غوږ پاک، د غوږ د پردې د سوري کیدو ستر لامل دی

د امریکا د متحده ایالاتو د روغتونو د عاجلو څانگو اسناد ښیي چې په سلو ٦٦ هغه ناروغان چې د غوږ د پردې د سوري کیدو درملنۍ لپاره روغتونونو ته ځي، په هغو شیانو یې د غوږ پرده ټپي او یا څیرلې چې غوښتل پرې پاک یې کړي.

ډاکتران وایي د هغو ناروغانو نیمایي برخه چې د غوږ اړوند ستونزو په خاطر روغتونو ته راځي، عامل یې د “مالوچو ډکي” دي چې عوام ورته غوږ پاک وایي.

د ټورنټو په پوهنتون کې د ستوني او غوږ ناروغیو متخصص ایریک کارنیول، وایي “تجربو ښودلې ده چې په مالوچو پوښل شویو ډکو نه استفاده چې خلک ترې د غوږ د پاکولو لپاره گټه اخلي د غوږ د پردې د تخریش او ټپي کیدو سبب کیږي”.

د غوږ پرده غږ د غوږ د خارجي برخې نه داخلي ساختمان ته انتقالوي چې د پردې څیري کیدل د کڼیدو سبب کیږي.

ډاکر کارنیول ټینگار کوي چې زیات شمیر ناروغان چې د ستوني او غوږ متخصصینو ته ورځي علت یې انتاني او مکروبي عوامل ندي.

نوې څیړنه په هغو عواملو تمرکز کړی چې د غوږ پرده د “ضرب” یا د یو شي د تماس په صورت کې سورۍ کیږي. ډیر ناروغان په دې نه پوهیږي چې غوږ په مالوچ لرونکو ډکو یا غوږ پاک باندې پاکول کیدای شي د غوږ واکس یا (موم) غوږ دننه ټیل وهي چې حتی د غوږ پرده یې ممکن څیري شي.

د غوږپاک نه استفاده کول اکثر د غوږ د پردې د ټپي کیدو سبب کیږي


د غوږپاک نه استفاده کول اکثر د غوږ د پردې د ټپي کیدو سبب کیږي

د امریکا د روغتونونو د عاجلو څانگو د پنځه کلنو اسنادو د څیړلو په نتیجه کې څیړونکو موندلي دي چې په عاجلو څانو کې څه دپاسه ٩٠٠ ثبت شوې پیښې د غوږ اړوند زخمونه وو.

هغه ماشومان چې د (ویښتانو سیخک، د گوگرد ډکی، پنسل، گومونز، د غاښ ډکی او د شیرینۍ ډکی) یې د غوږ د ټپي کیدو سبب شوي ٨٦ فیصده یې د نويو زیږیدلو څخه نیولی تر پنځه کلنو پورې او ٦٦ په سلو کې یې د شپږ کلنو نه تر ١٢ کلنو پورې ماشومان وو.

همداشان هم په سلو کې ٥٣ د یو شمیر غټانو د غوږونو د ټپي کیدو او یا څیري کیدو علت هم د غوږپاک نه استفاده ښودل شوې ده، چې عمرونه یې د ٣٧ نه تر ٥۴ کلونو پورې وو او د ٥٥ کلونو نه د اوچت عمر لرونکو د ٦٧ فیصدو د غوږ د ټپي او یا څیري کیدو علت د بهرنیو شیانو نه استفاده کول ښودل شوي دي.

ښاغلی کارنیول په دې ټینگار کوي چې انسانان باید د غوږ د پاکولو لپاره د پورتنیو ذکر شویو شیانو نه استفاده وکړي.

د غوږ د ناروغیو دغه متخصص وایي “د غوږ واکس یا موم د غوږ د دهلیز یا کانال په ۱/۳ حصه کې تولیدیږي او دغه ماده په اوبو کې منحل کیدو وړ ده، نو په دې خاطر له ځان منځلو او شاور اخیستلو وروسته اکثر خلک هڅه کوي دغه ماده د خپل غوږ نه په ځان پاک او یا د حمام په لباس راوباسي”.

د غوږونو متخصص ډاکتر حامد دلیلیان، چې په دغه څیړنه کې شامل و وایي چې “غوږونه یو خود پاکه میکانیزم لري چې په هغه کې د غوږ د دهلیز مړه حجرات پخپله په هماغه واکس سره د غوږ له دهلیز نه خارجیږي.”

د غوږ او ستوني ناروغیو متخصصین ټینگار کوي چې د غوږپاک، د گوگرد ډکي، د ویښتانو د سیخک، د گومنځې د غاښونو او نورو شیانو نه استفاده کول د غوږ د دهلیز د ټپي کیدو سبب کیږي او د غوږ په بهرنۍ برخه کې د باکتریاو نفوذ او رامنځ ته کیدو ته زمینه برابروي.

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button