دافغانستان دخپلواکۍ خونړی برخلیک

ش،حصین

دافغانستان دخپلواکۍ خونړی برخلیک

لومړۍ برخه

دآزادۍ (او خپلواکۍ) لپاره ضرور نه ده»

 چې ځمکه او آسمان را ونیسۍ بلکې

«غوره داده چې ځان خرڅ نه کړۍ»

نلسن ماندیلا

زاړه استعمار خپل نوم، رنګ اونیرنګ واړاوه خوسیمه ېې پرینښوده.دغه شان په وار وار دلويي لوبې یا ګریت ګیم دپای خبرې وشوې اودسړې جګړې دپای  نارې اونغارې هم پورته شوې خو په عمل کې دټول بشریت او په ځانګړې توګه دافغان اولسونورښتینی استقلال، آزادي او خپلواکې دپانګوالې نړي په همدې اختاپوتې منګولوکې را ایسار پاتې شول. موږ  له نن څخه پنځه کاله کم یو پیړۍ مخکې د۱۹۱۹ کال داګست په ۱۸دیوه سیاسي نیمګړی استقلال خبره له یوې سختې خونړۍ جګړې وروسته په ماتې خوړلي انګریزي استعمار ومنله.خوپه سیاست کې خامتوب،اقتصادي جبر، داستعمارله پرونې سیوري څخه دبشپړې را وتنې ویري او داستعمار دشبکه ېې جرړو په وخت نه وچول ددې لامل شول چې دبشپړ سیاسي،ټولنیز او اقتصادي استقلال آرمان موتل یو آرمان پاتې شي اودغه آرمان ته درسیدوبې شمیره هڅې مودپردو اوپردو پالوپه ګډه مرسته دوینو په ډنډونو کې ورډوب شې . دې یادونو ته به وروسته راشو، دغه لیکنه به دسریزې پرځای

دعلامه محمود طرزي د(حی علی الفلاح) دنامتو لیکنې دهغې برخې په پښتو ژباړه  را پیل کړو ،کومه چې دتاریخ پاڼو ته رسیدلې ده. یادونه کیږي چې په دې ژباړه کې ښايي د ژبنیوستونزو له کبله څه لفظي کمزورتیاوې شتون ولري خومحتوی ېې په بشپړه توګه را اخیستل شوې ده.

«حی علی الفلاح! (هله دنجات اوبری په لور). ای افغان پتمنه اولسه!خپل ملي شرافت او قومي عظمت خوندي کړۍ! دخپلې خپلواکۍ او دولتي واکمنۍ ساتنه وکړۍ! افغان چې په دین درلودلو،شجاعت ،میړانې او ناموس ساتنه کې نامتو اونړۍ پیژندلی، آیا دا خپل وجدان،ایمان،شرف او ناموس څنګه ځلولی شي، چې دپردي دین او ملت دملاتړ او تابعیت نوم ورپورې وي؟حاشا! حاشا!(هیڅکله! هیڅکله!) کلا ! کلا!(ټول ټول)! افغان په آسانه مرګ منلی شی، خو هیڅکله په هیڅ ډول په کلکه او په ټولیزه د(پردو) دتابعیت او ملا تړ ناولې او(زړه دردونکې) کلیمې نشي ځغملی.دتابعیت او حمایت معنی په ښکاره ډول داده چې یو دولت بل دولت ته ووايي چې: ته پرته له ما!نور مه پیژنه! ته پرته له ما له بل دولت سره خبرې مه کوه! ته پرته له ما!له بل دولت سره تړونونه، اړیکې او معاملې مه کوه! ته پرته له ما!بل دولت ته سفیر مه لیږه او سفیر مه منه!

دبشپړ استقلال او آزادۍ ښکاره معنی داده چې هردولت په ټولو پورته (خبرو )کې خپلواک او ازاد وی… افغان پتمن اولس پوهه او پیژندنه ترلاسه کړیده،په خپله ښیګڼه اونا ښیګڼه،په خپله ګټه او زیان پوهیدلی دی،خپل پت، قومي آزادي او اولسي استقلال ېې ښه پیژندلی دی،تر اوسه هر څه چې وو ، وو،هرڅه چې شوي ،شوی، خو له دې وروسته افغان هغه افغان نه دی چې له خپلو حقوقو څخه سترګې واړوي

له بده مرغه دحی علی الفلاح خپلواکی غوښتونکې نامتو لیکنه پر همدې ځای نیمګړې پاتې کیږي. ویل کیږي چې دغه لیکنه مخکې له دې چې دسراج الاخبار لوستونکو ته ورسي په دربار  او یا له دربار څخه بهر دلاسبرو فرنګي جاسوسانو په غوښتنه له منځه وړل کیږي.

دعلامه محمود طرزي دفکر اوملي آرمان دغه آواز دوخت دمشروطه غوښتونکو او دافغانستان د ټولو اولسونو آواز و. خوداچې امیر حبیب الله خان او دربار ېې دانګریز په ملاتړ او تابعیت کې خپله ګیډه چلوله نوځکه دغه شان آواز ورته دځغم وړ نه وو.ویل کیږی چې دهمدې امیر دواکمنۍ په هغو کلونو کې چې لومړۍ نړیواله خونړۍ نښته روانه وه او له برتانوي هند څخه ډیر فرنګي ځواکونه دافریقا ښکر ته ورغلي وو یوشمیر مشروطه غوښتونکي امیر ته ورغلل او له هغه څخه ېې وغوښتل چې دا ډیر ښه وخت دی چې دافغانستان خپلواکي اعلان شي ځکه انګریز په نړیواله نښته کې اخته دی او دمقابلې توان نه لري. امیر په ځواب کې مشروطه غوښتونکوته وايي : دا خو ښه خبره ده او زما زړه ېې هم غواړي چې کورنۍ ته مې دغه ستر ویاړ ورپه برخه شي، خوزما حرم ټول دفرنګي په مالي مرستوولاړ دی تاسو لاړ شی اوزما دحرم لپاره ډیر نه دشپږو میاشتولګښت را پیدا کړۍ زه ستاسو په مخکې دریږم.داخوښکاره خبره وه چې مشروطه غوښتونکو نه دغه واک درلود او نه دغه توان نو ځکه پټه خوله او دردیدلي زړونه پاتې شول اودې ته اړ شول چې دانګریز ا و تړلي دربارضدتودې مبارزې ته مخه کړي.تاریخي شواهد دنن په شان ښيي چې درباریانو اوورپورې تړلوپردي پالو داولس په مبارزه او مقاومت باور نه درلود او آن دانګریزي استعمار له همغو لومړیو تاړاکونو څخه په دې باور وو چې انګریز نه ماتیدونکی دی اودوی کولی شي تر انګریزي تابعیت او ملاتړ لاندې خپل اولسونه دپردو په مرییتوب کې وساتی.دعلامه محمود طرزي په خاطراتوکې چې «دیدني هاو شنیدني ها» ( لیدنې او اوریدنې) نومیږي او هغه عبدالغفور روان فرهادي راټول او په یوه ښکلې بڼه ېې چاپ کړي دي په یو ځای کې راځې چې:« هغه وخت چې دانګریز نفوذ اوواک په هندوستان او له هغې لارې پر افغانستان راخپور شو، ورو ورو دوطن،دوطن دمینې ،حریت، استقلال او نورې کلمې دخلکو له دماغونو څخه وایستل شوې …» ۱۷۵ مخ

علامه طرزي لیکي چې: مخکې له دې چې امیر عبدالرحمن خان له انګریزانو سره په یوه موافقه کې  دافغانستان واکمنۍ ته را وبلل شي. دکابل په ښار کې انګریز ضد پاڅون یوه سخته ماته وخوړه، داسې چې ټول مبارزین دې ته اړ شول چې دانګریزي چوڼیوکلابندي پریږدي او له کابله بهر ووځي،محمود طرزي او کورني ېې دغه وخت دې ته اړ کیږي چې خپل کور خوشې کړې او دصاحب زاده په نامه دیوه انګریز پلوي کورته دبل چا په وساطت ورشي.دی لیکې چې ددې کورپه یودهلیز کې خپل برخلیک ته سترګې په لاره وو چې  ناڅاپه دیوې ښځې غږشو چې د(بادا بادا مبارک بادا) سندره ېې چې په ودونو کې ویل کیږي په لوړ آواز ویله.دغه ښځه دجبار دادې په نوم پیژندل کیده ، دکور انګړ ته په را ننوتلودیوې خونې کړکۍ پورته شوه اودکړکۍ څنګ ته دیوې چاغي په ښکلو جامو کې نغښتې میرمنې تنه را ښکاره شوه چې په بخمل توشکه ناسته او بخملي بالښتونه ېې ډډو ته ایښي و. میرمنې غږ وکړ چې : دجبار مورې څه خبره ده؟ هغې ورته وویل : تاسوته ښه خبر لرم.غازیانو ماته وخوړه او کابل ېې پریښود وتښتیدل…چاغې بي بي وویل :نه مې ویل! داکون لوڅې او پښې لوڅي چیرته او برتانی دولت چیرته. آخر همد اکیدل چې وشول ، شکر ، په دې ورځ زرځله شکر . دغه ښځه دسردار ولي محمد خان ښځه وه.» ددربار او درباریانو او ورپورې تړلو دفکر او خیال تومنه پرون دانګریزي استعمار او نن دامریکایی او ناتو يي اشغال په وړاندې بل څه نه همغه دتاریخ شرموونکی تکرار ښيي.په دې هکله به وروسته خبرې وکړو.

محمود طرزي له همدې کبله دخپل وخت دکابل او دکابل دشاو خوا لویان بې واکه او دټیټ همت خاوندان ګڼي اوددغه حالت دانځورولو لپاره کیسه کوي چې : یوه انګریزي بریدمن خپل آس خسي کاوه، څه شی نه وچې اوبو پکې راوړې او دآس په ټپ ېې تويي کړي څودرد ېې کم شي . دغه وخت یو ډیر( نامتو او اصیل سردار) منډه کړه او خپله خوله ېې له اوبو را ډکه او دغوړه مالۍ لپاره ېې په خوله کې راوړې اوبه دآس په خوټو ور پوکړې» وګورۍ ۱۱۲ مخ

دعلامه طرزي پورته یادونو ته مو له دې وجې مخه کړه چې دافغانستان استقلال او ملي واکمني تل دیو شمیر واکمنو مفت خورو،غوړه مالو چوپړیانواو پردو جاسوسانوله لوري معاملې ته وړاندې شوی او اولسونه ېې دې ته اړ ایستلي چې دسر او مال په ډیره درنه بیه د خپل استقلال اوملي هویت ساتنې ته را پورته شي. پرونې استعمار او په راوروسته کې ډول ډول اشغالګریو تر ډیره خپلې واکمنۍ دخپلو جاسوسانو اوپردو پالو چوپړیانو په مرسته اوږدې کړیدي.

په دې لیکنه کې به هڅه وکړو چې دتاریخي شواهدو له مخې البته دتوان تر حده دافغانستان داستقلال او ملي خپلواکۍ غوښتنو اوبرخلیک ته دڅه ناڅه یوې پیړۍ په اوږدو کې لنډه کتنه وکړو. په پیل کې باید ووایو چې دمارکس او انګلس په ګډون یو شمیرپوهان په دې باوردې چې افغاني ټولنه یو ډول فطري دودیزې دموکراسۍ ته جوړه ټولنه ده.دغه شمیر پوهان او څیړونکې په دې باور دي چې  دمیرویس هوتکي ، دراني احمد شاه او آن شاه امان الله ټاکنه  دافغان ټولنې دددودیزې دموکراسۍ له مخې شویدي.افغانان خپل دغه تاریخي شوی شخصیت او کرکتر ته دتقدس تر کچې ارزښت ورکوې او ددې په وړاندې پردیو افکارو او آیدیالوژیګانو ته په کرکه ګوري او ځغم ېې ورته ناشونی دی.تاریخي مستندات او شواهد ښيي چې افغانانو آن اسلام ته تر هغه وخته چې له خپلو عنعناتو سره ېې په تله نه کړ غاړه کې نښوده.احسان طبري په خپل یوه نامتواثر«برخې برسی ها…» کې دژورې څیړنې اوکره معلوماتو له مخې لیکي چې افغانانوترڅو له څلور سوه نه زیات اسلامې احکام له خپلو دودونو سره ونه نغښتل عربو ته ېې  دا امکان ورنکړ چې ددوی له منځه په همغه صحرايي تفسیر او تأویل دنیمې وچې خواته ور تیر شي. له خپلواکۍ ، استقلال او آزادۍ سره دافغانانو مینه یو نه ماتیدونکی تاریخ دی. دهمدې تاریخي خصلت ، هویت اوشخصیت په وجه وو چې افغانستان دنړۍ په تاریخ کې دامپراطوریو په هدیره ونومول شو.په یاد ولرو چې ټولې هغه امپراطوری چې په دې خاوره کې په ګونډوشوي ،ګومومنظموپوځي ځواکونوداتاریخي ویاړ نه دی را په برخه کړی بلکې دا دخلکو او اولسونوخود جوشه پاڅونونه وو چې ددې خاورې استقلال ، اعتبار ، ویاړ او حیثیت ېې ساتلی دی. لږ تر لږه داتلسمې، نولسمې او شلمې پیړۍ تاریخ ښيي چې دا افغان اولسونه ووچې بې شمیره پرديو تاړاکوو ته ېې په خالي لاسونه دمرګ، ورکې اولویدو چیټۍ په لاس ورکړیدي.

 تاریخ په ناسمه توګه دافغانانو دانګریزي استعمار ضد ټولو پاڅونونو او په ځانګړې توګه داستقلال دجګړې ویاړ ددغې یا هغې جبهې پوځي مشر ته ورسپاري .داسمه ده چې شاه امان الله هغه شل کلن ځوان چې دمشروطه غوښتوکو په اوږو واک ته راغی دخپل واک په همغه دویمه میاشت ېې دافغانستان داستقلال اعلان وکړ او داهم سمه ده چې صالح محمد خان ېې دختیځ جبهي ، عبدالقدوس خان ېې د قندهار دجبهې او محمد نادر خان ېې دجنوبي جبهې دقوماندانانو په توګه وګمارل او له دې دریوو څخه لومړي اودویم جبهې ته شا واړوله او یواځې نادرخان دبري لاره په خپل نوم کړه.خو داپوښتنه پرځای ده چې له امیرحبیب الله خان څخه چې ټوله آرګاه او بارګاه ېې دانګریز په دسترخوان ناسته وه  ځوان امان الله ته کوم داسې پیاوړی اردوپاتې وچې دانګریز له پیاوړي آزمویل شوي په هر ډول نوې سپکه ودرنه وسله سمبال اردو سره منګولې ولګوي.که دافغانستان دټولو خلکو او اولسونو او دانصاف له مخې باید ووایو ددیورند دکرښې دوو لوروته پرتې پښتني قبیلې او قومونه ددغې درنې جګړې لومړیو کرښو ته نه وای ور خوځیدلي نو دا بری به شونی وای؟ نه ! هیڅکله نه. داخبره هم دلمر په شان روښانه وه چې دخپلواکۍ غوښتنې څپې دشاه امان الله له واکمنۍ مخکې په خلکو او اولسونو کې په خوځیدو وې . مشروطه غوښتونکو او افغان ځوانانو هم دخپلواکۍ غوښتنې غږ له خپلو اولسونو څځه په الهام(اخیسته) را اوچت کړ.په خواشینۍ سره باید ووایو :مجبوریت و که ویره یا تیر وتنه همدې واکمنو زموږ دخلکو دخپلواکۍ آرمان نیمګړی پریښود.

نوربیا   

aimalhassin@aim.com

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button