د یوناني ژبې په اړه لا ډېر پوه شئ

زکريا رحيمي

یوناني ژبه په یونان، قبرص، اناتولیا، بالکان، د تور سمندر د سمندرغاړو په ځینو سیمو کې، ختیځې مدیترانې او د ایټالیا په سوېل کې ویل کیږي. په عصري یوناني کې یې نوم (Ελληνικά)، په روماني شوو تورو (Elliniká) او پخوانۍ یونانۍ کې (Ἑλληνική) لیکل کیږي. د ایندو اروپایي ژبو د کورنۍ یوه مستقله څانګه ده. تر هرې بلې ایندو اروپایي په اوسمهال کې ژوندۍ ژبې څخه زړه مستند شوې ژبه ګڼل کیږي. تر ټولو لږ نه لږ زاړه موندل شوي مستند یې ۳۵۰۰ کاله زاړه دي. د تاریخ په ډېره لویه برخه کې یې د لیکلو لپاره توري یوناني توري وو خو تر دې مخکې په فنیقي خط (Phoenician script) لیکل کیده.

په عیسوۍ او لویدیځې نړۍ کې یوناني ژبې اړین رول او تر ټولو غوره ځای لرلای لکه په پخوانیو یوناني ادبیاتو کې د (Iliad and Odyssey) په نومونو حماسي شعرونه. له دې پرته په یوناۍ ژبه کې د لوېدیځوالو لپاره د ستور پېژندنې، ریاضي، منطق، د لویدیځې فلسفې (افلاطوني دیالوګ او ارسطو) پوهه پرته وه. همداسې د انجیل دوېمه برخه (New Testament) هم په یوناني لیکل شوی. د انجیل دوېمه برخه چې په کومه یوناني لیکل شوې الکسندري لهجه یا (Koiné Greek) نوم هم ورته اخلي. د روم لیکل شوي متنونه او دودونه له یوناني لیکل شوو متنونو او دودونو سره کلاسیک ډیسیپلین جوړوي.

په قدیم کې یوناني ژبه د (lingua franca) ژبې په توګه کارېده په دې مانا چې هغو خلکو به له نورو قومونو سره پرې افهام او تفهیم کوه د کومو به چې په ژبه نه پوهیدل لکه اوس وخت کې انګریزي. له نورو سره د افهام او تفهیم لپاره د لویدیځې اسیا او مدیترانې خلکو زده کړې وه. ممکن بیزانتین امپراتورۍ هم د خپلې رسمي ژبې په توګه کارولي وي. په اوس وخت کې یوازې د یونان او قبرص رسمي ژبه ده خو په ۷ نورو هیوادونو کې د لږکیو ژبه ګڼل کیږي. همداسې د اروپایي اتحادیې په ۲۴ رسمي ژبو کې یوه یوناني ژبه ده. په ټول یونان، قبرص، ترکیه، البانیا او ځینو نورو سیمو کې یې ۱۳.۴ میلیونه خلک د مورنۍ ژبه په توګه وایي.

د یوناۍ ژبې کلیمې ډېر وخت په نورو ژبو کې د کلیمو جوړولو لپاره د ریښې په توګه کاریږي. په نړۍ کې لاتیني او یوناني دوه داسې ژبې دي چې د ټولې نړۍ د ساینس قاموس یې جوړ کړی.

مخینه
په بالکان ټاپوزمه کې له زیږیدیز کال څخه تقریبا ۳۰۰۰ کاله وړاندې ویل کیده. تر ټولو زوړ موندل شوی سند یې (Linear B clay tablet) دی، په میسینیا کې موندل شوی، یاد اثار له زیږیدیز کال څخه د ۱۳۵۰ او ۱۴۵۰ کلونو وړاندې ترمنځ زاړه ګڼل شوي. په ایندو اروپایي ژبو کې یوازې اناتولي ژبې چې اوسمهال مړې شوي د یونانۍ ژبې سره برابرې زړې ژبې دي.

مودې
Periods
په دودیزه توګه یوناني ژبه په لاندې یادو شوو مودو وېشل شوې:

– پروټو یا لومړنۍ یوناي
Proto-Greek
کوم مستند یادون نلري خو د یونانۍ ژبې د ټولو ډولونو زیږونکې بلل کیږي. د ژبې دا دوره ممکن هغه وخت پای ته رسېدلې وي کله چې هیلنیکي کډوال د برونز عصر کې د یونان ټاپوزمې ته داخل شول. هیلنیک خپله د یونان خلکو ته هم کاریږي.

– مایسېني یوناني
Mycenaean Greek
په یونان کې د مایسېني تمدن ژبه وه. په (Linear B script on tablets) باندې په لیکل شوې بڼه موندل شوې.

– پخوانۍ یوناني
Ancient Greek
د پخواني یونان په تمدن کې د پخواني او کلاسیک مودو مختلفې لهجې وې. د روم امپراتورۍ په اوږدو کې په پراخه کچه پېژندل شوې وې. په منځنیو پېړیو کې لویدیځې اروپا له پخوانۍ یونانۍ کار اخیستنه پرېښوده خو بیزانتین یې رسما کارونې ته ادامه ورکړه. خو کله چې له بیزانتین امپراتورۍ څخه د عثمانیانو خلافت کانستانتینوپل په اوسمهال کې استانبول کوم چې د بیزانتین مرکز وو ونیوه نو یونانیان اړ شول چې لویدیځې اروپا ته کډوال شي، له دې سره بیا ځلې اروپا د یوناني ژبې کارونه پیل کړه.

– الکسندري لهجه
Koine Greek
کله چې د یونانۍ ژبې دوه لهجې (Ionian and Attic) یو ځای شوې د اتن د لهجې بهیر پیل شوو، د لویدیځې مدیترانې په اوږدو کې د افهام او تفهیم د ژبې په توګه کارېدله. کومې سیمې سکندر یا الکسندر فتح کولې هلته پوځونو او خلکو ویله. له مصر نیولې د هند تر پولو پورې ډېرو خلکو زده کړې وه. روم هم له لاتیني وروسته دوېمه رسمي ژبه یوناني کړه.

– د منځنیو پېړیو یوناني
Medieval Greek
تر پنځلسمې پېړۍ پورې کله چې بیزانتین امپراتوري نسکوره شوه الکسندري لهجې ادامه لرله. له دې وروسته د یونانۍ ژبې مختلفې لهجې او مودو کلیمې کارېدلې.

– عصري یوناني
Modern Greek
عصري یوناني له منځنیو پېړیو ریښه اخیستې او مختلفې لهجې لري.

دیګلوسیا
Diglossia
په وروستیو کې په یونانۍ ژبه کې دیګلوسیا (Diglossia) رامنځته شوه په دې مانا چې د یوې ټولنې خلکو په دوه لهجو خبرې کولې. او دې حالت په یونان کې د یونانۍ ژبې په اړه پوښتنې (Greek language question) رامنځته کړې. په اصل کې د دوه لهجو ترمنځ سیالي وه. یوه عصري خو محلي لهجه دیموتیکي لهجه (Dimotiki) وه او بله کاتاریوسا لهجه (Katharevousa) مانا یې ” کره شوې ” ده. کاتاریوسا لهجه د ۱۹ پېړۍ په پیل کې جوړه شوه تر څو رسمي چارې پرې ترسره کړل شي. په ۱۹۷۶ کې دیموتیکي لهجه رسمي شوه.

نور ښکاره کړئ
Back to top button