د پښتو راج لاړ

اجمل ښکلی

ګومان کوم ۸۳يم کال و. په کابل کې د اشېزي سيمينار و. موږ محصلين وو، سيمينار څو ورځنی و؛ نو موږ به هم ورتلو. يو مازيګر له استاد شفيق سره کور ته استاد رفيع، واجد صاحب او څو کسه نور راغلل، چې اوس رانه ځينې هېر دي؛ خو يو مېلمه مې اوس هم په ياد دی او دا مې له دې مېلمه سره لومړنۍ پېژندګلوي وه. مېلمه په ونه دنګ او د مناسب بدن خاوند و. ګردې غټې سترګې، ږيره پاکه خرېيلې، ببر برېتونه خو د رفيقانو هومره اوږده نه. په دې پاخه عمر کې يې هم خپله ښايست نه وو بايللی او چې اندازه دې کوله؛ نو نظرونه وراوښتل. چې وبه يې خندل، خوند به يې درکړ او خندا به يې هم د خبرو په داسې ځای کې وه، چې ښايي مخاطب ته ضرورت نه وای ښکاره شوی؛ خو چې دقيق به شوې، نو پوه به شوې، چې له خندا نه يې پر خبرې د تاکيد بريالۍ استفاده وکړه. پر خندا يې د نورو رسمي خلکو او استادانو غوندې د کنټرول چل زده و، کله که به يې ډېرې خندا ته زړه و، بيا به ورسره ټول وخوځېد؛ خو د خندا اواز يې لوړېدو ته نه پرېښوده. چې ښکاره تاکيد ته به يې زړه وشو او جدي به شو، سترګې به يې راځوړندې شوې، غږ به يې ورو شو او خبرې به يې ځنډنۍ. خبره به نېغه د مخاطب پر زړه ولګېده.

په دې ورځو کې ما يو طنز ليکلی و، بيا له (افغان ادبي) بهيره مشهوره شو. يو بل څوک و، خو اوس ما ته نه دی ياد، هغه ويل، هغه طنز ووايه. زه بهير ته تلم راتلم؛ خو بيا هم دورمره زړور نه وم، چې د رفيع صاحب او راج ولي شاه خټک غوندې خلکو پر وړاندې يې ووايم او بيا طنز چندان د حيا شی هم راته نه ښکارېده. هغه وخت مې لا په زړه کې نافع صاحب ته شاباشی ورکړی و، چې هر چېرته خپل طنز ويلی شي. ما که هر څو ځان هاخوا دېخوا کړ، خوند يې ونه کړ. د تاکيد وروستۍ پسخه پرې شفيق استاد کېښوده، بيا د انکار امکان ختم شو. طنز مې راواخيست، په يوه سترګه مې طنز لوسته، په بله مې دوی څارل. بس د خنداګانو يو لړۍ جوړه وه.

د ډاکټر صاحب د کابل په همغه سفر کې ورسره شفيق استاد او زه د خلوص په تار وتړل شو. بيا چې هر ځل کابل ته راغلی، زموږ له ملاقاته بغېر نه دی تللی او که موږ پېښور ته ورغلي يو، نو ځان مو يې هرومرو کتو ته وررسولی.

په ډاکټر صاحب کې ما څو خويه ليدلي وو. پښتون سړی و، له پښتو نه مې مراد دا دی، چې پښتانه يې پالل. د پښتنو ترمنځ يې توپير نه کاوه، پر افغانستان همغومره مين و، څومره چې پر پښتونخوا مين و، بلکې په دې خو ډېر بدنام و. په وروستيو کې يې چې له خپلو سيالانو سره عدالتي سيالي روانه وه؛ نو د سيالانو يې د سرکاري کړيو د منظور نظر کېدو لپاره د ده پرخلاف له دې ټکي هم استفاده کوله، چې “جي …..افغانستان ته ډېر ځي راځي”؛ خو د ډېرو غوندې احساساتي پښتون نه و. مينه دا نه وي، چې سړی چغې ووهي، چې له تا سره مې مينه ده. هغه چې چا چغې وهلې، له هغوی سره يواځې چغې وې، احساس نه و او چې د چغو لپاره يې شکرې ورکړې، مرۍ کېناستې، له چغو پرېوتل؛ خو چې د چا مينه له زړه وه، هغه ورسره پاتې شوه. داسې خلکو هم پښتو وپالله هم پښتانه. د ډاکټر صاحب يوه خبره مې چې استاد شفيق ته يې د پښتنو د پيوستون په تړاو کړې وه، اوس هم په غوږونو کې انګازې کوي، چې ” فکر ګرم ساته، سينه سړه”. مطلب، مينه ژوندۍ ساته؛ خو احساساتي کېږه مه، کار کوه. دا وينا پخپله د ډاکټر صاحب د شخصيت او عمل هېنداره وه. عملا يې پښتانه او پښتو وپالل؛ خو له خولې يې سپڼ ونه ايست. ما ته ياد دي، زغم صاحب د پښتو څانګې آمر؛ نو ورغلو. ورومې پېژانده. موږ خواهش ښکاره کړ، چې د پښتو څانګې کتابتون د پښتو اکېډمۍ کتابونو ته اړ دی. دی هغه وخت د پښتو اکېډمۍ ډايرکټر(مشر) و، له واره يې د د کتابونو د سټور مسوول راوغوښت، چې دوی ته به له هر کتابه يوه يا دوه کاپي ورکړې.

بل خوی يې اخلاص و، بس چې ځان به دې وروپېژانده، هرې منډې ته تيار ناست و. له ما سره يې څو ځل ځان په تکليف کړی او زه يې دا احسان نه شم هېرولی. چې وربه غلې، ښه رسمي کار به يې و؛ خو په ورين تندي به يې درته هرکلی ووايه.

ډاکټر صاحب عالم سړی و. د قلندر صاحب، غني خان او داسې نورو لويو پوهانو له ناستې برخمن و او له ادب او ژبې سره يې د زړه مينه وه. کوم آثار چې په پښتو کلاسيک ادب کې له ډاکټر صاحب راپاتې دي، کافي به نه وي؛ خو لوی دي او ښايي راروان کول يې په درنو کاڼو وتلي. (د پښتو ادبي تحريکونه) يې موږ د اردو د ادبي تحريکونو پر وړاندې د کمترۍ له احساسه وژغورلو او داسې يې پر رحمان بابا او نورو باندې کړی څېړنيز کار هم درواخلئ.

چې مجلس به يې درسره کاوه، پته به درته لګېده، چې ډاکټر صاحب په فلسفه، تصوف او د نړۍ په ادب کې ښه مطالعه لري او پښتو ادب خو يې هسې هم مسلک و. په ژبپوهنه کې هم ګومان کوم د پښتونخوا تر ډېرو هممهالو پوهانو ډېر پوهېده. کمال دا و، چې د پښتونخوا د نورو ليکوالو او څېړونکو پرخلاف پر زيار صاحب هم پوهېده او کله په جدي او کله په خندا به يې د نوموړي څه نا څه تاييد کاوه.

ګومان کوم، دی او مهجور خېشکی په يوه وخت له اکېډمۍ نه تقاعد شول؛ خو د دواړو تقاعد د پښتو اکېډمۍ علمي مقام راپرې ايست. اکېډمي همغه وه، خو بس لکه کنډوالې ته چې ورشې.

تر تقاعد وروسته پښتنو هم هغومره ونه پاله. ما ويل، چې سړی تقاعد شي؛ نو له لکه مارغه چې له پنجرې ازاد شي؛ خو د جاج استاد او د دوی په تقاعد راته پته ولګېده، چې مارغه چې يو ځل د پنجرې خوند واخلي او خپل ژوند ورسره عيار کړي، بيا ورته ازادي د زندان غوندې شي. ځکه کله د ازادۍ په مطلقيت شکمن شم، چې ازادي اصلا، د زمان، مکان، حالاتو او فرديت له پلوه نسبي وي.

زه پوه شوم، چې اصلا، د سيميارونو او غونډو والا او رسمي مرکزونه د خلکو له علميته نه، له لېبله استفاده کوي. بس چې د اکېډمۍ برحال رييس وې، چې د پوهنتون رييس او استاد وې، د هر چا د زړه سر به يې، هرې غونډې ته به تا لومړی رابولي؛ خو چې تقاعد شې، لکه د رسمي تګ راتګ او نورو امتيازاتو غوندې چې دې د علم امتياز هم هلته ورپرېښی وي، نه دې څوک پوښتنه کوي، نه اېږنه، لکه سړی چې مړ شي. هغه د غني خان شعر راياد شي:

پروا يې غني نه کا، که يې دروند تلي که سپک

تف، څه به دا جهان وي، څه به تول د دې جهان

تر تقاعد وروسته مې يو ځل په يونيورسټي بک ايجنسۍ کې وليد، رنګ يې سپين شوی و. ګومان کوم زوی يي ادريش دينار هم ورسره و. ما ويل، ډاکټر صاحب صحت مو پرېوتی دی، ناروغ خو به نه يئ؟ ځان ته متوجه شو. خدای شته زه هم وروسته په خپله خبري پښيمانه وم.

په وروستي ځل مې په نوښار کې د سولې په مشاعره کې وليد، ښه راته ښکاره شو. د تګ پر وخت مې ورسره ليده ونه شول؛ خدای شته، پر زړه مې تراوسه ارمان پاتې شو.

نن سهار چې جنازې ته ورغلم؛ همغسې ښکلې څېره، ببر برېتونه، پاک صفا مخ پروت و، خو نه هغه خندا وه، نه هغه ځانګړی سټايل او کرکټر، چې هم به دې ترې خوند اخيست، هم به دې يې تقليد ته زړه کېده. په ډاکټر صاحب کې د تقليد او اغېزمنېدو لپاره ډېر څه وو، د ده شخصيت، د ده د خبرو انداز، د ده علميت، د ده احساس؛ خو مرګ ډېر نامرده دی. د رحمان بابا خبره:

پېغمبر غوندې صاحب له دنيا لاړه

دا دنيا يې ورانه نه شوه په هجران

خدای دې ډاکټر صاحب راج ولي شاه خټک ته د پښتو او پښتنو په بې لوثه خدمت جنتونه ورکړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button