په نهاره د اوبو څښلو له ګټو خبر شئ

مینه احمد

په تشه معده باندې اوبه څښل د انسان بدن ته زیاتې ګټې لري.

که په پیشن یا سهار وختې کې په نهاره اوبه وڅښل شي، نو ورسره د انسان د معدې فعالیت پیاوړی کیږي او د یو شمیر مهمو ناروغیو مخه هم ورسره نیول کیږي.

یو باور دا هم وجود لري، که له پیشن وړاندې اوبه وڅښل شي، نو سبا د ورځې پر مهال د شدیدې تندې احساس کمیږي.

همدارنګه په نهره اوبه څښل د هاضمي سیستم قوي کوي، چې ورسره د ځینو خطرناکو ناروغیو مخه هم نیول کیږي.

زیاتې اوبه څښل د انسان پوستکې تازه او ځوان ساتي او ورسره د وینې نوې حجرې هم تولیدیږي.

په نهاره اوبه څښل وزن کموي.

په نهاره د اوبو څښلو ښه طریقه داده چې سهار وختې له خوبه پاڅئ، مخکې له دې چې خوله یا مخ و لاس پریمنځۍ، د اوبو څښلو لپاره ارام کینۍ او کم تر کمه ۴ ګیلاسه چې د یو لیټر معادل کیږئ وڅښئ. که څلور ګیلاسه په لومړیو کې نه شئ څښلای، له ۲ يې پیل کړئ او ورو ورو د اوبو څښلو اندازه زیاته کړئ تر څو ۴ ګیلاسه ته ورسیږي.

په نهاره باندې اوبه څښل د سرطان او د ګردو ناروغیو مخه هم نیسي.

په یاد ولرئ، چې کله مو هم په نهاره اوبه وڅښلې، سمدستي خوراک مه پیلوئ؛ بلکې څو شیبې صبر وکړئ او له هغې وروسته خوراک پیل کړئ.

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button