سپین درد

عزیزالله عزیز

د انسان په وجود کې په فطري ډول درد او خوښي داسې ځای نیولی چې ډیری وخت یې درک کول ممکن نه وي.

حالات د انسان په روان اغېز لري، زړه او ذهن د ټولنې سره نږدې اړیکې لري، که د ټولنې بد انځورونه په ذهن کې زیات شي، نو بیا هم انسان دردیږي او زړونه خپه وي!.

ځیني انسانان بیا هڅه کوي، چې خپل دردونه پټ وساتي او د خپلو دوستانو او د ټولنې په منځ کې د خوښۍ تمثیل کوي، خو ډیر کم انسانان بیا په دغه تمثیل کې بریالي وي، د ځینو دردونه مستقیم د هغوی په څیرو ژور تاثیر لري، د اکثره نجونو او ځوانانو زړونه کمزوري او نازک وي، کم غم یې په لنډو ورځو کې څيره داسې کوي لکه کومه سخته ناروغي، چې ولري…

په افغانستان کې ژوند که خدای مې غلط نه کړي یو لوی درد، بوج او عذاب دی، د دې خبرې د اثبات لپاره باید انسان د انسان زړه او له نورو انسانانو سره داسې اړیکه ولري، لکه د یو وجود چې د هر انسان درد خپل درد او خوښي یې خپله خوښي وګڼي…

تاسې خپلې د ټولنو وګړو ته ځیر شئ!

یا ورنه وپوښتئ چې د ژوند له کومو ناخوالو رنځیږي؟

ایا د خپلو وړو، وړو بچیو درد، ولږه، بې وسي او درد زغملی شي؟

که د همدغه انسانانو درد، غم او بې وسي انسان ویني او دومره توان یې نه وي، چې مرسته ورسره وکړي یا همدغه شان حالاتو سره خپله مخ وي، نو څه فکر کوئ، چې دا ډیره سخته نه ده؟

دا هم باید ومنو، چې الله ج د صبر کوونکو سره دی!.

هغوي، چې ځوانان یا مشران دي د ولږې، درد او د ټولنې هر ډول مشکلاتو سره به مبارزه وکړي، صبر به وکړي، خو د کورنۍ واړه ماشومان بیا د دومره لوی درد زغم نلري، هغوي خپلو میندو ته ژاړي او د خپل نس د ډکولو او د لباس غوښتنه کوي….

انسان بیا هغه وخت له هرڅه زیات زوریږي او دردیږي، چې د نورو مجبوریتونه ویني، خو مرسته ورسره نشي کولای یعني وس یې نه وي…

همدې حالت ته سپین درد ویلی شو، چې دا درد که هرڅومره پټ وساتو بیا هم د انساني همدردۍ له مخې راښکاره کیږي او په دې درد کې د انساني فطرت هغه تړون نغښتی دی، چې د یو رښتني انسان لپاره یې پټول ناممکن دي.

په وطن د روانو حالاتو د بدلون لپاره په لویه کچه ځیني غمخواران(!) غلي ناست دي او یواځې د بې وسه افغانانو د مشکلاتو ننداره کوي، دلته اکثره مسؤلین هم د خپل نس د مړولو په هڅه کې دي، کله، چې انسان خودخواه شو، نو بیا ورنه انساني همدردي او احساس کډه کوي.

که له انسان څخه احساس او همدردي لاړه، نو د ده او د حیوان ترمنځ هیڅ توپیر نشته.

په سپین درد اخته انسانان همدې ته ځوریږي، چې ولې د یو بل انسان سره مرسته نشم کولای!؟

اخیر ولې داسې حالت سره مخ شوم، چې چاته تصلي هم نشم ورکولای؟

تر څو به د پردېو دسیسو ښکار کیږو؟

ترڅو به مو د نفاق نه نور ګټه اخلي؟

ترڅو به د غفلت په خوب ویده یو؟

اخیر تر کومه به موږ (افغانانو) ته د یو وسیلې په توګه کتل کیږي؟

ترڅو به د نورو د شومو اهدافو لپاره قرباني کیږو؟

دا او دې ته ورته سلګونه سوالونه که د یو انسان ذهن ته ورداخل شي او د حل لپاره یې کوښښ شروع کړي، نو د سپین درد د لمنځه وړلو یو فکر به یې مل شوی وي….

د سپین درد او په ټوله کې د شته ناخوالو د لمنځه وړلو لپاره دا هم بسنه کوي ، چې هر انسان له خپل ځان سره ټینګ هوډ او اراده وکړي ، چې له نن وروسته به هیڅ ناروا نه کوم!

د هیچا د شومو موخو لپاره به ناحقه مبارزه نه کوم.

هیڅکله به د نورو د بربادۍ هڅه نه کوم.

د هر ډول تخطۍ او ناسمو کړنو څخه به ځان ساتم…..

نو لرې نه ده، چې موږ به د شته ټولو بدبختیو او ناورینونو څخه خپله ځانونه او دا ټولنه ژغورلي وي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button