پر له پسې چاغېږئ.

ډاکتر رحیم

له ټولو هڅو سره سره مو بیا هم وزن نه کمیږي؟ له هر ډول پرهیز وروسته مو بیا هم وزن زیاتیږي؟ هو، دا امکان شته ځکه چې تاسې دا هر څه یا په غلط ډول ترسره کوئ او یا هم ځینې مهم کارونه شته، چې تاسې پرې ایښې دي.

د وزن زیاتیدل په نړۍ کې یوه له هغه اندیښنو څخه ده، چې ډیر خلک ورڅخه ځورېږي. دوې ملامت نه دي. د نړۍ خلک په غیری شعوري ډول چاغیږي او د کنټرول په هیڅ لاره چاره يې نه پوهیږي.

ډیر خلک فکر کوي، چې د وزن د کنټرول یواځينې لاره داده، چې د بدن ښکلا یا باډي جوړونۍ کلپونو ته لاړ شئ او څو ساعته تمرین وکړئ. خو دا کار هم په یواځې سر نتیجه نه ورکوي، څو نور کارونه ورسره مله نشي.

دلته موږ تاسې ته لس (۱۰) داسې کارونه در په ګوته کوو، چې ممکن تاسې ته ډیر ساده او واړه ښکاره شي، خو نه کول يې ستاسې وزن زیاتوي.

که تاسې دا کارونه نه کوئ، سر له نن نه يې پیل کړئ او د خپل وزن په کنټرول او کمولو کې مثبت تغیرات وګورئ:

۱ـ د سهار ناشته (سبناری) نه کوئ؛

که تاسې د سهار چای (سبناری) نه کوئ، نو په لوی لاس ځان له ستونزو سره مخ کوئ. د سباناري نه کول، نه یواځې دا چې ستاسې عمومي روغتیا زیانموي، بلکې په لویه کچه ستاسې د وزن د زیاتیدو لامل هم کیږي.

۲ـ پوره خوب نه کوئ؛

که تاسې له ۷ تر ۹ ساعته خوب نه کوئ، د خپل وزن د زیاتیدو لپاره بل هیڅ هم ملامتوئ؛ بلکې د پوره خوب نه کولو له امله خپل ځان ملامت وبولئ.

کم خوبي د انسان په وجود کې کورټیسول cortisol په نوم هورمون افرازوي، چې د وزن د زیاتیدو سره مستقیمه اړیکه لري.

۳ـ سهار د لمر وړانګو ته څو دقیقې نه ودریږئ؛

کله چې سهار له خوبه پآڅیدۍ، په تیاره خونه کې تر ناوخته مه پاتې کیږئ. د لمر له راختلو سره سم کم تر کمه له ۲۰ تر ۳۰ دقیقو د لمر وړانګو ته ودریږئ. د لمر وړانګې ستاسې د وجود اضافي چربي ختموي او وزن مو زیاتیدو ته نه پریږدي.

۴ـ د خوب خونه او ځای مو پاک نه ساتئ؛

د خوب د خونې پاکولای او منظمولای نیغ په نیغه د ښه خوب سره اړیکه لري. څومره چې ستاسې د خوب ځای پاک او منظم وي، هومره به ښه خوب ولرئ. او څومره چې ښه خوب ولرئ، هومره به مو وزن کنټرول وي.

۵ـ په منظم ډول خپل وزن نه ګورئ؛

د وزن د کنټرول او د هغې لپار د منظم پلان جوړونې په خاطر تاسې اړ يئ، چې خپل وزن په منظم ډول تول کړئ. که امکان يې وي، هره ورځ او یا څومره چې يې ژر کولای شئ خپل وزن وګورئ او بیا يې د وزن د کنټرول پلان سره مقایسه کړئ. که د وزن د کنټرول او کمیدو په برخه کې مو مثبتې لاس ته راوړنې نه درلودلې، پلان ته مو تغیر ورکړئ.

خو که تاسې په میاشتو میاشتو خپل وزن نه ګورئ، نو لرې نه ده، چې یوه ورځ به مو وزن دومره زیات شوی وي، چې بیا به يې په کنټرول نه پوهیږئ.

۶ـ په نیمه ګيډه ډوډۍ نه خورئ؛

که غواړئ، چې وزن مو کنټرول شي او په سټه روغ اوسئ، نو هیڅکله هم په پوره ګیډه ډوډۍ مه خورئ. همیشه په خپله خیټه کې کم و تم ځای خالي پریږدئ. دا کار ستاسې وزن کموي. که داسې ونه کړئ، نو د وزن د زیاتیدو احتمال مو څو چنده زیات دی.

۷ـ هره ورځ ګرځئ:

هغوې، چې روزمره قدم نه وهي، د خپل وزن د زیاتیدو پړه دې په هیڅ کوم بل څه نه اچوي. دوې خپله د خپل ځان مسؤل دي. که تاسې همیشه په څوکۍ او سوپه (کووچ) ناست يې، نو نه یواځې دا چې وزن به مو زیات شي، بلکې د زړه او د شکرې د ناروغیو د پیښدو احتمال هم زیاتیږي.

۸ـ د مشروباتو له څښلو لاس نه اخلئ؛

که تاسې سوډا (کوک، پیپیسي، مرڼدا،،، او نور) څښئ، نو د خپل وزن د زیاتیدو په خپله مسؤل یۍ. هیڅ ډول مشروبات مه څښئ، آن که درته وویل شي، چې کالوري يې صفر ده.

ددې ډول څښاک په ځای ډیرې اوبه وڅښئ. اوبه نه یواځې چې وزن کموي، بلکې عمومي روغتیا ته خورا ډيره ګټه لري.

۹ـ په خپل وخت نه ویده کیږئ؛

که تاسې په خپل وخت او معمولا د شپې وختي نه ویده کیږئ، نو وزن مو بې له شکه چې زیاتیږي. ددې سربیره، د شپې ناوخته ویده کیدل د خپګان او اضطراب لامل هم کیږي او د زړه د ناروغیو خطر لوړوي.

۱۰ـ له ویده کیدومخکې ګروپونه نه مړه کوئ؛

که له ویدو وړاندې ګروپونه او د خونې روښنايي مړه نه کړئ، سم خوب نشئ کولای. کله چې تاسې سم خوب ونه لرئ، وزن مو زیاتیږي او نورې صحي ستونزې هم پیدا کیږي.

پایله:

که له میاشتو زحمتونو وروسته هم ستاسې وزن نه کمیږي، بلکې زیاتیږي؛ نو پورته لس ذکر شوي ټکي له سترګو تیر کړئ. تاسې حتمن یو یا څو له دې ټکو څخه له پامه غورځولي، ځکه مو وزن نه کمیږي.

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button