د ورځې یو سگرټ څکل هم د زړه د ناروغي سبب کېدی شي

د یوې نوې څیړنې نتیجې ښیي چې د سگرټ څکل انسان د رگونو د بندیدو، د قلبي او دماغي سکتو له خطر سره مخامخ کوي.

دغې نوې طبي څیړنې د هغو کسانو له پرتله کولو وروسته دا نتیجه اعلان کړې چې چې د ورځې یو، پنځه یا ۲۰ سگریټ څکي. څېړنه ښيي هغه نارینه چې د ورځې یو سگرټ څکي د هغو کسانو په پرتله چې هیڅ سگرټ نه څکي، په سلو کې له ٧۴ څخه یې زیات د قلبي ناروغیو او ٣٠ فیصده یې د زړه د درېدو له خطرسره مخامخ دي.

همداشان هغه ښځې چې د ورځې یو سگرټ دود کوي د هغو ښځو په پرتله چې هیڅکله یې سگرټ نه دی څکلی دوه چنده د قلبي ناروغیو له خطر او ۴٦ فیصده زیات د سکته کولو له گواښ سره مخامخ وې.

ددغې څیړنې محقق الن هکشاو، چې د لندن پوهنتون د سرطان ناروغۍ په انستیتوت کې څیړنې کوي د رویترز اژانس ته وویل ددې لپاره چې د سگرټ نه د زیږنده خطرونو نه خلاص شئ، باید یې ونه ځکي.

ددې څیړنې محدودیت په دې کې دی چې په کې د قلبي ناروغیو او د رگونو د بندیدو او یا هم د مغزي او قلبي سکتو د رامنځ ته کیدو نور عوامل لکه پنډوالی او د شکرې ناروغي یې ندي څیړلي.

د کاناډا د اوتاوا د پوهنتون د عامه روغتیا څیړونکی ډاکتر کنیت جانسن، چې په دغه څیړنه کې شامل نه و، وایي د سگرټ دود کولو هیڅ یوه اندازه مصونه نده او حتی د ورځې د یو سگرټ څکل کولای شي ناوړه روغتیایي پایلې ولري.

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button