د ادب او هنرځانګو د غم په ټالیو کې !

د ادب او هنرځانګو د غم په ټالیو کې !
لا د شهیدي انګیزې شهیدي ملالې میوند د نه هيريدونکو غمجنو او ویرجنو یادونو او خونړيو ټپونود همیشه بهارښکلي نـنګرهارد نارنج ګلونو ګلبڼونه لکه خزاني سیلۍ زموللي او داغلي دي چې دریغه، دریغه ! دادی نـن بیا د ادب اونـنګ ټاټوبی د خپلوادبپالو،فرهنګپالوغیرتي لورګانوشهیدي مرسل حبیبي ،شهیدي سعیدې ،شهیدي شهناز د ویر ا وغم په ماتم پریووت.د سپین غراوشمشاد له څوکو د سوو ساندو اوکړیکو انګازې پورته اوخدایږو د دغو زمریود نـنګرهارد باتور ولس په ژمنواوهوډمنو لورګانو ټول هیواد او آن نړیوال بشریت دردمن اوخوږمن دی .
د افغانانو هدفي وژلوته په کمین کې ناست نامرده ، رذیل ابلیسان او تورمخي شيطانان د تورلعنتي پنجاب له ادرسه د اسلام ، دین ، وطن ضد کرغیړن دوښمنان د طالب په جامه کې دا خونړی اوزړه بوږنوونکي وحشیانه پیښی رامنځته کوی او په دې وسیله غواړي د بیان دازادی ، رادیویې او تلویزیني خپرونومخه ډب ، تحجراو وحشت خپور کړي څو د دغو رذیلواو کثیفو جاسوسانواو حرفوي اوباشانو منحوسي کرغیړنې څیرې بر بنډې نه شي .
د نـنګرهار ټولو امنیتي کشفي ارګانونو اود ولایت چارواکوته د شرم او بې نـنګی ګوته نیول په کار دي چې هیڅکله یې هم د هدفي وژنواوبمې چاودنود پیښیدو مخه نه ده نیولي اوله غمجنو پیښو وروسته دروغجنې د بې غیرتی لاپې شاپې وهي . او د ارګواکو له خوا د پیښې د پلټنې اوعاملینو د نیونې عوام غولوونکی دستور ورکول کیږي. اوکه عاملین ونیول شي د سیاسي معاملو لپاره بیا خوشي کیږي لکه چې تیرکال د ۶۲۰۰ طالبانود خوشي کیدونکو په ډله کې څه د پاسه ۷۰ تنه په اعدام محکوم شوي مجرمین اوڅرګند جنایت کاران له بنده ازاد او دادی بیا د هغوله لاسه د انعکاس تلویزیون د خپلوکارکوونکو په شهادت د غم او ویر ترانې خپروي .
اتلو شهیدو خویندو! د زړه د وینو له څاڅکوسره جوخت درته د پردیسی په دیار کې لاسونه لپه نیسم چې سپیڅلي اوغیرتي ارواګانې موتل ښادې او د کاري ژوند خاطرې موښیرازه اوژوندی اوسه .
لوی نـنګرهاره! په غم دې غمجن یم . د شهیدانو کورنیو، دوستانو او د انعکاس تلویزیون غمجن مشرتابه اوغړو ته د ژورزغم اوتسلیت مراتب وړاندې کوم . انا لله وانا الیه راجعون .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button