حکمتیار دداعش پر لاره

 

دروسانو په مقابل کی دجهاد دور وو خلکو په تشو لاسونو دنړی له یوه لوی قوت اوتیری کونکی ځواک (روسانو) سره دمقابلی لاره ونیوه

ولس پدی لاره کی بی شمیره قربانی ورکړی طبیعی ده چی په جنګ کی حلوا نه تقسیمیږی بلکی هره جګړه مرګ او ژوبله لری دهغی جنګ له امله زمونږ ډیری هیوادوال  شهیدان او معیوب شول چی شمیر یی ترمیلیونونو رسیږی داچی ددی خونړی جنګ رهبری چا په لاس کی ونیوه معلومه اوله هیچا پټه نده پېښور چی دمجاهدینو یو لوی مرکز وو دلسو زیات ګوندونه جوړشول

(۱) حزب اسلامی دحکمتیار په مشری

(۲) جمیعت اسلامی داستاد برهان الدین ربانی په مشری

(۳) حرکت انقلاب اسلامی دمولوی نصرالله منصور په مشری

(۴) ملی محاذ دپری سید احمد ګیلانی په مشری

(۵) اتحاد اسلامی داستاد سیاف په مشری

(۶) جبهه نجات ملی دحضرت صبغت الله مجددی په مشری

(۷) حزب اسلامی دمولوی یونس خالص په مشری

(۸) حرکت انقلاب اسلامی دمولوی محمد نبی محمدی په مشری

(۹) حرکت انقلاب اسلامی دمولوی رفیع الله موذن په مشری

(۱۰) اتحاد اسلامی دقاضی محمد امین وقاد په مشری

(۱۱) ددعوت اسلامی په نوم دمولوی جمیل الرحمن په مشری

(۱۲) حرکت اسلامی دشیخ محمد اصف محسنی په مشری

پدی ګوندونو کی ځینی تند لاری ځینی مینځ لاری او ځینی نور بیا دپخوانی پاچا ظاهرشاه پلوی ډلګی وبالل شوی

هر ګوند اوتنظیم په ځینو خاصو ځایونو مسلط وو لکه دمولوی جمیل الرحمن ګوند چی یوازی یی په کنړ کی پلویان لرل

ددی ګوندونو له جملی څخه دوه لوی ګوندونه لکه حزب اسلامی دحکمتیار په مشری او جمیعت اسلامی داستاد برهان الدین ربانی په مشری دافغانستان په ټولو سیمو کی پلویان درلودل دحزب اسلامی او جمیعت اسلامی ګوندونو ترمینځ اختلافات او جګړی دنن ورځی نه بلکی دجهاد وخت راپاتی میراث دی دواړه ګوندونه دیوه هدف لپاره جنګیدل خو داچی ددوی ستونزه چیری ده؟ یوه اوږده بحث ته اړتیا ده خو په لنډه باید وویل شی چی دجهاد په دوران کی حزب اسلامی  دافغانستان په شمال کی دجمیعت اسلامی دیرش تنه لوړپوړی قوماندانان په شهادت ورسول او جمیعت اسلامی داډول پیښی دنجیب او کا جی بی په دستور وباللی اودحزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار یی پدی ډول پیښو کی په لاس لرلو تورن کړ چی دروس په کومک او همکاری یی زمونږدغه قوماندانان را شهیدان کړل

ددی قوماندانانو له وژلو وروسته جمیعت اسلامی (نظارشورا) هم پریکړه وکړه چی ددی قوماندانانو انتقام باید له قاتلینو واخیستل شی هغه وو چی جمیعت اسلامی هم دحزب اسلامی دیرش تنه قوماندانان اسیر او وروسته دیوی علنی محکمی په ترڅ کی دتخار په ولایت اعدام کړل

اوله هغی ورځی راهیسی ددی دوو لویو ګوندونو ترمینځ پټی او علنی جګړی شروع شوی .

حکمتیار صاحب دټولی نړی اوحتی دملل متحد طرحی وړاندیزونه په دقیقه توګه څارل او تل به یی  دهغوی پر وړاندی دمبارزی غږ اوچتوه او دنه منلو ځواب به یی تل په خوله وو سره ددی چی دنړیوالو له خوا دشویو کمکونو ۶۰٪ برخه هم ښاغلی حکمتیار اخیسته دمجاهدینو دبری په اولو شپو او ورځو کی ښاغلی حکمتیار دمجاهدینو حکومت دحضرت صبغت الله مجددی په مشری ومانه او دصدرات څوکی چی په پشاور کی ورکړل شوی وه خپل پلوی قوماندان استاد فرید وګماره

دڅه مودی وروسته حکمتیار صاحب پدی نوم چی دلته دپخوانی دولت ځینی چارواکی حاکم دی او خلک یی ګلیم جم بولی مخالفت وکړ او دکابل په چاراسیاب کی یی خپل پلویان دجنګ لپاره تنظیم کړل او دکابل پر ښار یی دخپلو توپونو او راکټونو خولی ور برابری کړی چی ددی جګړی له امله ډیری کابل ښاریان شهیدان شول اودښار هغه اوسیدونکی چی دغو بریدونو ته نژدی پراته وو کډی بارکړی .

دڅه وخت تیریدو وروسته همدغه حکمتیار دګلیم جم له ملیشو سره دجمیعت اسلامی په مقابل کی ایتلاف وکړ خوبیا هم دغه ایتلاف کومه نتیجه ورنکړه او ډیر ژر له مینځه لاړ

چاراسیاب کی پر حکمتیار کړې  ورو ورو تنګیده ځکه اوطالبان ډیر ژر صحنی ته په ډیر زور راڅرګند شول او دا داسی وخت وو چی دافغانستان اکثره ولایتونه دطالبانو په لاس سقوط شوی وو

حکمتیار دطالبانو پرځای داستاد ربانی لوری ته مخه کړه او دهغه سره دیوځای کیدو هیله یی وکړه هغه وو چی داستاد ربانی سره یوځای شو او پخپله حکمتیار ددولت دصدراعظم په توګه وټاکل شو ښه می په یاد دی چی کوم وخت طالبانو دننګرهار له لوری دکابل په ښار حمله وکړه او دغو دوو تنظیمونو حزب اسلامی او جمیعت اسلامی عقیب نیشنی وکړه نو ښاغلی حکمتیار دبی بی سی رادیو پښتو څانګی سره دستالیت له لاری مرکه وکړه نو هغه وخت یی په هغه مرکه کی هم طالبان دخارجی استخباراتو ګوډاګیان وبالل

دری میاشتی ښاغلی حکمتیار په پنجشیر کی دښاغلی احمدشاه مسعود سره دیره وو او بیا وروسته ایران ته ولیږل شو او له ایران څخه یی یوځل بیا دطالبانو پرضد خپل فعالیتونه شروع کړل

خوکله چی دنړیوالو ځواکونو له لوری دطالبانو نظام سقوط شو نو همدغه حکمتیار دطالبانو سره یوځای شو او په وسلوال مخالفت یی لاس پوری کړ

اوس چی حزب اسلامی دطالبانو او جمیعت اسلامی پروړاندی یوه بله جبهه خلاصه کړه دولس سره ویره ده چی کیدای شی دا یوه بله نوی پروژه وی ځکه څه موده وړاندی ښاغلی حکمتیارد یمن په جنګ کی دسعودی حکومت ملاتړ وکړ اوهم یی دایران دولت داسلامی امت لپاره دویم اسراییل یاد کړل چی دا ټولی دسعودی حکومت موخی دی ځکه  داعشیان خلک دسعودی دیوی پروژی په نوم پیژنی او خلک پدی نظر دی چی شاید حکمتیار دسعودی عربستان دمرستو دراجلبولو په خاطر او دهغوی په مستقیمه غوښتنه له داعش سره یوځای شوی وی ځکه نن ښاغلی حکمتیار دداعش په لاره روان بریښی

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button