کافرنه وه

 

 د تاریخ په اوږ دوکی هرهغه افغانی  جنبش چی دخپلی ټولنی (ولس) دښمن پیژندلۍ دی  ډیر ژر د ښمن هغه جنبش د کُفر په تور تهمتی  کړی اوسرکوبه کړی دی. څونمونی:

په شپاړه سمه پیړۍ کی هغه وخت چی پر دغه خاوره باندی لودینیان حاکم وه اوبیا کله  چی بهلول لودی مړسو دهغه د لمسی(ابراهیم لو دی) په وړاندی بابریانو سر را اوچت  کی. بابریانو د پښتنو یوشمیر مشران په پیسو واخیستل.د بهلول د لمسی  ابراهیم لودین حکومت  یی په ما ت کی  سلطنت د لودینانو څخه د بابریانو لاس ته ورغلۍ.

۱بابراو د هغه کورنۍ چی حکومت پلاس کی واخیست دوی پوهیدل پدی چی په منطقه کی  پښتانه اصلی رقیبان ګڼل  کیدای سی  اوهلته  یو پښتنی جنبش( دبایزد  روښان جنبش )  تر مشر تابه لاندی فعال و.

بابر اوکورنۍ پدی فکر کی وه چی دغه دعلم خلاص پښتانه بل  څوک کرایه کوی نو فیصله یی وکړل  چی پښتانه  په پښتنوله پښو وغورځوی.هغه وچی یوشمیر پښتانه یی دزور،زر اودسیسو دلاری خپل ملګری کړل.پاته پښتانه یی په خورد اوخمیرکړل.

 د بایزیدروښانمترقی نهضت چی یو پښتنی د خپل وخت منظم سیاسی اوطبقاتی نهضت و هغه یی دمذهب مخالف  اوکافر وباله  څوتنه لکه اخوند درویزه ، سید علی ترمدی،اخوند پنجو اونور ملایان یی ورته را وپارول دخپل وخت مترقی نهضت یی په مات کړۍ.

۲دهوتکیانو حکومت چی د نژدی دری سوکلونو  دخاوری  دتجزی څخه یو افغانی  ازاد حکومت جوړسوی ؤ.پارس په ډیره اسانه سره وکولای سوای چی دافغانی مشرانو دځان غوښتونو پربنیاد د دوی په منځ کی اخلافات رازیات کړی او په هرات کی بل پښتنی حکومت منځ ته راوړی،اوبیا دغه دوه افغانی حکومتونه سره وجنګوی څو دواړه د منځه یوسی.

۳دامیرشیرعلی خان  حکومت چی نسبتاً تیروحکومتوته ښه حکومت بلل کیدای سی،انګریزانو دهغه دخپلی کورنۍ څخه   وروڼه او وریرونه واخیستل اودامیرشیرعلی خان حکومت یی کمزوری اود محمد یعقوب حکومت ته یی سقوط ورکړی.ځکه   دامیرشیرعلی خان حکومت دانګریزانو خوښ  نه و چی  د امیر شیرعلی خان په حکومت کی و چی په افغانستان کی یومنظم پوځ رامنځ ته سو او داول ځل دپاره پدی خاوره کی دشمس النهار په نوم اخبار راوتۍ.انګریزانو اودهغو نوکروملایانو دغه  دکُفر علایم وبلل.

 

 ۴ امانی نهضت یوبل مترقی نهضت و په هیواد کی یی د پوهی د خپرولو لاره پرمخ وړل .د امانی نهضت د ځپلو،بد نامه کولو،کمزورتیا  او د له منځه وړلوپه خاطر انګریزانوخپل پخوانی افسران محمد نادرخان ، هاشم خان،شامحمد خان اوعزیزخان  په غیره کی ورته ونیول اوهم  د امان الله خان د مورخپلوان او ماماګان دانګرزانو سره په سلاح د امان الله خان د حکومت او امانی نهضت  بدنامی ته ملا وتړل رشوت اواخلاقی فسادونه یی کول څوملا عبدالله “ګوډ ملا”یی را دمخه کی یوه ساده سړی حبیب الله کلکانی ته یی دراتلو لاره هواره کړل.

۵د افغانستان د خلق د دمکراتیک ګوند او د هغه حکومت وچی دعلم ،پوهی د خپرولوسره یی مینه وه  اوپدی لاره کی یی عملی ګامونه پورته کړل. داځل نه یوازی انګریزانو بلکی  دهغوی  لاسپوڅو هیوادنو اونړۍ واله سرمایداری  اواسلامی بنیاد ګرو هیوادونوپه ګډه سره دخلق ددمکراتیک ګونداوحاکمیت د بد پیژندلواونړولو د پاره په پراخه پیمانه،سخت قد مونه واخیستل  او په  اسانه  سره یی داسلام د مقدس دین د نامه څخه بیا نا مقدسه  ګټه پورته کړل.

 داځل امریکا په یوازی سر 26  بلیارډ ډالرپه لمړی قدم کی ددی حاکمیت د خرابی دپاره ولګول. روسانو کارمل په خپل څنګ کی واخیستۍ  دننه په ګوند اودولت کی یی د نورمحمد تره کی اوحفظ الله امین د بی تجریبه ګی څخه دښمن ناوړه ګټه پورته کړل  دوی یی په جنګ سره واچول په نتجه کی یی دغه نهضت اوحاکمیت مات کی.

 زموږ افغانانو کمزوری(نه زده کړی دی)ځکه یی موږ د تاریخه نه زده کوو اونه سو زده کولای. داځل مو ځانونه  او خپله خاوره د شپاړسمی پیړۍ خپل تاریخی د ښمن (بابر) د لمسی  د (I.S.I د نوکر نصرالله “بابر”) په لمنه کی ځانونه ورواچول.

  دښمنو دافغانانو د کمی پوهی څخه په ګټه اخیستو سره زموږ په عام ولس  د مجاهدو کالی واغوستل،توری،توپک،رکت،داشکه اوسینګریی پلاس کی ورکړل څوپاکستانی کلدارییی په جیبوکی ورواچولی.ورته ویی ویل ورسی خپل ولسونه ووژنی چی کافرسویدی،ولاړی آبادی ونړوی چی کفارو جوړی کړیدی.مکتب لوستی مړه کی چی کمونیستان سویدی.

مالونه یی واخلی چی غنیمت دی .دوی همداسی وکړل.د افغان ولس دغوښتنو په خلاف یی افغانان استخدام کړل ټول افغانستان یی په ونړوی.ټولی ملی شتمنی یی چور اوخلګ یی را ووژل. دا اعمال دتاریخ پرمخ هغه تورداغونه پاته سول چی نه  یی څوک پټولای سی اونه  څوک ځینی انکار کولای سی.دمرګونو،بدلمنیو،چور،عصب،جاسوسیواوچاپلوسی دونه مسند تصویرونه اوفلموراوتی دی چی په کتلواولیدلویی هریماندار انسان خجالت باسی.

۷ اوس اوس هم هغه لوبه ده چی لا ختمه سوی نه ده .لا دپاکستانیI.S.I نصر الله بابر بچي برلاسی دی. ډاکترمحمداشرف غنی  چی دکوتا فکروپه منځ کی نسبتاً نرم دسولی اوترقی طرفداریو سړی دی. د نوموړی د کمزورۍ  اوبدنامی د پاره یی عبدالله ورته په غیږه کی  داسی کلک ونیوئ.

سره له دې چی خپله عبدالله  هم په جهادی بدنامه کړیوکی یو معتدیل شخص  و.مګر زورمندو متعصبوګړیو سخت محاصره کړی دی.عبدالله په علمی برخه کی ددی توانانی نه لری چی په دغسی سختو حالاتوکی ځانګړی تصمیم ونیولای سی.

د ډاکترصاحبانو د دی متفاوتو موقیفونوڅخه کورنۍ اوبهرنی دښمنان دسولی اوثبات په  نه راتلوکی ګټه پورته کوی.

تاسی باور ولری چی دپردی ترشا نورپلانوسته هیڅ کله به عبدالله  تنها پرواک پری نږدی،مګر د اوس لپاره  اوپه اوسنیو حالاتو کی دجنجالونو د ژوندی ساتلو د پاره عبدالله ورته ښه وسیله ده..

یوازنی علاجی یی په لمړی قدم کی بیله بهانوڅخه دسیاسیونو ترمنځ” یووالی   او په اوږده واټن کی د ولسونو” پوهه والیدی.راځی سره کښینو،یو بل سره ومنو،په ګډه د سولی راتلولاره و لټو.دګډی همکاری پر لور.

 

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button