موږه د مینې لیوني عقیده سپینه لرو

شاعر: احمد ضیاء امرخېل

عشق مو ته یې، مینه تا سره شیرینه لرو
وطنه تا سره د زړه له تله مینه لرو

موږه په مینه کې له سره او له ماله تیر یو
موږه د مینې لیوني عقیده سپینه لرو

که ته لرې مجنونه توره او بدرنګه لیلا
موږ عاشقان د ازادۍ لیلا حسینه لرو

لله الحمد تر اوسه پورې دومره ډیر شازلمي
چې له اسلامه خپل سرونه ځاروینه لرو

وه امرخېله موږ یو موټی یو واحد ملت یو
موږه له یو او بل سره شریکه وینه لرو

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button