د هډوکو سرطان، نښې، لاملونه او تشخیص

د هډوکو سرطان یو له نادرو ډولونو څخه دی، او کوم مشخص لامل هم نه لري چې څرنګه پرې وګړي اخته کیږي، دا ممکن د بدن هډوکو په هره برخه اغیز وکړي، خو د حوصلې یا کوناټو شاوخوا هډوکي زیات تر برید لاندې نیسي.

د هډوکي سرطان

د هډوکي سرطان هغه وخت پېښيږي کله چې تومور یا غیر معمولي نسجونه په هډوکو کې رامنځته شي، او ممکن په کلکه او چټکتیا وده وکړي او د بدن نورو برخو ته خپور شي.

د هډوکو سرطان ډولونه

د هډوکو سرطان دوه ډولونه دي:

لومړی ډول چې خورا خطرناک دی، په هډوکو کې یو تومور په مستقیم ډول یا شاوخوا نسجونو کې رامنځته کیږي، لکه کارټلیج (کرپندوکی یا غضروف، تنکی هډوکی چې سوکه سوکه په کلک هډوکي اوړي).

دویم ډول یې هغه دی چې د بدن نورو برخو څخه هډوکو ته خپریږي، دا ډول یې له لومړي څخه ډیر عام دی. دغه دواړه ډولونه په خپلو کې نور ډیر ډولونه لري خو دلته یې نشو تشریح کولی.

د هډوکو سرطان نښې

د هډوکو د سرطان یو شمېر نښې شتون لري چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

په اغیزمن هډوکي کې درد او پړسوب

د غړو په هډوکو کې د روښانه جامده ډلو راڅرګندېدل

ستړیا احساسول

په اسانۍ سره هډوکي ماتېدل

ناببره وزن له لاسه ورکول.

د هډوکو سرطان لاملونه

د هډوکو سرطان لاملونه په بشپړ ډول نه دي پيژندل شوي، خو ځینې عوامل شتون لري چې په راڅرګندېدو یې کولی شي د انفیکشن ډیریدونکي خطر سره مرسته وکړي او لا یې زیات کړي.

د حجرو غیر نورماله وده

روغتیایي حجرې په دوامداره توګه نوې کیږي او د زړو حجرو ځای نیسي، خو ځینې غیر نورماله حجرې شتون لري په کوم کې چې اختلال رامنځته کیږي، د نسجونو څانګو ته وده ورکوي او بالاخره په تومورونو بدلیږي.

په شعاعو یا وړانګو درملنه

د وړانګو له لارې درملنه کول ممکن د سرطان خطرناکې حجرې ووژني او د هډوکي سرطان درملنه وکړي خو د وړانګو لوړې اندازې ته رسېدل ممکن ناروغۍ ته نوره هم وده ورکړي.

هغه کسان چې د هډوکو په سرطان زیات اخته کیږي

له دې هر څه پېژندلو وروسته هغه کسان په ډاګه کوو چې په سرطان د اخته کېدو خطر یې له بل هر چا زیات وي.

د سرطان ناروغۍ کورنی تاریخ درلودل (په کور کې یو کس یا زیاتو په ځانګړي ډول د هډوکي سرطان تېر کړی وي)

د پیجټ (Paget) ناروغۍ درملنه د وړانګو کارولو په واسطه کول. دا یو داسې حالت دی چې د هډوکو ماتېدو لامل کیږي او بیا په غیر طبیعي ډول وده کوي.

په کرپندوکي یا غضروف کې د یو شمېر تومورونو شتون، او دا په هډوکو کې نښلوونکی نسج دی.

د هډوکي سرطان څرنګه تشخیص

د هډوکو سرطان نښو او لاملونو پيژندلو وروسته د ناروغۍ د تشخیص ځینې لارې چې ډاکټران یې په تدریجي ډول په بېلا بېلو مرحلو کوي، او هره مرحله د ناروغۍ موقعیت بیانوي، چې په لاندې ډول دي:

لومړۍ مرحله: دا هغه مرحله ده چې د بدن نورو برخو ته د هډوکي سرطان نه وي خپور شوی.

دویمه مرحله: په دې مرحله کې ناروغي د هډوکو سربېره نورو نسجونو ته خورا ډیره خطرناکه کیږي.

دریمه مرحله: په دې مرحله کې ناروغي د بدن یوې ساحې ته خپریږي.

څلورمه مرحله: په دې کې سرطان د بدن شاوخوا نسجونو او نورو ارګانونو ته لکه سږو او ماغزو ته خپریږي.

کاپي…

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button