حضرت بایزید علیه رحمه

سید عبیدالله نادر

حضرت بایزید علیه رحمه

یو روښان ضمیره لاروی چی زړه یی د معرفت په څراغ روښانه وو،د حضرت بایزید څخه پښتنه وکړه ،چي ای د ټولو مریدانو مراده ؟ دا رښتیا راته ووایه ؟چي دومره د سعادت او معنویاتو ګنج تا له کومه ځایه حاصل کړو ؟ حضرت بایزید علیه الرحمه ووییل : چي زما د مور د یوی قطرې د اوښکو څخه داشاهد د مقصود زما تر څنګه شو ، هره شپه به چي مور می بیده کیدله د هغی خپو ته به زما بسترپروت وو ، مور به می د شپی تر نیمایی پوری زما سره ، قیصي کولي ، او رازونه آوازونه او سرودونه به مو درلودله ، زمونږ قیصي به له شاتو او شکری هم خوږي وي ، زمونږ نغمی به د سحر د باده څخه هم روح نوازه او روح بخښونکي وي ، نا ببره یوه شپه هوا خړه پړه شوه ، او درنه واوړه زمونږ په کلي او کور پریوته ، یخ دومره زور شو چي وینه به یي په بدن کي سړوله او د یخنۍ د دمه به لمبه مړه کید له ، نیمه شپه شوه او مور می د خوبه راپاڅیده ،او زما څخه یي اوبه وغوښتي ما د یخنۍ د زوره په لرزانو لاسونو د اوبو جام واخیست او د مور سرته راغلم خو مور می دوباره په خوب کې ولاړه او زه د حیا ادب او احترام څخه کلک د مور سرته ودریدم ،څو شیبی وروسته می احساس وکړ چی یخني جام زما په لاس کې ونښلاوه ،زه د مور سر ته سترګي په لاره جام په لاس او ساه تر ستونۍ سپره ولاړ وم ،سهار وختي چی د فیض او رحمت دروازۍ خلاصیږي مور می هم د لمونځ د پاره پاڅیده او ما ته یي وکتل چی د ولي د ونۍ په شان رپیږم او لرزیږم ،او سر تر پایه سپین اوختۍ یم ، نو مور می ماته ووییل :چی د څه د پاره دي جام کېنښود ؟ او ځان دي دومره په عذاب کړاو کې پریښود . ما ووییلي ای موری دا خطا وه چی ما جام د ځان د هوسایني د پاره ایښی وای ،که تا زه زما نه ،اوبه غوښتی وای او زه دي د ادب نه لیری په خوب لیدلای وای نو دا ماته ښه نه ښکاریده ،مور می زما د وینا څخه ډیره غمجنه او متاثره شوه ،او یو آه یی د زړه نه وایستی او د هغی سره یي یوه قطره اوښکه د سترګو راوڅڅیده نو په دي توګه د مور هره قطره د اوښکي د معنویاتو ګنجونه زیږوی او سړی د هغی قطری څخه سمندر شي

د استاد خلیل الله خلیلی د یو شعرنه په پښتو ادب کې ژباړه

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button