
جينۍ کړې منډې، خو هوا پسې ونه رسېده
ډاکتر حنیف حیران
ستا د ښکلا په انتها پسې ونه رسېده
دنيا روانه وه، خو تا پسې ونه رسېده
که د شهاب په سپين وزرو ستورو هم کېناسته
بيا هم تياره وه، په رڼا پسې ونه رسېده
يوې سېلۍ د خيال سالو ترې په هوا پورته کړ
جينۍ کړې منډې، خو هوا پسې ونه رسېده
په شنه سهار کې کوم کېفيت دې غَزَوَنو درلود
چې د خوبانو هيڅ ادا پسې ونه رسېده
حيرانه! زه او ژوند مې دواړه وو په منډه منډه
ژوند رانه لاړ، خو زما ساه پسې ونه ورسېده.