوي.
منفي عکس العمل نه ښکاروي.
د بدو بدل، په بدو نه ورکوي.
ګذشت او تېرېدنه کوي.
د مادیاتو لپاره کینه نه ساتي.
د سختۍ ملګري، خپلوان او دوستان- په آسانۍ کې نه هېروي.
راز نه پاشي.
په وعدو وفا کوي.
قاطع تصمیم نیسي، قاطع پوښتنه کوي او قاطع ځواب وایي.
د مادیاتو په خاطر اړیکې نه پرې کوي.
بل څوک په انتظار کې نه ساتي.
کسات نه اخلي، خو ډارن هم نه وي.
بد او فاحش الفاظ نه کاروي.
احسان هېروونکي او احسان باروونکي نه وي.
خو تر ټولو غټه نښانه یې دا ده چې؛ په جنجالي مسائلو کې ځان ډېر دروند ښیي!
دې نکتې ته سم ځیر شئ او ښه فکر پکې وکړئ؛ چې پرې پوه شئ!

یعنې: دروند انسان د جنجالي او لوچک، کچه، یا بد انسان په مقابل کې ځان داسې ښیي؛ لکه د تلې یا ترازو په یوه خوا کې چې یو من بار واچول شي او په دې بله کې یوه کیلو، بیا تله پورته کړل شي!

اوس که ته چېرې دا دواړه پلې سره برابروې، نو باید چې له درنې خوا یو څه کم کړې او بیا یې سپکې خواته واچوې، یا یې بیخي لیرې تویې کړې! نور ترې کم کړې، پسې نور او نور… تر دې چې درنه خوا هم یوې کیلو ته راټیټه شي او یا له هغې بلې خوا سره (په یو ډول) برابره شي.
اوس پوه شوی؟

تاسو به هغه متل آورېدلی وي چې د جنجال په وخت کې درانه ته ویل کیږي (راځه وا وروره! ځان له سپکو سره مه برابروه) دا عیني همدغه د تلې د وزن خبره ده! که سپک سړي کومه سپکه خبره وکړه، نو دروند کس عکس العمل منفي نه! بلکې مثبت ښیي! ځکه چې؛ پر منفي عکس العمل باندې د ده وزن هم کمیږي، پر مثبت لا درنیږي، خو په سکوت او چوپتیا سره بیا هغه خپل وزن پر خپل حال ساتلای شي! نو ځکه خو ځان له سپک سړي سره نه برابروي، یعنې دی حوصله کوي او خپل دروند حیثیت ساتي.

پر یوه بل تعبیر! که له درنې خوا څخه بار، کم کړو او سپکې خوا ته یې واچوو؛ دا بیا داسې معنا ورکوي چې؛ په جنجال کې سپک لوری هم څه نرمي او پښېماني وښيي! تر څو د ده وزن هم یو څه دروند او پدې توګه له هغه بل سره برابر شي.
یعنې څه به سپک لوری دروند او څه به دروند لوری سپک شي، نو به دواړه یو شان شي.
نور شاید پوه شوي یاست!!!

سپک خلک:
تېزې، تندې، ترخې، لوچکې او ناسنجیده خبرې کوي.
د خبرو په وخت کې فاحش الفاظ کاروي او مخصوص اندامونه ډېر یادوي.
چاپلوس او ټيټالي خلک یې ډېر خوښيږي.
څوک یې چې عیب ورښیي، هغه ته د دښمن خطاب کوي.
متکبر وي او نور خلک تر خپل ځان ټیټ ورته ښکاري.
له کمزورو سره (په زور وهلو) نه شرمیږي.
د ماشومانو، ضعیفانو، سپین ږیرو، سپینسرو او ښځو پر وړاندې تند او تریخ اخلاق کاروي.
شیطاني مسکا او پسخند یې ډېر عادت وي.
چې څوک یې صفت نه کوي، هغه یې بد ایشي.
غیبت، بهتان او تهمت یې ډېر خوښیږي.
زناکاره، لواطت کاره او بدکاره وي.
یوازې له هغه چا سره ملګري کوي، چې ګټه ترې ویني.
د رازونو پاشل عیب نه بولي.
په مسکینانو پورې خاندي.
هېڅ عمل یې د الله لپاره نه وي.
د بدو ځواب په بدو کوي.
دروغ او چل یې همېشنی عادت وي.
وعدې ډېرې…خو وفا نه پرې کوي.
د خلکو تېر ایستل د ځان مهارت بولي.
زغم، صبر او حوصله نه لري.
احسان هېرونکی او احسان بارونکی وي؛ یعنې خپل ښه به تکراراً یادوي، خو د بل ښه یې هېر وي.

دې نکتې ته مو باید پام وي چې؛ انسانان یوازې دوه قسمه ((ښه او بد دي!))
نو درانه او ستانه له ښو خلکو څخه ګڼل کیږي؛ مګر لوچک او سپک له بدو.
اما تندي بیا په دواړو قشرونو کې شته!

که چېرې یو څوک تند و، مګر کینه او ظلم نه و پکې، ضمناً یې ترحم هم لرلو- نو دا بیا له ښو خلکو څخه ګڼل کیږي.
خو که تند سړی کینه ناک، ظالم او بې رحمه و؛ نو دا بیا له بدو خلکو څخه دی.

د انسان پېژندنې لپاره یوه بله لاره هم شته او هغه دا چې: که د یو چا په سمه پېژندنه کې پاتې راغلئ، نو د هغه له ملګري څخه یې پېژندلای شئ او که د هغه په پېژندګلوۍ کې هم پاتې راغلئ، نو بیا د همغه دویم کس دوست او ملګري ته وګورئ.

یعنې یو انسان د هغه له محبینو، ملګرو، یا دوستانو څخه هم ښکاري، همدا راز یو څوک د دوست له دوست (یعنې دریم کس) څخه هم پېژندل کیږي.

مطلب! هغه کسان یو له بل سره دوستي، مینه او ملګري کوي: چې عادات، خواص او اخلاق يې سره ورته وي.

الله مو دې له ښکو خلکو څخه حساب کړي.
که بد خواص مو په ځانونو کې وي؛ رب یې دې رانه لیرې کړي.
د یوې ښې او درنې ټولنې په هیله!

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button