بریالیو خلکو ته ژوند څنګه ښکاري؟

ژوند په تړاوو بېلابېل نظرونه دي څوک ژوند خوشحالۍ، خوښۍ او خندا ته وایي، څوک یې ژړا، غم او وير ګڼي، څوک یې زږېروي، درد او اوښکې بولي، د چا په نظر هڅه، خواري او محنت دی، ځينو ته ارام، سکون او راحت دی، خو د بعضې نورو لپاره ژوند لټون، ستړیا او د یوې مړۍ پيدا کول دی.

وایې ژوند امتحان دی چې څوک له دې ازموینو بریالی وځي او څوک له ناکامه ازموینو سره سره بیا هم باید د دې لارې یو ستړی لاروی پاتي شي.

خو لنډه دا چې ژوند چاته خوشحالي ده او چاته خفګان، چاته اوښکي دي او چاته خندا.

اما د ډېرو لپاره ژوند هغه دی چې په دې دور کې د ورپېښ شویو ازموینو بریالي وځي.

ځیني لیکوالان ژوند نعمت ګڼي، ځیني یې مجبوریت ګڼي، ځیني وایي ژوند ښکلی دی او بعضې نور یې وایي ژوند بدرنګ دی.

ولې د یوې کلیمې(ژوند) لپاره دومره نظرونه موجود دي؟

ځکه ژوند یوه تجربه ده هر چا چې څنګه ژوند کړی نو په هماغه ډول یې ژوند انځور کړی او هماغه یې خلکو ته ویلي چې ژوند ښکلی دی او که بدرنګ، ژوند نعمت دی او که مجبوریت.

ژوند یو دور دی چې چا په دې دور کې خندا وکړه او چا ژړا، څوک غمونو وځپل او څوک خوشحالیو خوښ کړل.

کامیاب ژوند کوم ژوند دی؟

پوهان وایي ژوند د لوړو او ژورو څخه تېرېدل دي، د سختۍ ګالل او په خپل دغه مؤقت وخت کې خپل ټاکلي هدف ته رسیدل دي، نو کامیاب ژوند هم هماغه ژوند دی چې په کې خپلې ټاکلې موخې ته ورسیږو.
کامیاب ژوند هماغه ژوند دی چې په ځلونو له سختو ازموینو بریالي ووځي.

کامیاب ژوند یو قوي نه ماتیدونکي انسان ته ضرورت لري، داسي انسان که یې څو ځلې هم د هېلو او امیدونو بیړۍ په دغه ستر دریاب (ژوند) کې غرقه شي، خو بیا هم نه ناهیلی کیږي.

کامیاب ژوند داسي انسان ته ضرورت لري، چې قوي عزم او د ماتي حوصله ولري، له هرې ماتي وروسته بیا د بریا په تکل شي، له هرې ماتې زده کړه وکړي او د ژوند په هماغه ګړنګ بیا نه ورځې چې یو ځلې ترې غورځیدلی.

یوه خبره زمونږ تر منځ ډېره عامه ده چې وایي هرې تیارې پسي رڼا وي، رښتیا ده خو دا رڼا څنګه راتلی شي؟

تیارې پسي د رڼا راتګ یو کامیاب ژوند دی خو په دې کامیاب ژوند کې یو کامیاب انسان ته ضرورت دی.

دلته د بریالي ژوند کولو لپاره د یوه عالم وینا راخلو چې وایي، له هرې ناکامۍ وروسته چې مونږ کومې اوښکې تويوو دا په حقیقت کې هغه خولې دي چې مونږ د کامیابۍ لپاره نه دي تویې کړي.

رښتیا وایي که چېرته مونږ د کامیابۍ لپاره خوارې وکړو، خولې تویې کړو او وار له مخه خپلې راتلوونکو ازموینو ته چمتوالی ونیسو، نو له دغه امتحانه چې مونږ یې تیاری نیولی بریالي وځو او کله چې بریالي ووتو، نو بیا د اوښکو په ځای خوشحالي او خوښي وي.

نو راځئ چې په ژوند کې د کامیابو خلکو خصوصیات په ځان کې پیدا کړو، د قوي عزم او غښتلي ارادې څښتنان شو، حوصله پیدا کړو او له هر لوېدو وروسته د بېرته پورته کېدو چل زده کړو، ماته ونه منو د نورو له تجربو ګټه واخلو او خپله ځان د تجربو قرباني نه کړو.

لیکنه: ابوبکر علیزی

نور ښکاره کړئ
Back to top button