دامام اعظم ابوحنیفه رحمة الله وصیتونه

بسم الله الرحمن الرحيم

يبنی أرشدک الله وأيّدک أوصيک بوصايا ان حفظتها وحافظت عليها رجوت لک السعادة فی دينک ودنياک ان شاءالله .

ژباړه : ای زما خوږه زويه ؛دالله تعالی په هدايت ثابت قدم او( دخيرپه کارونو) کي دي الله تعالی تائيد وکړه ، زه درته څو وصيتونه کوم ، که دي زده ، او ښه عمل پرې وکړ ، زه اميد لرم چي انشاءالله په دنيا اواخرت کي به کامياب شې .

اوّلها التقوی بحفظ جوارحک من المعاصی خوفا من الله تعالی والقيام بأوامره عبودية له تعالی .

اول : تقوی غوره کړه ( دالله تعالی څخه ويره کوه) خپل غړي دګناهونوڅخه وساته ، اودالله جل جلاله احکام په پوره توګه قائم کړه، اوداټول دالله تعالی د عبادت له کبله سرته ورسوه .

والثانی : ان لاتستقرّ علی جهل ما تحتاج الی علمه .

دوهم:دداسي يوشئ چي دپيژندلواړتيايې وي،دپيژندلو څخه مه ناخبره کيږه .

(دهغه څيز په پيژندلو کي فکر وکړه او ورڅخه په بې خبري کي مه پاتې کيږه)

.

والثالث : ان لاتعاشر شخصا الا من تحتاج اليه فی د ينک ودنياک .

دريم :ترڅوچې ديني اويا دنياوي حاجت نه وي دچا سره اړيکي مه نيسه .

الرابع : ان تنصف من نفسک ولاتنصف لها الا لضرورة .

څلورم : دخپل ځان له طرفه انصاف کوه ، اود نورو څخه دځان لپاره انصاف مه

غواړه ،( دنورو حقوق پوره ، اوانصاف دلاسه مه ورکوه، اوکه ستا حق په بل

چاوي اوهغه بې انصافي کوي چي ټول حق در اداکړي اوياهيڅ حق درنه کړي، نو

په دې هکله دانصاف په فکر کي مه کيږه ، خپل حق پريږده اوخپل ذهن ورڅخه

خلاص کړه.هو! که څه مجبوري وه بيا یې غوښتل بيله خبره ده) .

والخامس: ان لاتعادی مسلما ولاذميّا .

پنځم : د مسلمان اوياذمي ( هغه څوک چي اسلامي ملکت ته په ويزه اوامن

راغلی وي )سره دښمني مه کوه .

والسادس : أن تقنع من الله بما رزقک من مال أوجاه .

شپږم : الله تعالی چي مال اويا دنيوي مرتبه درکړي، پرې قناعت کوه .

والسابع:ان تحسن التدبير فيما فی يدک استغناء به عن الناس.

اووم : اوهغه مال چي په لاس کي دې وي، ورسره ښه تدبير غوره کړه (په سوچ

اوځيرکي سره يې استعمال کړه ) ترڅو چي چاته اړ نه شې .

والثامن:علی أن لاتستهين عين الناس عليک .

اتم : دخلکو په وړاندي خپل سپکاوی مه کوه (دخلکو په وړاندي د اسي کار مه

کوه چي دستا دسپکاوي سبب وګرځي) .

والتاسع : أن تقمع نفسک من الخوض فی الفضول .

نهم :په بې ځايه خبرو اوکارونو کي دلويدلو څخه ځان وژغوره .

والعاشر:أن تلقی الناس مبتديا بالسلام محسنا بالکلام متحببا الی أهل

الخير مداريا لأهل الشرّ .

لسم : دخلکو سره دليدلو اوکتلو په مهال په سلام اچولو کي وړاندي والی

کوه ، غوره اوښائسته خبري ، دنيکانو سره مينه اوله بدانو سره همدردي

کوه ( دهغوي سره همدردي کوه ترڅو چي تاته ضرر ونه رسوي اوددوئ له بدي څخه

وژغورل شي ) .

والحادي عشر:أن تکثر ذکر الله تعالی والصّلوة علی رسوله صلی الله تعالی عليه وسلم .

يوولسم : د الله تعالی ډير ذکر کوه : اوپه نبی عليه الصلاة السلام باندي

زيات درود وايه .

والثاني عشر:أن تشتغل بسيد الاستغفار وهو قوله عليه السلام: الهم أنت ربی

لااله الا أنت خلقتنی وأنا عبدک وأنا علی عهدک ووعدک مااستطعت أعوذ بک من

شرما صنعت أبوء لک بنعمتک علیّ وأبوء بذنبی فاغفرلی فانه لايغفر الذنوب

الا أنت . من قالها حين يمسی فمات من ليلته دخل الجنة ومن قالها حين يصبح

فمات من يومه دخل الجنة .

وعن أبی الدرداء رضي الله عنه حين قيل له احترق بيتک ، قال : ما احترق

لکلمات سمعتهن من رسول الله صلی الله عليه وسلم من قالها أول نهاره لم

تصبه مصيبة حتی يمسی ، ومن قالها اخرالنهار لم تصبه حتّی يصبح : اللهم

أنت ربی لااله الاأنت عليک توکلت وأنت رب العرش العظيم ، ما شآءالله کان

وما لم يشألم يکن لاحول ولاقوّة الا بالله العلیّ العظيم . أعلم أنّ الله

علی کل شیء قدير ، وأن الله قدأحاط بکلّ شيء علما . اللهم انی أعوذ بک من

شر نفسی ومن شر کل ذی شر ومن شر کل دآبة أنت اخذ بنا صيتها ان ربی علی

صراط مستقيم . ﴿﴿ داروايت امام نووي رحمه الله په خپل کتاب الاذکار کي

دباب مايقال عند الصباح وعند المساء (دسهار اوماښام عملونه ) له ابن

السنی رحمه الله څخه نقل کړې ده . البته په هغه کي د (ومن کل ذی شر ) لفظ

نشته. ۱۲مترجم عفاالله عنه .

دوولسم : سيد الاستغفار لوله ، سيد الاستغفار داده : اللهم أنت ربی لااله

الا أنت خلقتنی وأنا عبدک وأنا علی عهدک و و عدک مااستطعت أعوذبک من شر

ماصنعت أبوء لک بنعمتک علی وأبوء بذنبی فاغفرلی فانه لايغفر الذنوب الا

أنت . دمشکوة المصابيح په (صفحه :۲۰۴)کي يې دسيد الاستغفار همدغه الفاظ د

بخاري شريف څخه رانقل کړي دي . اودهغه دويلو فضيلت يې همداسي رانقل کړي

ده چي په متن کي ذکر شوی ده .

دسيد الاستغفارژباړه داده : أي الله! ته زما رب يې ، دستانه سوا څوک

دعبادت لایق نشته ، تازه پيدا کړی اوزه ستا بنده يم ، اوستا په عهداو

وعده باندي ترڅوچي ممکن وي ولاړ يم ، ما چي کوم ګناهونه کړي دي دهغو له

شر څخه په تا باندي پناه غواړم ،ستاپه نعمتواقرار کوم ، اوماچي ګناهونه

کړي دي په هغوهم اقرار کوم ، له همدې کبله ماته بښنه وکړه ، ځکه چي بې له

تا بل څوک بښونکی نشته . ۱۲

فضيلت يې داده ، چي څوک دادماښام له پلوه ووايې اوپه هغه شپه ورته مرګ

راشي هغه به جنت ته ننوځي ، اوچي يې دسهار له پلوه ووايې اوپه هغه ورځ

مړشي جنت ته به داخل شي .

حضرت ابودرداء رضي الله عنه ته چاوويل : چي ستا کور اوراخيستی،هغه ورته

وفرمايل : اور يې ددغه څوکلماتو له کبله چي ماله نبی کريم صلی الله عليه

وسلم څخه اوريدلي دي نه دی اخيستی ، نبي عليه السلام وويل : څوک چي

داکلمات دورځي په لمړیوکي ووايې هغه ته به ترماښام پوري څه زيان ونه

رسيږي،او څوک چي يې په ماښام کي ولولي هغه ته به ترسهار پوري کوم مصيبت

ونه رسيږي ، ( څنګه چي زه هغه کلمات لولم او اوس مي هم لوستلي دي له هم

دي کبله زما په کور کي اورنه دی لګيدلی) .

هغه کلمات دادي (اللهم أنت ربی لااله الاأنت عليک توکلت وأنت رب العرش

العظيم ، ما شآءالله کان وما لم يشألم يکن لاحول ولاقوة الا بالله العلی

العظيم . أعلم أن الله علی کل شیء قدير ، وأن الله قدأحاط بکل شیء علما .

اللهم انی أعوذ بک من شر نفسی ومن شر کل ذی شر ومن شر کل دآبة أنت اخذ

بنا صيتها انّ ربی علی صراط مستقيم ) .

ژباړه : ای الله ! ته زما رب يې ، دتا سوا څوک دعبادت لائق نشته ، په تا

باندي ما باور کړی ده ، ته دعرش عظيم رب يې ، کوم څيز چي الله وغواړی هغه

کيږي اوکوم څيزچي الله ونه غواړي هغه نه کيږي ، دنيکي کولو اودبدي څخه

دځان ساتلو هيڅ طاقت له موږ سره نشته ، مګر دالله جل جلاله په قوت راکولو

سره ، چي غوره اولوى ده ، اوزه پوهيږم چي دالله تعالی دعلم څخه هيڅ شی هم

نه دى وتلی.ای الله! بيشکه زه په تاپناه غواړم دخپل نفس دشر څخه، اودهر

شرير دشر څخه ، اودهر هغه خزيندې دشر څخه چي دهغوي ټنډه دتا په قبضه کي

ده . بيشکه چي زما رب په صراط مستقيم باندي ده . ۱۲

والثالث عشر: أن توظب علی قراءة القران کل يوم وتهدی ثوابها الی رسول

الله صلي الله عليه وسلم ووالد يک وأساتذک وسائرالمسلمين .

ديارلسم : هميشه قرآن شريف لوله ، نبی کريم صلی الله عليه وسلم،خپل

موراوپلار،خپلوښوونکيو اوټولو مسلمانانو ته يې ثوابونه وربښه .

والرابع عشر: أن تحترز من أصحابک أکثرمن أعدائک اذکثر فی الناس الفساد

فعدوّک من صديقک مستفاد.

ژباړه : دهغه کسانو دشرڅخه چي اړيکي درسره لري ترهغه چاچي دښمني درسره

لري ځان ډير ژغوره،ځکه په خلکوکي دښمني ډيره ده،هغه څوک چي درسره دوستي

لري هغه دښمن کيدلی هم شي .

والخامس عشر: أن تکتم سرک وذهبک ومذهبک وذهابک:

پنځلسم : خپل راز ، زر (مال اوپه دنيوي اموروکي خپله اختيارکړل شوي لاره)

خپل مذهب ، او چيري دتللولار دي پټه وساته .

والسادس عشر:أن تحسن الجوار وتصبرعلی أذی الجار.

شپاړسم : د خپل همسايه سره ښه سلوک غوره اود هغوی چي څه تکليف درته

ورسيږي، په هغه صبر وکړه.

والسابع عشر:أن تتمسک بمذهب أهل السّنّة والجماعة وتتجنّب عن أهل الجهالة

وذوی الضلالة .

اوولسم : داهل السنة والجماعة لاراومسلک ټينګ ونيسه، اودګمراهانو

اوناپوهانو څخه ځان وژغوره .

والثامن عشر:أن تخلص النّية فی أمورک وتجتهد فی أکل الحلال علی کلّ حال .

اتلسم : په ټولو کارونو کي نيت صاف کړه ، او هروخت دحلالي ډوډۍ په تکل کي شه .

والتاسع عشر: أن تعمل بخمسة أحاديث جمعتها من خمس مائة ألف حديث .

نوولسم : په پنځو حديثونو عمل وکړه ، هغه چي ماله پنځه لکه څخه را

غونډکړي دي ، هغه پنځه حديث دادي :

الف :انما الأعمال بالنيات ولکل امریء مانوی .

اول : ټول اعمال په نيت پوري اړه لري ، اودانسان لپاره هغه څه دي چي په

نيت کي يې وي( ثواب اوعذاب په نيت پوري اړه لري ، که عمل خاص دخداي لپاره

شي په هغه ثواب حاصليږي ، اوکه عمل درياء کاري په ډول وشي نو دعذاب سبب

جوړيږي).

ب : من حسن اسلام المرء ترکه مالايعنيه .

دوم : دانسان داسلام يوه ښيګڼه داده چي کوم شئ ( په دنيا اويا اخرت

کي)ورته ګټور نه وي، ور څخه ځان ژغوري .ډير داسي کارونه اوخبري شته چي بی

فایدې وي،له هغوى سره ددنيا اواخرت څه ګټه نوي تړلي ، اوور باندي وخت

ضائع کيږي ، داسي شيانو ته لايعنی وايې ، داهل تصوف ويناده : چي په

لايعنی کارونو سره دنيکو اعمالو ښکلا ځي ، اوله دې سره سره په هغه وخت

دتلاوت ، ذکر ، فکر اودرود له ويلو څخه هم سړی محروميږي ، د دنياتجاران

دګټي نه کول هم نقصان بولي ، خو له بده مرغه داخرت طالبان دافکر نه کوي ،

هغوي په لايعنی کارونو کي بوختيږي خپل ډيرخوږ وخت برباده وي ، اودادفکر

وړخبره د ه چي کله په لايعنی کي دومره زيانونه شته نو دګناهونو څخه ځان

ساتل څومره ضروري ده ؟ ژباړن.

ج :لايؤمن أحدکم حتی يحب لأخيه ما يحب لنفسه .

دريم : له تاسو څخه څوک مؤمن نه شي کيدلی ترڅو چي د خپل مسلمان ورور

لپاره هغه څه خوښ نه کړي چي يې د ځان لپاره خوښوي .

د:انّ الحلال بيّن والحرام بيّن وبينهما مشتهبات لايعلمن کثيرمن الناس

فمن اتقی الشبهات استبرألدينه وعرضه ومن وقع فی الشبهات وقع فی الحرام

کراع يرعی حول الحمی يوشک أن يقع فيه الا وان لکلّ ملک حمی الا وان حمی

الله محارمه الا وان فی الجسد مضغة اذاصلحت صلح الجسد کله واذا فسدت

فسدالجسد کله وهی القلب .

څلورم : بې له شکه حلال ښکاره ، اوحرام هم ښکاره دي ، اود دواړوهغو په

مابين کي دشبهې شيان شته ، چي ډير خلک يې نه پيژني ، هغه کسان چي دشبهاتو

څخه ځان وژغوري خپل دين اوعزت يې وساته،اوڅوک چي په شبهاتو کي ولويږي

(دشبهې دشيانو دپريښودلو په ځاي په هغو عمل وکړي ) هغه په حرامو کي هم

لويږي.لکه شپون چي خپله رمه (ديوه کښت) په پولو کي څروي نو نږدې ده چي

دهغه څخه دهغه رمه دکښت مابين ته هم ورسيږي، (وروسته يې وويل ):خبردار!بې

له شکه هر بادشاه ( خپل قانون لري) پولي يې جوړي کړي، (اوخپلو وګړو ته

يې حدبندي کړي ده ) ، اوبې له شکه دالله پولي هغه شيان دي چي هغه حرام

کړي دي .

(بيا يې وويل چي) خبردار! دانسان په بدن کي يوه ټوټه ده، چي هغه ښه شی نو

ټول بدن ښه کيږي ، اوکله چي هغه ټوټه خرابه شي نو ټول بدن ترينه

خرابيږي.

پوه شه! هغه ټوټه زړه ده .

ه : المسلم من سلم المسلمون من لسانه ويده .

پنځم : کامل مسلمان هغه ده چي د ژبي اولاس څخه يې مسلمان ساتلى وي ( يوه

مسلمان ته په يوه طريقه هم ضرراو تکليف ونه رسوي ) .

دحضرت امام ابوداود صاحب السنن رحمة الله عليه څخه نقل شوی ده هغه فرمائي

: ما دنبی عليه السلام پنځه لکه حديث ليکلي دي ، له هغوى څخه ما څلور زره

آته سوه په خپل کتاب کي جمع کړي دي ، چي دسند له پلوه صحيح اويا صحيحو ته

نږدې دي ، اوانسان ته په خپل دين باندي دتللولپاره څلور حديث کافي دي،(

هغوي په اصولو باندي مشتمل دي ) وروسته يې همداڅلور حديث چي امام ابو

حنفية رحمه الله خپل زوي ته په همدي ترتيب دوصيت په توګه فرمايلي دي ذکر

کړل ، پنځم حديث دامام ابو حنيفة رحمه الله په انتخاب کي زيات ده ،

داپنځه واړه حديث ډير ټولنيزاودژوند په ټولو اړخونو راڅرخيدلي دي . اردو

ژباړن.

والعشرون : أن تکون بين الخوف والرجاء فی حال صحتک وتموت بحسن الظن بالله

وغلبة الرجاء بقلب سليم ، ان الله غفور رحيم .

شلم : دخپلي روغتيا په حال کي داميد اوډار په مينځ کي اوسه. (فرائض

اواحکام په ځاي،اودګناهونو څخه ځان وژغوره.له دې سره- سره دالله جل

جلاله دنيولو څخه ډاريږه اوښه عمل چي وکړې دالله څخه يې دثواب ، قبلولو

اوپه اخرت کي دنجات اميد هم لره ) او دمرګ شيبې چي درته نږدې شي نو هغه

مهال په الله جل جلاله باندي ښه ګمان وکړه (دمغفرت اونجات پوخ يقين او

ژور امید ولره چي الله جل جلاله راته ضرور بښنه کوي ) دااميد اوويره په

سالم زړه باندي کيږي ، بيشکه الله ډير بښونکی او مهربان ذات ده .

تمت وصية الإمام الأعظم لإبنه حماد رحمهما الله تعالی .

دحضرت امام اعظم رحمه الله هغه وصيت چي خپل زوى حماد رحمه الله ته يې کړى

و،پاي ته ورسيد

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button