شري (سرخکان) ناروغي

ډاکټر علي قمرزی

شری (سرخکان) یا “Measel” يو حاده،ويروسي او ساري ناروغۍ ده‌.
شری په ۴-۶ میاشتو ښکته او ځينو کوچنيانو آن تر ۹ مياشتني عمر پورې د مورنۍ معافيت (آنټې باډي) د لرلو له کبله غير معمول ده. وروسته له دې عمر څخه هغه کوچنيان چې د شري واکسين (کوم چې لومړی دوز په نهمه مياشتنۍ او دوهم دوز په اتلسمه مياشت کې تطبيق کيږي) وانخلي، پيښيدو احتمال پکې زيات او دوی ورته مساعد دي.
سرایت:
د شري ناروغۍ له يو ماشوم څخه بل ماشوم ته د مستقيم تماس، ټوخي او پرنچي په واسطه انتقاليږي.
نښې نښانې:
د ناروغۍ په شروع کې ماشوم ټوخی، پرنچی، له پوزې څخه اوبه تلل، سرې سترګې او وروسته بیا د بدن پر پوستکې باندي سره هوار خاپونه راښکاره کيږي؛ چې اول د غوږونو شاتنۍ برخې څخه شروع بیا غاړه وروسته مخ بيا ټولو خواوو ته خپريږي. همدارنګه لوړه درجه تبه، بې اشتهايي او نارامې ورسره موجوده وي.
مخنيوی:
د شري ناروغۍد مخنيوي لپاره بايد د شري واکسين تطبيق شي؛ واکسین د شری ويروس په وړاندې ۹۵ سلنه معافيت رامنځته کوي.
څرنګه چې شري ویروسي ناروغې ده؛ نو کومې خاصې درملنې ته اړتیا نه لري.
که مو ماشوم په شري ناروغۍ آخته وي نو لاندې مهمې سپارښتنې عملي کړئ:
• منتن ماشوم مو کور کې له نورو کوچنيانو څخه جلا وساتئ.
• ښه معايات لکه يخني، جوس او مناسب خواړه ورکړئ.
• د تبې د لرلو په صورت کې تبې ضد درمل لکه “پرستامول” ورکړئ.
• د ويټامين اې A ورکړه حیاتي ارزښت لري. البته مقدار او د دوز لپاره ډاکټر سره پرې مشوره وکړئ.
د شري ويروس په پوستکي باندې د خاپونو له راختلو څلور ورځې وړاندې او پنځه ورځې وروسته ساري وي؛ نو په دې ورځو کې بايد له منتن ماشوم څخه نور ماشومان جلا وساتل شئ، تر څو پرې ماخته نه شي.
په کوم حالت کې یو خامخا روغتون ته یوسئ؟
شرۍ يوه خطرناکه ناروغي ده، که د ناروغ سمه پاملرنه ونه شي، نو ویروس دماغو ته خپريږي او د ماشوم د مړينې سبب کيدای شي. نو هيڅکله له ناروغ سره سطحي برخورد مه کوئ. سمه پاملرنه يې وکړئ.
که په شري اخته ناروغ خوارک کم کړ يا یې بیخې نه خواړه، ډيره لوړه تبه، اسهال، سينه بغل ورته پیدا شو یا دا چې شعور يې مختل شو نو په دې حالت کې یې بې له ځنډه نږدې روغتون ته یوسئ.

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button