تېره پېړۍ کې د افغان واکمنو لانجمن فرمانونه او پرېکړې

په تېره یوه پېړۍ کې د افغانستان د واکمنانو یو شمېر فرمانونو او پرېکړو ناندرۍ را وپارولې او منفي پایلو یې د افغان ټولنې پر سیاسي ثبات اوږد او ژور اغېز پریښی دی. ځینې دا فرمانونه او پرېکړې د افغان ټولنې له ذهنیت او دودونو سره په ټکر کې وو.

دې پرېکړو او فرمانونو جګړو ته لار هواره کړه او ن د خلکو غبرګونونه ورته دومره توند وو چې د نظامونو د چپه کېدو لامل شوې.

د بي بي سي خبریال عصمت بهیر د افغانستان خپلواکۍ بیا اخیستنې کاليزي په ویاړ د ځانګړو راپورونو په لړ کې دا ځل تاریخي اسناد پلټلي او د افغانستان ملي ارشیف او عمومي کتابتون ته تللی، او د افغانستان د واکمنانو لانجمنو فرمانونو او پرېکړو ته یې کتنه کړې.

په تېره یوه پېړۍ کې د افغانستان د پاچاهانو او ولسمشرانو د فرمانونو له ډلې تر ټولو مهم یې له برتانیا څخه د افغانستان د خپلواکۍ بیا اخیستنې فرمان بللی شو، چې شاه امان الله خان د ۱۹۱۹ میلادي کال په یوه وینا کې اعلان کړ.

دغه فرمان ډېر مخالفان نه لري او په تېره پېړۍ کې یې تود هرکلی هم شوی دی.

خو د امان الله خان ځینو فرمانونو او پرېکړو د خلکو غبرګونونه را وپارول، چې بېلګه یې له ځانګړو شرایطو پرته له نارینه وو د څو ښځو کولو حق اخیستل او د ښځو له سره د چادرۍ لېرې کول یادولای شو.

د افغانستان علومو اکاډمۍ کې د تاریخ انسټیټوټ مشر سرمحقق محمد شریف ځدران وايي، دا فرمانونه نه وو، بلکې د هغه وخت په اساسي قانون کې د پرېکړو په توګه یاد شوي وو.

د افغانستان خپلواکۍ بیا اخیستنې ۹ کاله وروسته، د پاڅونونو په پایله کې، چې د تاریخ پوهانو په وینا تر شا یې د برتانیا لاس و، د امان الله خان واکمني ړنګه شوه او حبیب الله کلکاني واکمن شو.

حبیب الله کلکاني، چې نالوستی و او د اماني دولت ضد روحانیونو ملاتړ هم ورسره و، په لومړي فرمان یا وینا کې یې ټول ښوونځي وتړل.

د هغه د فرمان پر بنسټ نارینه و باید لنګوټې پر سر کړې وای او ښځو د لوڅ مخ ګرځېدو حق نه درلود.

د حبیب الله کلکاني له ۹ میاشتې واکمنۍ وروسته محمد نادر شاه واک ته ورسېد. نوموړي د خپلي څلور کلنۍ واکمنۍ پر مهال د یوه فرمان پر بنسټ حبیب الله کلکاني او د هغه پلویان د کابل په حضوري چمن کې په دار وځړول.

محمد نادر شاه د “بېړني حالت” له کبله د امان الله خان د دورې ټول اصلاحي پروګرامونه وځنډول.

زوی یې محمد ظاهرشاه د واکمنۍ په ۴۰ کلنه دوره کې هېڅ داسې جنجالي فرمان او پرېکړه ونه شوه چې له امله یې په افغان ټولنه کې جدي غبرګونونه راوپارېږي.

هغه د خپلي پاچاهۍ په درېیمه لسیزه کې محمد ظاهر شاه د یوه فرمان له مخې لویه جرګه راوغوښته او په ۱۳۴۳ هـ ش کال کې د افغانستان اساسي قانون یې تصویب کړ.

محمد ظاهر شاه د خپل پلار خلاف سیاسي ګوندونو او ازادو رسنیو ته د فعالیت او خلکو ته د مظاهرو کولو اجازه ورکړه.

د افغانستان علومو اکاډیمۍ کې د تاریخ انستېتوت مشر سرمحقق محمد شریف ځدران د محمد ظاهر شاه دوره یوه سوله ییزه دوره بولي.

سردار محمد داود خان د یوې کودتا په پایله کې د خپل تره زوی محمد ظاهر شاه څلوېښت کلنه واکمني ړنګه کړه او شاهي نظام یې په ډیموکراتیک جمهوري نظام بدل کړی.

NYT2009031714535573C
سردارمحمد داود خان د یوه فرمان له مخې د شاهي دورې هغه فرمانونه او قوانین، چې د دیموکراتیک جمهوري نظام سره په ټکر کې وو، اصلاح کړل، خو په ورته وخت کې یې د سیاسي ګوندونو او ازادو رسنیو فعالیتونه یې هم ودرول.

د سردار محمد خان کابو پنځه کلنه واکمني د یوې خونړۍ کودتا له لارې پای ته ورسېده، چې پکې یې د کورنۍ د شلو غړو په ګډون د هغه مهال کابینې وزیران هم ووژل شول.

په ۱۳۵۷ کال کې د پخواني شوروي اتحاد په ملاتړ د افغانستان خلق دیموکراتیک ګوند په مشرۍ یوه بله کودتا وشوه، او د یاد ګوند مشرانو په یو لړ اصلاحاتو لاس پورې کړ.

نور محمد تره کي، حفیظ الله امین، ببرک کارمل او ډاکتر نجیب الله د ثور اومې (۷) کودتا وروسته ډېر فرمانونه صادر کړل.

د نارینه او ښځو لپاره د مساوي حقونو فرمان، ښځو ته د ۳۰۰ افغانیو ولور ټاکلو فرمان او د ځمکو د اصلاحاتو فرمان سره یو شمېر افغانانو مخالفت وښود.


په نویمه میلادي لسیزه کې د کمونیستي رژیم وروستي مشر ډاکتر نجیب الله کابل ته د مجاهدینو له ننوتو وروسته د ملګرو ملتونو دفتر ته پنا وروړه، او کابل ته د طالبانو تر راتګه هلته پاتې شو.

د مجاهدینو څلور کلن حکومت په جګړې او ویجاړۍ کې تېر شو. صبغت الله مجددي له دوې میاشتنې واکمنۍ وروسته، واک برهان الدین رباني ته وسپاره.

خو ښاغلی رباني چمتو نه شو چې له ژمنې سره سم هغو ګوندونو ته واک وسپاري چې د کابل په نیولو کې یې برخه درلوده.

د ښځو د حقونو او سیاسي فعاله تاجور کاکړ، چې یادې پېښې یې په خپلو سترګو لیدلې، وايي، کورنۍ جګړه ځکه پیل شوه چې د مجاهدینو مشرانو خپلې ژمنې پر ځای نکړې.
د طالبانو اسلامي امارات د ملا محمد عمر په څو فرمانونو سره پیل شو. د ملا محمد عمر د یوه فرمان پر بنسټ ښځې پر کور کېناستې او سړیو ته د کمیس پرتوګ اغوستلو او ږیرې ساتلو امر وشو.

د نظام د اسلامي دولت بڼه یې اسلامي امارت ته بدله کړه او د ملاعمر د فرمان له مخې په دولتي ادارو کې د جمعې لمونځ کول جبري شو.

طالبانو دغه ښار ته د ننوتلو پر لومړي سهار ډاکټر نجیب الله له خپل ورور سره یو ځای د کابل په اریانا څلور لارې کې په دار وځړاوه.

د دې ډلې یوه بله ټکان ورکوونکي پرېکړه دا وه چې په بامیانو کې یې د بودا تاریخي بوتان په باروتو والوځول.

د حامد کرزي په ۱۳ کلنې واکمنۍ کې د نظام بیا جوړونې، اقتصادي پیاوړتیا او له نورو هېوادونو سره د افغانستان اړیکو په اړه فرمانونه صادر او پرېکړې وشوې.

خو د کرزي په دوره کې تر ټولو جنجالي پرېکړې د ملي مصالحې قانون یادولای شو، چې له مخې یې د افغانستان کورنۍ جګړې جنګي مجرمانو ته عمومي بښنه وشوه.

د ملي مصالحې دا قانون په ۱۳۸۵ کال کې ولسي جرګې تصویب او ولسمشر توشیح کړ، چې د افغانانو او د کورنیو او نړیوالو بشري حقونو بنسټونو له توند غبرګون سره مخ شو.

د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په پنځه کلنه دوره کې لومړنی فرمان د اجرائیه ریاست رامنځته کېدو په هکله و، چې له مخې یې د ملي یووالي حکومت په جوړېدو سره عبدالله عبدالله د اجرائیه ریاست مشر شو او حکومت عملاً پر دوو برخو ووېشل شو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button