سوزاک ناروغي او درملنه یې

داکتره راضیه مفیضه

دا یوه جنسي او متعدي ناروغي ده، په نړۍ کې هر کال تقریبا ۳ کروړه خلک ترې اغېزمنېږي. ښځې او نر پرې اخته کېږي. خو د نرانو په پرتله دا ناروغي په ښځو کې زیاته لیدل کېږي. دا ناروغي له یو ډول مایکروب څخه پېدا کېږي، چې هغه ته Gunococcus Neisseria ویل کېږي، چې ډیر وړوکی مایکروب دی، دا ناروغي له ۱۵ کالو څخه تر ۲۵کالو عمر پورې کسانو کې ډېره لیدل کېږي

اساب:

په سوزاک کې اخته کسان سره اړیکي درلودل، له بازاري او فاخشو ښځو سره مباشرت چې ۸۰٪ له همدې امله رامنځته کېږي، په همدې ناروغۍ اخته کسانو سره بوس او کنار کول. په سوزاک د اخته کسانو کالپ او لاسپاک استعمال او داسې نور.

نښې نښانې:

دا ناروغي د مایکروب له خملې څخه ۲ یا ۱۰ ورځې وروسته څرګندېږي، چې مهم علایم یې د متیازو سوزېدل او له متیازو وروسته زېړ رنګي مواد په زور او تکلیف خارجېدل، په ښځینه وو کې هم له درد سره بدبویي اویه خارچېږي. که مناسبه درملنه یې ونه سي، د مهبل ګرد چاپېره غدود متورم او دردناک کېږي. له هغې وروسته د سوزاک مایکروب په وینه کې کډېږي، سترګې، پوستکی. د خولي داخلي بلغمي غدود، مفاصل، زړه او دماغ اغېزمن کوي.

په ښځو کې د متیازو نل، بیضه او رحم ته تلونکي نلونه قازفین(Follupaintube) او د مهبل شاخوا غدود لومړی اغېزمنېږي، په هغې کې درد، د متیازو کولو په وخت کې سوځېدا او بیا بیا متیازې کول پیداکېږي. په نرانو کې د قدامي غدې ورم، د مثانې ورم، خصیو ورم، د مفصلونو درد او د زړه د غضلاف ورم پېداکېږي. د سوزاکي افکشن له امله د نومولودو ماشومانو سترګې سرې او پړسېدلې وي او اوښکې ترې بهېږي

تشخیص:

د ناروغ له مخصوصو اندامونو څخه راتلونکی رطوبیت او وینه په لابراتوار کې ټسټ کړئ، له هغې وروسته درملنه پیل کړئ او له درملنه وروسته هم د ناروغ وینه ۲-۳ ځلې ټسټ کړئ او ترڅو چې نتیجه منفي سوې نه وي. درملنه یې جاري وساتئ

تدابیر:

۱_ معالجین دې د سوزاک د ناروغانو د معاینې پرمهال له احتیاطه کار واخلي او ربړي دستکشې دې استعمال کړي او له معاینې وروسته دې لاسونه په صابون پرېمنځي.

۲_د سوزاک ناروغان دې تناسلي اعضاء په صابون او ډیټولو ومینځي.

۳_ناروغ ته ښایي چې هره ورځ کالي بدل او نیلوني کالي استعمال نه کړي

۴_تېز او تخریش لرونکي درمل دې نه استعمالوي

۵_له بازاري او پردیو ښځو له جنسي اړیکو څخه ډډه وکړي او د اسلام له حکم سره سم ژوند غوره کړئ

۶_تر مباشرت وروسته دې سملاسي متیازې وسي

‌۷_تر مجامعت وروسته مخصوصه عضو په صابون ومینځي

۹_په دې ناروغۍ د اخته وو کسانو استعمال سوي شیان مه کاروئ

درملنه:

که د وینې او تناسلي غړیو د مادې له امتحان وروسته سوزاک ثابت سي، نو لاندې درمل ناروغ ته ورکړئ

Inj.Benzy یا Inj.penedur

او Pencillin یوه پیچکاري په عضله کې او ۲۴ ساعته وروسته بله بېچکاري په عضله کې او له دې سره ته د Probenicid مرکب لکه 500mg Bencid سهار او ماښام ورکړئ دوه ورځې پیچکاري او دوه ورځې دوا خوړل کفایت کوي

که له دې پورتنیو درملو سره ناروغ حساسیت ولري او یا په زړه پورې نتیجه ورنه کړي، نو Cap.Ampicillin 500mg
او یاTab.Erythromycin 500mg د ورځې درې ځلې تر پېنځو ورځو پورې ورکړئ.

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button