افغانستان ته د پاکستان د استخباراتي مامورینو تګ راتګ

نویداحمد څرک

د راپورونو په اساس تازه د پاکستان د استخباراتو یو شمېر مامورین له ډيورنډ کرښې تېر شوي، کونړ ولایت کې یې له طالب قومندانان سره لیدلي او هغوی ته یې ځینې سپارښتنې کړي دي.

دا لیدنې د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ اړوند سیمو کې شوي، د پاکستان د استخباراتو مامورین څو ورځې تم شوي، طالبانو ساتلي او هغوی ته یې ځینې نظامي مشورې او دستورونه ورکړي چې باید عملي یې کړي.

کونړ کې له طالبانو سره ژمنه شوې چې هر ډول امکانات ورته پاکستان برابروي خو په بدل کې به یې طالبان هر هغه کار کوي چې پاکستان استخبارات یې ورته لارښوونه وکړي.

طالب چې د جګړې کرايي قاتل دی د پاکستان استخباراتو سره ټولې مادې منلي او ورته یې ویلې چې تاسو یواځې پيسې او تجهیزات ورسوئ، موږ ستاسو د ګټو لپاره کونړ او شاوخوا سیمو کې جګړې کوو.

دا د عمر او وقاص باجوړي کیسه ده چې رسوا شوې ده، دا دواړه د پاکستان د استخباراتو مامورین دي چې تازه یې کونړ ولایت ته سفر کړی دی، تر دې وړاندې هم په کراتو کراتو د طالبانو په همکارۍ د پاکستان پوځ او استخباراتو کسان افغانستان ته راغلي او دلته یې له نږدې طالب قومندانانو سره لیدنې کړي او ځینې دستورونه یې ورکړي دي.

طالب ته که د پاکستان ملیشې وویل شي، هیڅ بد نوم نه دی، ځکه دا ډله له پاکستان پیسې اخلي او مقابل کې د پاکستان د ګټو لپاره جګړه کوي.

کونړ اوس نسبي امن شوی دی، ځایي خلکو له افغان ځواکونو سره همکاري وکړه او خپل ولایت یې امن کړ، خو طالب د دې ولایت له غرنیو سیمو ګټه اخلي او یو ځل بیا غواړي چې خپله د نفوذ ساحه پراخه کړي او زیاته ګډوډي وکړي.

اوس هم خلک حاضر دي چې د طالبانو مقابل کې له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ودریږي، خلکو وسله هم اخیستې او طالب یې په مخه کړی دی، خو طالب به خپل تاکتیکونه کاروي چې څنګه د پاکستان امرونه پر ځای او د استخباراتو دستورونه پر ځای کړي چې پيسې ترلاسه کړي.

طالبانو سیمه ییز قومندانان اوس هر یو له پاکستاني استخباراتو سره مستقیمې اړیکې ساتي او ځينو مواردو کې یې مشران خبر هم نه وي، دوی له پاکستان سره ډيل کړی وي.

پاکستان هم همداسې غوښتل او غواړي چې د هرې سیمې طالب قومندان سره یې مستقيمې اړیکې وي.

دا د پاکستان لپاره ګټه کوي چې د طالبانو د تګلارې خلاف ځینې کارونه هم وکړي چې استخدام شوي قومندانانو ته د پيسو په بدل کې ځینې هدفونه ورکوي او هغوی یې پوره کوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button