دپښو سوړ والى د وينې د جريان د ورو کيدلو لامل ګرځي

ليکنه: شپنه سلګۍ
د هوا د تودوخې په کمېدلو سره، د انسان بدن د مهمو غړو او ماغزو د تودېدلو چاره مخته بیايي، بیا لاسونه او پښې په خپل وار تودېږي.

د پښو يخ/ سوړوالی د وینې جریان د ورو کېدلو لامل هم ګرځي، چې د دې کار د مخنیوي لپاره باید له ډېرو اسانه او ساده لارو چارو ګټه واخیستل شي.

د پښو د تودو ساتلو لپاره باید پښې په منظم ډول ډېر حرکت وکړي، هره ورځ باید سړی د لنډې مودې لپاره په پښو ولاړ شي، چې په دې سره په بدن کې د وینې د ګرځېدلو جریان چټکېږي.

سړی په کار، کور او یا حتا که په کور کې پر څوکۍ یا په نرمه توشکه ناست هم وي، باید د پښو ګوتې وخوځوي، خو که د لاسونو ګوتو ته حرکت ورکړل شي، دا هم د پښو له تودېدلو سره همکاري کولای شي، د پښو د پړسوب مخه نیسي او د وینې جریان تېزېږي.

د امکان تر حد پورې باید یوه پښه پر بله وانه ړول شي، ځکه چې په دې کار سره د پښو وروستۍ برخې ته د وینې رسېدلو جریان بندېږي.

تړم حمام؛
په ګرم حمام کې د پښو موښل، او یا د پښو کریم ورباندې موښل یا په تېلو پښې غوړول هم د وینې د جریان له تېزېدلو سره مرسته کوي، او پښې ګرمې ورسره ساتل کېږي.

ګرم حمام له اومېندوارو مېرمنو سره هم د هغوی په بدن کې د وینې له تګ راتګ سره مرسته کولای شي.

د ځان خولې کولو ځانګړی حمام (سونا) د بدن له تړم کېدلو سره مرسته کوي، او د پښو په شمول د بدن هرې برخې ته وینه رسوي.

ګرم چای یا قهوه څښل د بدن د یخنۍ کمولو په اړه څه نوې نظریه نه ده، خو ترڅنګ یې باید په خوراکي نظام کې ګرم خواړه هم ور اضافه کړای شي، لکه مرچک، زنجبیل، خو له ډېرې قهوې څښلو او سیګرټ څکولو باید ډډه وشي.

غوره دا ده چې په ژمي کې بوټان پېړ خو تله یې نرۍ وي، چې په دې سره له ښکتنۍ برخې نه پښو ته د سړو او لمدبل رسېدلو مخه نیسي، بوټان باید تنګ نه وي، ځکه چې تنګ بوټان هم د وینې د جریان مخه نیسي.

کله چې سړی د ساه لنډۍ او یا په سینه کې د خوږ احساس وکړي، معنا دا چې د وینې په جریان کې کومه ستونزه رامنځته شوې او یا زړه په سمه توګه کار نه کوي.

پردې سربېره، د پښې او بوټ ترمنځ هوا لرونکی بالښت هم ګټور تمامېدای شي. په اوږده ژمي کې د مېږو له پوستکي د جوړو شویو بوټانو پښو کول غوره ګڼل شوي؛ ځکه چې پوستکی یې خپله ګرمي ساتلی شي.

د زړه ناروغان دې ځانونه ګرم وساتي:

د زړه ناروغان دې له سړې هوا ځانونه وساتي؛ ځکه چې سړه هوا د دغو مریضانو د زړه د شریانونو د تنګېدلو لامل ګرځي.

کله چې سړی د ساه لنډۍ او یا په سینه کې د خوږ (درد) احساس وکړي، معنا دا چې د وینې په جریان کې کومه ستونزه رامنځته شوې او یا زړه په سمه توګه کار نه کوي، چې دا کار حتا د زړه د درېدلو یا د زړه حملې لامل هم کېدای شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button