نوی کال – نوی پلان ـ 2021

ګل احمد احسان
له دې ځایه به يې پیل کړو چې، هر چاته کښېنې وايي چې پلان جوړوم. دولت په پلان جوړونه اخته دی، خلک پلانونه جوړوي،نړیوال پلانونه جوړوي مانا داچې هیڅ اداره، شخص او ټولنه نسته چي پلانونه جوړ نه کړي. اصلي ستونزه دا ده چې لږ يې بیا خپل جوړ کړي پلانونه عملي کوي.

ځیني کسان بیا لومړی پلان جوړونه مهمه ګڼي وايي اصلي کار پلان دی. خو زه وایم ډېری کسان دا مهارت لري چې په یوه ورځ سل پلانونه هم جوړ کړي، نامي هغه دی چي عملي يې کړي.

هغه کسان چې پلان جوړوي خو عملي کولای يې نه سي، دغه يې مثال دی:

وايي، په نوي کال کې ۱۰۰ کتابونه مطالعه کوم، خو په ټول کال کې د یوه لیکوال د فیسبوک پوسټ لا نه سي کتلای مګر ښایسته انځورونو ته زړه والا لایکونه ورکوي.

په دې لیکنه کې زما پلان دا دی چې خبرې ډیري اوږدې نه سي. که تاسي د ۲۰۲۱ کال لپاره په ژوند کې خپلو هیلو او موخو رسېدو ته پلان جوړوئ نو زه یوه مشوره درکوم، هغه داچې!!

که یوازې خیالي پلانونه جوړوئ، نو وخت مه ضایع کوئ.

که لاس تر زنې ناست ياست او خیال پلو مو د لوړ هدفونو په لورې استولی وي نو خدای مو راوله.

اول خو د ژوند لپاره داسي پلان جوړونه وکړئ چې ستا د حالت سره سم وي داسي نه چې ۵۰ افغانیو کردیټ کارټ نه سې رانیولای خو تا پلان دا جوړ کړی وي چې په ۲۰۲۱ کال کې باید موټر رانیسم. یا څوک عادي ماموریت نه درکوي خو ستا پلان داوي چې په راتلونکې ولسمشریزو ټاکنو کې باید نوماند شم که هغه نه وي نو دوهمه خوښه دي د یوه نوماند مرستیالي وي. هههه

اساسي موضوع دا ده چې یو ځل قلم کتابچه درسره واخله، د تېرکال پلي سوي پلانونه او هغه مثبت کارونه ولیکه چې تاسي ترسره کړي او یا هم ځینو موخو ته ورسېدلې. څه ډول هڅې دي وکړې؟ له کومو ستونزو سره مخ سوې؟ د تیر کال کوم پلانونه پاته دي چي په نوي کال کې باید عملي سي؟ او دې ته ورته پوښتنو ته ځوابونه ورکړه.

وروسته نو!! د نوي کال لپاره خپل موخې ولیکه. زما مشوره داده چې فقط څو محدود هدفونه وټاکه او بیا د کال په جریان کې همدا خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له ځغاستو مه ستړی کېږه. همت به دلاسه نه ورکوې. سختۍ به حتمي راځې او ته به يې منې. بې خوبۍ، ستړیا او لوږه به هم تاته جټکې درکوي خو ته به يې پر وړاندې لکه غر ولاړ يې. د خلکو تهمتونه او خبري هم ستا کارونه کډوډ کولای سي، خو ته به يې هیڅ پروا نه ساتې. یوازې به دي توکل پر ستر خالق الله ج وي او خپل هڅې او کوښښونه به کوي. تردې مسایلو وروسته نو ته حتمي خپل ارمانونو ته رسېږي او یو بریالی انسان به وې.

زموږ او ستاسو د پلانونو، موخو او هیلو د رسېدو پر وړاندې لوی خنډ ټولنیزي رسنۍ دي، لکه فیسبوک، ټویټر، یوټیوب او داسي نور… وخت مو ټول ورسره تباه سوی دی. د دې مانا دا نه ده چې ووایو باید هیڅ يې ونه کاروو، د مالوماتو او نورو مهمو مسایلو لپاره دا ښه ادرسونه دي خو دومره هم نه چې زموږ ژوند ګډوډ کړي، بیله فیسبوک کتلو ټوله ورځ بل کار ونه کړو.

هڅه وکړه چې ټولنیزې بیخي لږ وکاروې.

که قوي اراده لرئ، مهرباني وکړئ

پلان جوړ کړئ. موخې وټاکئ. هڅې پیل کړئ.

رب دي ۲۰۲۱ میلادي کال په موږ ټولو پسې نیکمرغه کړي. آمین

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button