تروما یا اروايي ګوزار یا ټپونه

ډاکټر محمد عیسی ستانکزی

له تاند ویبپاڼۍ څخه

تروما یا اروايي ګوزار یا ټپونه

 

      په نړۍ کې ټول انسانان  یو لړ پيښې تجربې کړي وي چې له امله ېې د ترهې، ویري او د بې وسۍ احساس کوي. د مثال په توګه که په یو کس جنسي تیری وشي، ناسم چلند ورسره شي، ووهل شي، سپک او ورټل شي، له جنګونو، مرګ ژوبلو او ترهګرو حملو سره مخامخ شي، د مهاجرت سختۍ وزغمي او یا هم د خپل مور او پلار له لوري وځورل شي له رواني پلوه ژوبلیږي او دغه پرهر او رواني ټپ ممکن د هغه ټول ژوند خراب کړي. همدغسې یو حالت ته ارواپوهان اروايي صدمه یا تروما وايي. زموږ مازغه د دې لپاره چې زموږ ژوند وژغوري دغه ډول پیښې په یاد ساتي او کله چې له ورته پيښو سره مخامخ شو نو سخت غبرګون ښيي. انسانان د ویرې ، ډار، او ترهې او دغسې نورو پيښو په وړاندې یو شان غبرګون نه ښيي. داسې ماشومان به وي چې له بیلابیلو پيښو سره مخامخ شوي وي خو له رواني پلوه ممکن ستونزه پيدا نه کړي. د مثال په توګه دوه عسکر په یوه سنګر کې جنګیږي او کله چې جګړه ختمه شي یو له روحي صدمې سره مخامخ او په ډپرشن اخته شي خو بل له دغه حالت سره تعامل کوي او هیڅ ډول رواني ستونزه نه پیدا کوي. خو دا خبره سل په سلو کې په فزیکي او رواني څیړنو کې ثابته شوې ده چې دغه ډول پیښې د زغملو نه وي په تیره بیا د ماشومان د خوندیتوب او ځان باورۍ احساس ځپي. هر ډول رواني فشار، ځورونه، وهل ټکول، سپکول او نور رواني ګوزارونه ماشوم ټول عمر پر ځان بې باوره او کمزوری کولی شي.

تر هغو چې د انسان د مازغو په جوړښت پوه نه شو پر روحي صدمې او پایلو ېې خبرې راته د درک نه وي.

د ماشوم مازغه له زیږون سره سم وده پیلوي او تر اتلس کلنۍ پورې بشپړیږي. له هغه وروسته هم وده کوي خو په اتلس یا شل کلنۍ کې ټول مازغه بشپړ شوي وي. ځکه نو په ماشومتوب او ځلمیتوب کې دغه ډول رواني صدمې او ناوړه پيښې د مازغو په وده سخت اغیز کوي او له ماشومه ډیر صلاحیتونه اخلي.

د انسان د مازغو وده له ښکته پورته لوري ته وي. دا په څه مانا ده؟ که تاسو د انسان ټول مازغه په دریو برخو وویشئ نو تر ټولو ټیټه برخه ېې د بدن پنځه ګوني حواس  او حیاتي نښې کنټرولوي لکه تودوخه، د وینې فشار، د زړه حرکت، د ساه اخیستل، اشتها، او میتابولیزم او نور ټول په همدې ښکتنۍ برخه کې کنټرولیږي. دغه برخه له زیږیدا سره سم او د مور په نس کې فعاله وي. ځکه چې انسان د ژوندي پاتې کیدا لپاره دغو برخو ته اړتیا لري.

  منځنۍ برخه احساسي یا عاطفي برخه وي په دې برخه کې پیښې په یاد ساتل کیږي، عاطفه او د تړاو  او مینې برخه دلته ده، د انعام او شاباسي برخه او دغه راز د انسان د سټرس او ویرې مرکزونه هم په منځوۍ هم موجود دي، همدلته پیښې په یاد ساتل کیږي.

دریمه او وروستۍ برخه چې تر اتلس او شل کلنۍ پورې بشپړه کیږي او وده کوي د مازغو پورتنۍ برخه ده چې کورتیکس بلل کیږي. دغه برخه د مازغو له ښکتنیو دو برخو سره په غږملتیا کې کار کوي او زموږ لپاره پلانونه جوړوي، منطقي فکر کوي، احساسات کنټرولوي، د مثال په توګه کله چې انسان بې ځایه وډار شي نو دغه پورتنۍ برخه بیرته لاندې برخه اراموي.

په نهه کلنۍ کې ټول جوړښت او اساسي بنسټونه جوړ شوي وي البته

د مازغو بیلابیل مرکزونه په ترتیب سره وده کوي او وروستۍ برخه د مازغو مخکېنۍ برخه ده چې فرونتال لاپ بلل کیږي.

پخوا داسې ګمان کیده چې له ځوانۍ سره چې کله د مازغو مخکنۍ برخې هم وده وکړه نور مازغه نور وده نه کوي نو له هغه وروسته چې د مازغو د سکن کولو ماشینونه او کمرې جوړې شوې نو ښېې چې حتي تر دیرش کلنۍ پورې هم مازغه وده کوي او بدلون پکې راځي

لکه چې وویل شول د مازغو پورتنۍ برخه کې د فکر کولو ، منطق برخه ده نو ماشومان تر ډیرو پورې له دې برخې کار نه شي اخیستلی ، څیړنو هم ثابته کړې ده چې ماشومان او د ځلمکیان له منځنۍ برخې کار اخلي او د احساساتو په اساس فکر کوي. کله چې یو ځلمکي او یو لوي نارینه په یو وخت یو عکس ته وګوري او د دواړو په سر سکن کمرې لګیدلي وي نو په ځلمکي کې د مازغو منځوي او په لوي انسان کې د مازغو پورتنۍ او مخکینۍ برخه «prefrontal cortex» فعالیت ښيي.

زموږ مازغه د تجربو او فعالیتونو په اساس وده کوي او زه فکر کوم هر مور او پلار باید په دې پوه شي چې د ماشوم مازغه څنګه وده کوي،   کومې تجربې پرې اغیز کوي او څنګه دغه تجربې ټول عمر  د انسان په ژوند اغیز لري.

دغه خبره اوس یقیني شوې ده چې د انسان مازغه د عمر په زیاتیدا سره نه بلکه د فعالیتونو او تجربو په اساس وده کوي.  یو د حجم او اندازې له امله د مازغو وده ده چې د بدن د هر غړي په شان مازغه هم غټیږي خو د مازغو اصلي ده او د پوهې زیاتیدل په خپله د انسان په تجربو او ورځنیو فعالیتونو پورې اړه پيدا کوي. یانې چې انسان څومره له جسمي او رواني پلوه فعاله وي هومره ېې مازغه ښه وده کوي او ذهن او پوهه ېې زیاتیږي. په مازغو کې د میلیونونو عصبي حجرو له یوځاي کیدا په میلیونونو لارې جوړیږي چې زیګنالونه له یوې برخې بلې ته لیږدوي. دغه لارې په حقیقت کې په فعالیت او ورځنیو تجربو سره وده کوي او بیا  زیګنالونه پکې سم او په اسانۍ حرکت کوي. یو مثال ښايي دلته له موږ سره مرسته وکړي:

تاسو به ځنګله کې وړې لارې لیدلې وي کله چې په دغو لارو ډیر خلک تګ راتګ وکړي نو لاره ورو ورو اواره او د تګ راتګ لپاره اسانه شي او کله څوک په دې لارو  لاړ نه شي ورو ورو دغه لارې بندیږي او بیا څوک پرې نه شي تللی. په مازغو کې له عصبي حجرو جږوړې لارې هم همدغسې دي.

 له دې چې د ماشوم د مازغو پورتنۍ برخې لا پوره وده نه وي کړي نو په ښکتنۍ برخې هیڅ کنټرول نه وي موجود، د مثال په توګه  مازغه د بدن د حرکت، خوب، لوږې ، ویرې، او سترس د کنټرول وړتیا نه لري. داسې ګمان وکړئ چې دغه پورتنۍ برخه د ډار د ګاډي بریکونه دي. کله چې انسان وډار شي همدغه برخه بیرته کنټرول په لاس کې اخلي او ښکتنۍ دو برخو ته پيغامونه استوي چې څه وکړي. که بې ځایه ډار وي نو درته وايي ارامه شه هیڅ خبره هم نه ده خو که ډار ریښتونی وي بیا نو بدن د تیښتې لپاره چمتو کوي او یا ېې مقابلې ته تیاروي. په ښکتني انځور کې د مازغو دغه برخې ښودل شوي دي.

مازغه له ښکته پورته لوري ته وده کوي خو پر بدن د کنټرول سیسټم ېې له پورته لوري ښکته لوري ته وي.

د ماشومانو په ارواپوهنه کې د ماشوم د مازغو دغه درې برخې  د لاس په یوې نقشې سره تشریح کیږي. د ماشومانو ارواپوهان وايي د انسان مازغه که لاس ته ورته وبلل شي  نو د مازغو قاعده  د لاس بند،  د مازغو منځوۍ برخه چې احساسات او عواطف کنټرولوي د لاس  ورغوی او پورتنۍ برخه چې د ښکتنیو برخو د کنټرول بڼه لري د لاس د ګوتو په شان دي. په حقیقت کې د مازغو پورتنۍ برخه چې د منطق او د احساساتو د کنټرول برخه ده په دغه نقشه کې د لاس ګوتو ته ورته بلل شوي چې د ورغوي او د لاس د بند پوښ وي او د دغو برخو ساتنه کوي.

د مازغو پورتنۍ برخه هم د ډار او بې ځایه سترس  په وخت ښکتنیو برخو ته پیغام ورکوي چې څرنګه منطقي چلند وکړي او د سترس مخه ونیسي. د مثال که سړی یوه چیغه واوري نو په لومړنیو ثانیو کې سړی وارخطا شي خو لږه شیبه وروسته پوهیږي چې ملګري ېې چیغه کړې او کوم خطر نه شته. د لومړنۍ چیغې په وخت یانې د وارخطايۍ په وخت د مازغو منځوۍ برخې ښکتنۍ برخې ته پیغام ورکوي چې ډار دی او ښکتنۍ برخه سمدستي فعالیت پيلوي. د سړي واڼې وتښتي او ټوپ وهي په دې ډول  انسان د جنګ یا تیښتې لپاره چمتو شي خو شیبه وروسته منطقې برخه غبرګون ښيي او منځوۍ برخې ته پيغام ورکوي چې ارامه شي هیڅ هم نه دي یوازې یوه ملګري چیغه وکړه او خطر نه شته. په ماشومانو کې دغې پورتنۍ برخې وده نه وي کړي  او تر اتلس کلنۍ پورې نه وي  بشپړه شوي نو دغه د کنټرول برخه فعاله نه وي او ښکتنۍ برخې هیڅ کنټرول او منطقي پیغام نه ترلاسه کوي. نو ویلی شو چې ماشوم په مازغو کې د کنټرول او انډول د ساتلو سیسټم نه لري. د انسان د بدن حیرانوونکی سیستم دی چې باید د ژوند د تجربو په اساس او د ژوند د فعالیتونو په اساس دغه وروستۍ برخه وده وکړي. له همدې امله د ماشوم چاپریال د هغه په مازغو او د ودې په پړاونه مستقیم اغیز لري. نو کله چې یو ماشوم وډار شي او په بدن کې ېې دغسې یو سیستم نه وي دا د مور او پلار دنده ده چې دغه انډول برابر کړي. هغه ارامه کړي او ډاډ ورکړي. په دغه ډاډ او ارامۍ سره موږ د ژوند تجربې زده کوو او له ویرې او ډار سره ځان اموخته کوو. کله چې یو ماشوم وډار شي باید سمدستي په غیږ کې ونیول شي ، دلاسا شي او ارامه کړای شئ. په دې ډول د ماشوم د مازغو پورتنۍ برخه له ودې سره دغه تمرین هم کوي چې څنګه د ډار او ویرې او نورو پيښو په وړاندې منطقي غبرګون وښيي. داسې تصور وکړئ چې د ماشوم مازغه سرپوښ نه لري او د ارامۍ او سکون لپاره د مور او پلار  ارامښت ته اړتیا لري او دا مور او پلار دي چې د مازغو د پورتنۍ برخې په سمه وده کې ورسره مرسته کوي.

 هر ځل  چې د مازغو پورتنۍ برخه مداخله کوي ورسره دغه برخه نوره هم مذبوتیږي او تجربې ترلاسه کوي او په همدې بڼه وده کوي نو له ماشوموالي باید سړی دغه تمرین وکړي  او په دې ډول د مازغو نورې برخې ځان خوندي احساسوي. کله چې دغه برخې کنټرول او خوندي شي نو بیا دغه پیغام وخت نا وخت نه استوي چې خطرناکه پيښه کیدونکې ده.

هغه ماشومان چې په مستقیم ډول ورسره تاورتریخوالی کیږي او یا د تاوتریخوالي کتونکي وي له رواني ټپونو سره مخامخیږي. په نړیواله کچه د رواني ټپ عوامل په دې ډول بیان شوي دي: سخت ټکرونه، جګړې، طبیعي پيښې، د یوه نیژدې کس مړینه، سخت او دردناکه طبي معالجه، د ماشوم ځورول او ملنډې پرې وهل، په کور کې نور هر ډول تاوتریخوالی چې ماشوم ېې سیل کوي، جنسي تیری او هر ډول غیر اخلاق او انساني کارونه چې د ټولنې له دودونو سره په ټکر کې وی ممکن رواني ټپ رامنځته کړي. حتي که یو ماشوم د سپي له لوري وداړل شي، په اوبو کې د ډوبیدا تجربه ولري، د مور او پلار له غوصې او وهلو سره مخامخ شي له سخت رواني ټپ سره مخامخیداي شي.

په ننۍ لیکنې مې په عمومیاتو خبرې کړي او د مازغو جوړښت او رواني ټپ مو وسپاړه خو که په دې هکله هر ډول پوښتنه لرئ د مصور بنسټ له لوري ما ته را رسیږي او په بله لیکنه کې به د دې بحث په دوام کې ستاسو پوښتنې هم ځواب کړم. په بله لیکنه کې به  په دې خبرې ولرو چې رواني صدمه څنګه رامنځته کیږي، څه پایلې درلودلی شي او څنګه ېې مخه نیولی شو په دې هکله ډیرې زیاتې خبرې شته چې په بله لیکنه کې ېې درسره شریکوم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button