ګهرباره وینا

سید عبیدالله نادر
یو بیګناه کس د یو حشمت او جلال خاوند پادشاه په وړاندی د یو کس په قتل مجرم و پیژندل شو ،پادشاه خپلو جلادانو ته حکم وکړ، چې نور یي د کار څخه پرده اوچته کړئ ، او په عام بازار کې یي په دار ځوړند کړئ ، بیګناه چې د دار او په اصطلاح د پړي خبره واوریده ، نو د ځان سره یي ووییل : توکلت وعلی الله چې توکل دي وي په خدای ، . کله چې جلادانو دی د دار په لور رهی کړ ،نو د ده په خوله کې لکه ګل د نو بهار خندا غوړیدلی وه ،په لاره یي ډیر خندل او په ډیر خوشحالۍ سره د دار په لور رهي وو .ډیaر خلک د ده حالت ته په حیرت کې پاتي شول او جلادان هم د ده دي بی تفاوتۍ او شهامت ته ، د مرګ په وړاندی هک حیران ول ،او په معنی نه پوهیدل ،یو تن د ملګرو څخه چې ورسره نژدی روان وو ،او د زړه راز یي هم کله کله ورسره درلوده ، ورته یی ووییل : په دي وخت کې ستا یار کومه دی ؟او هغه وفادار کومه دی؟ چې تا د دي حالت څخه وژغوري ،د خلاصون ډاډ درسره څه دی ؟ دار وګوره انجام وګوره ، دا دومره خندا دي په څه ده ؟ ده ورته ووییل : ای له انجام ځیني غافله ، که راته څومره د بقا جامونه ، د فنا ساقي په لاس کې راکړي خو زما دا یو نفس او یو دَم د عمرباقي دی ،دا یو نفس غنیمت دی او په هیڅ قیمت بیرته نه راګرځي ،نو ډیر د حیف او افسوس ځای دی ،چې دا یو نفس او دا غنیمت دَم په غم او غصي سره تیر کړم . ښه به دا وي چې ، دا څو لنډي شیبی په خوشحالۍ سره تیرې کړم ،ځکه دا ساعت بیرته نه راګرځي ،دا ښي خبری چې په عالم د معنویاتو کې د انسان روح او روان تازه کوی ، او په تیارو او غافله زړونو رڼا اچوي ،ډیر خلک یي په حیرت کې پریښودل ،او د هوش خاوندانو ته يی ، د خودۍ ټکان وکړ ،دا ګهر باره وینا د پادشاه غوږ ته ورسیده ،د پادشاه په شونډو کې د رحمت او بخشایش مسکا راغله ، او د بیګناه د دي پند آمیزه خبرو څخه یي چې د دي بی ګناه ، د ضمیر څخه سر چینه اخیسته د ده په بی ګناهۍ اعتراف وکړ .او هغه یی د نوازش او بخشایش سره وبخښه
د فارسی ادب د تعلیمی او انتباهی اشعارو څخه په پشتو ادب کې ژباړه

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button