ناول ته د سوژې ټاکل

له تاند ویب پاڼی څخه
نوراغا رحماني

زه خپله د ناول لیکلو وړتیا نه لرم، خو د اکثره خلکو په څېر مې نیت دا نه دی چې زه یو شی نه شم کولای، نورو ته یې هم ښه ونه بولم او هسې یې زړه ور مات کړم. بلکې د ټولنې د یوه فرد په توګه مې یوازینۍ موخه د ټولنې له غوښتنو سره سم د سوژو رامنځته کولاو ټاکل دي، تر څو له یوې خوا مو د فرهنګ په بډاينه کې مرسته وکړي او له بلې خوا مو د پښتني کلتور خامیانې را په ګوته کړي.
زه پوهېږم چې ناول خیالي کیسه ده، د ریښتینې کیسې په څېر ټولې پوښتنې نه شي را ځوابولای؛ خو داسې خیالي چې د ژوند د واقعیتونو سیوری پرې خپور دی او لږ تر لږه د ډېرو ستونزو په اواري کې مو باید مرسته وکړي؛ که یې ونه کړي، بیا به مو نه خامیانې را وښیي، نه به مو په ستونزو کې لاسنیوی وکړي او نه به مو د فرهنګ پر بډاینه اغېز وکړي. اصلاً د ناول لیکنې موخه د کلتور غنا، د ټولنیزو نیمګړتیاوو له منځه وړل، د ژوند هدف ته د انسانانو متوجه کول، د ځانګړتیاوو غوړول، دیني او ټولنیزو ارزښتونو ته تم کول او په پای کې د کلچر د هر اړخیز پرمختګ انځور دی. ښه نو که کومه موخه یې نیمګړې شي، بیا به ګټور وي؟ د یوې کشالې څخه به مو را وباسي؟ د ژوند خواږه او ترخه به راباندې وڅکي؟ او په پای کې به مو پر ژوند کوم اغېز وکړي؟ نه. نه به مو لاسنیوی وکړي او نه به مو فرهنګ غني کړي، هسې په ژبه او کلتور به سرباری شي.
د ناول له پاره د سوژې ټاکنه تر ټولو اړینه برخه ده، که پر ښه سوژه بحث وشي او ښه موضوع ورته وټاکل شي، یوازې د خپلو خلکو مرسته به مو نه وي کړې، بلکې د ژبې او فرهنګ په پرمختګ کې به مو هم یو ګام اخیستی وي او که ښه سوژه نه وي، بیا به یې خدای مهکړه یوازې نتیجه منفي نه وي، بلکې د نورو بدبختیو پیلامه به هم ګرځېدلې وي.
زموږ ورځنی ژوند او دودونه له نیمګړتیاوو مالامال دي، که غور پرې وشي، د ناول لیکنې په زړه پورې او خوندورې کیسې کېدلای شي. که نه نو بیا به مو ناولونه هم د مصنوعیت ښکار او بې له تکراره بل څه نه وي.
ښه که څوک د مینې په اړه ناول لیکي، که ټوله کیسه یې پر میسج استولو را استولو، ټلیفون کولو، تر مبالغې پورې ستاینو او لږ وخت اړیکو پرېکېدلو پورې محدوده شي او همدغه کمه کیسه دومره وشاربل شي، چې اصلي موخه یې له منځه ولاړه شي او که پر جزیاتو یې غور وشي یو به هم د کیسې په پیغام رسولو کې اغېزمن نه وي او هسې به په کیسه تپل شوي وي. نو د داسې سوژې به ګټه ډېره وي، که زیان؟ یو زیان خو به یې د ناول د اصلیت نیمګړتیا وي، بل به یې د موخې له منځه تلل او بل به د لیکوال او ټولنې تر منځ لرېوالی او پر کلتور د یوې بلې غلطۍ تپل وي.
که د مینې په همدې موضوع کې پښتني دودونه، د خلکو عکسالعمل، خنډونه، ګواښونه او بېلا بېل نور ښه او بد اړخونه انځور کړل شي او پښتانه په دې برخه کې خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه کړل شي، خامخا به یې تاثیر ډېرېږي. هره برخه همداسې در واخله.
په پښتو کې د دواړو نمونې کمې نه دي، که ښه او پیاوړي ناولونه لرو، په څنګ کې یې کمزوري هم بې حسابه دي. خو که لیکوال پر ټولنه غور وکړي، ټولنیزې غوښتنې درک کړي او خپل کلتور ته نظر وکړي، فکر کوم شهکارونه به مو بې حسابه شي او ټولنه به مو هم له میراثي ناخوالو د وتلو لاره په تدریجي ډول خپله کړي.
پښتني ټولنه د ناول د موضوع له پاره بېشمېره پېښې لري، که لیکنې پرې وشي او ټولنیزې ګټې او زیانونه یې څرګند شي، هم به نیمګړتیا اصلاح شوې وي او هم به د موضوع له پاره ارزښتمن مواد چمتو شوي وي.
د بېلګې په توګه: پر قاچاقي لارو تګ، خیانت، جهالت او ناپوهي، په بدو کې ورکړه، غیر اسلامي دودونه، د جهالت تر کچې غیرت، د نیکونو په مېړانه نازېدنه، تهمت، غیبت، ځانغوښتنه، چاپلوسي، کورنۍ ستونزې، کورنۍ ناخوالې، زور زیاتي، د اولادونو ترمنځ جنسیتي توپیرونه، د انسانانو بې عزته کول، توپیریز چلند، تعصب، قومپالنه او دې ته ورته نورې سوژې.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button