ولې ځيني خلک کيڼ لاسي وي ؟

تازه ګل محبوب شینواری
هغه کسان چې د ورځني ژوند په ډېرېو چارو کې د ښي پر ځای کيڼ لاس کاروي ، کيڼ ېا چپلاسي ګڼل کېږي. شمېرې مختلفې دي خو ېو شمېر څېړونکي وايي چې د نړۍ د خلکو د ډلې څخه 15 په سلو کې ( ېا هر اوم کس ) کيڼلاسي دي .
ځيني خلک فکر کوي چې ټول کيڼلاسي په کيڼ لاس ليکل کوي چې داسې نه ده او د کيڼلاسو ېو غټ شمېر ېې په ښي لاس هم ليکل کوي .
د دې خبرې کره دليل لا څرګند نه دی خو څېړنو ښودلې چې په نارينه و کې د چپلاسو شمېر د ښځو په پرتله زېات دی .
ولې ځينې خلک کيڼ لاسي دي ؟
د پوهانو په اند کيڼلاس والي ښايي د سر مغزو او په ځانګړي ډول ( د کيڼې نيمکرې ) د زېانمن کېدلو نتېجه وي . د ښي لاس کړنې د مغزو د کيڼې نيمکرې لخوا اداره کېږي او کله چې د مغزو ېادې برخې ته زېان ورسېږي نو بله برخه ېانې ښۍ نيمکره دغه مسؤلېت په غاړه اخلي چې پاېله کې د ښي لاس دنده چپ لاس ته ورکول کېږي .
البته چې د چپلاس والي د لاملونو په باب ېو شمېر نورې تيورۍ هم شته خو تر ټولو لومړنۍ او مهمه ېې همدغه ده چې پاس ېې ېادونه وشوه …
د نړۍ ځينې نامتو چپلاسې شخصېتونه:
سیاسي او جنګي مشران :
– مقدوني سکندر
– ناپېليون بوناپارت
– بېنجامين فرانکلين
– اوينستن چرچېل
– رونالد ریګن
– مشر او کشر جورج بوش
– بېل کلينتن
– فيډل کاسټرو
– مهاتما ګاندي
– ملکه ویکتوریا
– بارک اوباما
پوهان او نور :
– لېوناردو داوينچي
– البېرت انېشتېن
– اسحاق نیوټن
– پاولوف
– بېل ګېټس
– نيل آرمسټرانگ
– چارلي چاپلين
… او ډېر نور

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button