خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

ډاکټر سعید
د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي.

نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ.

د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې کیمیاوي بدلونونو ته ډېر ښه دي.
سپینو وریجو نه ځان وساتئ، په خوړو کې د جوارو ډوډۍ هم وکاروئ.
بورې او له بورې جوړو خوږو شیانو نه جدي پرهېز وکړئ.
هره شیبه د اوبو په څښلو ځان عادت کړئ، ځکه د اوبو ډېر څښاک د حجراتو کیمیاوي عمل سمون خواته بیايي او له جسم نه فاسد مواد هم په ډېره اسانۍ ورسره اخراجېږي.
د هوږې روغې دانې وکاروئ، داسې چې دوه یا درې د هوږې دانې د لیمو جوسو سره وخورئ، دا په بدن کې د وینې جریان تېزوي.
د سرې کړې غوښې خوراک بیخي پرېږدئ.
د مېوو او سبزیجاتو کارول زیات کړئ.
په خوړو کې د دارچیني، کورکمن، ادرک، سپینې زیرې او تور مرچ لرونکو مسالو کارونه زیاته کړئ، دا شیان د وینې غوړ او شوګر هم له منځه وړي.
شنې چای هم د خېټې د وازدو سوځولو لپاره ګټورې دي.
په یو لوښي کې یو کاشوغه شات، څو دانې تور مرچ، او پودینه واچوئ، پنځه دقیقې یې په اور کېږدئ، بیا یې چاڼ کړئ او قهوه یې وڅښئ، خو ورځ کې یو ځل.
د چایو نیمه کاشوغه دارچیني پوډر واخلئ، پنځه دقیقې یې یوه پیاله اوبو کې جوش کړئ، بیا په کې یوه کاشوغه شات واچوئ، دا قهوه له ویده کېدو ده مخه او سهار له ناشتې د مخه وڅښئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button