د پرمختګ راز

د پرمختګ راز | شفيع الله مشفق

هر څوک کولای شي له ځان يو ښه شخصيت جوړ کړي، د ځان او ټولنې د بريا او نيکمرغۍ لپاره هڅې وکړي، خلکو ته خير ورسوي او يا هم د خير په کارونو کې مرسته وکړي، د ځان د ښو او بدو جوړېدو پرېکړه وکړي له ويجاړوونکو کړنو ځان لرې وساتي، نو داسې چا ته د ښه شخصيت لرونکی او هڅاند ويلای شو او په دې سره کولای شو د پرمختګ راز پيداکړو.

په ټولنه کې که د چا کړه وړه ښه وي، د علم او پوهې په ګاڼه سمبال، تقوا لرونکی، نرم اخلاق، په خوله موسکا او په وعده وفا وکړي، د بريالي شخص عادتونه ولري، خلک يې خوښوي او هر څوک غواړي نږدې اړيکې ورسره ولري، ځان ور نږدې کړي، ملګری يې کړي او که څوک، ناپوه، بد کرداره، کړه او وړه يې د ټولنې د دود او عنعناتو خلاف، اخلاق يې ناوړه او د وخت بې ځايه ضايع کوونکی وي، نو هر انسان ورنه په تېښته وي، نه غواړي ورسره و اوسي او اړيکې ورسره ولري.

کړه او وړه په ټولنه کې ډېر مهم دي، د کړو وړو په واسطه په ټولنه کې ملګري، خواخوږي او دوستان هم پيدا کوی شو او هم يې له لاسه ورکوی شو، ان د بدو کړو وړو له کبله نژدې کسان د انسان له سيوري هم په تېښته وي.

ښه او بد له يو انسان سره يو ځای نه پيدا کېږي، بلکې د بدلېدو وړ دي، کولای شو د ښو په واسطه د خپل ټولنيز ژوند کردار او عمل بدل کړو، ځان د ملګرو او ټولنې په مينځ کې د ښو نمونه وګرځوو.

بايد په ياد ولرو چې د بريالي ژوند بنسټ او د پرمختګ د راز موندل، تر يو ښه شخصيت او کردار پورې اړه لري. ښه شخصيت هغه وخت ترلاسه کوی شو چې په ژوند کې بدو عادتونو ته مخه ښه ووايو او يوه ټاکلې موخه ولرو ترڅو په ټولنه کې له برياليو شخصيتونو سره په منظم ډول قدم ووهو او د بريا اوچت مزل ته ورسېږو.

ټول انسانان يو ډول وړتیاوې نلري، بلکې لوی څښتن عزوجل پر انسانانو بېلابېلې وړتياوې، استعدادونه او ذوقونه لورولي، هر ذهن ته الله ج داسې يوه وړتيا ورکړې ده چې يو مسلک، هنر او يا کسب په مينه او بشپړې علاقې سره ترلاسه کړي او د پرمختګ لامل يې د دې ذوق له مخې همدغه هنر يا کسب وي، پرمختګونه د ډېرو انسانانو په روزنه، کړنو، هڅو او د کړنو او کارونو په ترسره کولو کې پټ دي، خو بايد چې له لومړي سره داسې تعليمي او تحصيلي څانګه تعقيب شي چې له ذوق او سليقې سره يې برابره وي او وکولای شي په اسانۍ سره پرمختګ پکې وکړي، خپل فکر او ذوق په ښه توګه وروزي او د بريا او پرمختګ راز ومومي.

موخې ته هغه وخت ځان رسوی شو چې د ځان ناوړه کړه وړه، عادتونه او بوختیاوې بدلې کړو، د وخت پابند او د برياليو شخصيتونو ژوند ليک مطالعه کړو او له تجربو يې ګټه واخلو په دې سره کېدای شي زموږ ژوند بريالی او د ښه شخصيت لرونکي و اوسو.

زموږ د وروسته والي يو لامل دا دی چې بې پلانه يو او کار نه کوو، موږ د نورې نړۍ په څېر ژوند نه کوو، ژوند مو ځکه داسې دی چې د وخت ارزښت نه پېژنو، له امکاناتو ناسمه استفاده کوو، لومړيتوبونه مو درک کړي نه دي، او له خپلو ارزښتونو او ارمانونو سره مو مينه واقعي نه ده، نو دا ګڼ لاملونه دي چې زموږ او نورې نړۍ تر مينځ يې واټنونه جوړ کړي دي.

نېکمرغي د هغه چا دروزاه ورټکوي چې هڅې کوي، کار کوي او د پرمختګ له پاره خولې تويوي. هغوی چې نړۍ يې لړزولې ده او په نړۍ کې يې محسوس بدلونونه را وستلي، له فکري او جسمي پلوه زيات پياوړي نه وو، بلکې د هغوی د زيات کار، زغم، مقاومت او هڅو برکت و. موږ بايد له نړۍ سره د سيالۍ لاره پیداکړو او په دې وپوهېږو چې څنګه کولای شو له نورې نړۍ سره سيالي وکړو او د پرمختګ په راز يې پوه شو.

پای

د ۱۳۹۹لمریز کال د کب ۵مه

کابل افغانستان

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button