بېباکه ، پولادي مبارز

بېباکه ، پولادي مبارز
تازه ګل شینواری
کاسټرو ښايي د معاصرې نړۍ ېو بېساری کامېاب مبارز وګڼل شي چې هم ېې خپل هېواد کې ېو ديکتاتور ته ماتې ورکړه او تر هغې وروسته ېې د څو لسيزو لپاره د نړۍ د ېو زبرځواک سره ډغرې ووهلې . فېډېل کاسترو د سختې او کامېابې مبارزې ېو نړېوال سمبول ګڼل کېږي .
هغه د 1926 ( څوک ېې 1927 بولي) کال اګسټ مېاشت په 13مه نېټه د کيوبا په ېوه کلیواله سيمه کې زېږېدلی و .
که څه هم چې ېوه غريبه کروندګره کورنۍ کې پېدا شوی و خو پلار او مور ېې خپل ټول کوشش وکړ او د کاسټرو په ګډون خپلو ټولو اولادونو ته ېې د ښو زده کړو کولو امکانات برابر کړل . کاسترو په خپل ښوونځي کې ېو له بهترينو زده کونکو څخه شمېرل کېده او فوق العاده عالي حافظه ېې درلوده .
1941م کال کې ېې د ( بېلېن ) په نوم کالج کې داخله وکړه چې 1945م کال کې ېې دغه کالج په بریالیتوب سره پای ته ورساوه او بېا ېی د ( هاوانا ) پوهنتون د حقوقو پوهنځي کې زده کړو ته دوام ورکړ ( 1950م کې د پوهنتون څخه هم فارغ شو ) . 1947م کال کې ېې د کيوبا د خلکو ګوند غړيتوب تر لاسه او د انقلابي مبارزې ډګر ته راووت . 1953م کال کې ېې په (سانتیاګو – کيوبا) کې انقلابي تحرکات پېل کړل چې له امله ېې ونيول او بندي شو . هغه په محکمه کې د مدافع وکيل له نيولو ډډه وکړه او پخپله ېې د ځان په دفاع کې د ( تاريخ زما په خوا دی ) ېوه مشهوره وېنا وکړه ، کومه کې چې ېې خپل ټول سېاسي نظرېات څرګند کړل .
هغه له دوه کاله زندان تېرولو وروسته په 1955م کال کې آزاد او په همغه کال مکسيکو ته ولاړ .
1956م کال کې د خپلو 82 ملګرو سره ( چيګوارا هم په دې ډله کې و ) د وسله والې مبارزې په موخه کيوبا ته راغی ؛ خو ډله ېې د دولتي ځواکونو تر سخت بريد لاندې راغله او ېوازې 12 کسان ېې ژوندي پاتې شول .
هغوي د ( سېررا- ماستره ) غرونو کې پټ شول او د ځان تر ټينګولو وروسته ېې پراخه پارتيزاني مبارزه پېل کړه .
د څو کلونو په تېرېدلو هغه پوره ځواکمن او 1958م کال کې ېې د پلازمېنې (هاوانا) پر لور پرمختګ شروع کړ .
د کاسټرو کامېاب پرمختګ د کيوبا د هغه وخت ديکتاتور مشر جنرال ( باتيسته) مجبور کړ چې واک خوشې کړي او وتښتي .
کاسترو د 1959 کال په جنورۍ کې هاوانا ته داخل او د هېواد واک ېې په لاس کې واخيست …
د واکمنۍ په دوره کې د امريکا لخوا تر سختو پوځي او اقتصادي فشارونو لاندې راغی خو هېڅکله ېې هم امريکاېانو ته کمه ونه وېله . کله چې د امريکاېېانو فشار ډېر زیات شو نو په ډېر مهارت ېې د پخواني شوروي اتحاد سره د پوځي تړون له مخې ، د هغوي راکټونو ته پخپله خاوره کې ځای ورکړ . دغه کار سره هغه خپل هېواد او دولت د امريکاېېانو د مخامخ ګواښ څخه خوندي کړ .
که څه هم چې هغه د خپل هېواد د اړتېاوو پوره کولو لپاره له پخواني شوروي اتحاد څخه کافي کومکونه تر لاسه کول خو هېڅکله ېې تر اغيز لاندې رانغی او هغوي سره چلند کې خپلواک او د خپل هېواد ګټو ته وفادار پاتې شو .
فيدېل کاسترو بلاخره تر 49 کاله ( 1959-2008) واکمنۍ او دمې کولو وروسته ، د 2016م کال په جنورۍ کې له نړۍ سترګې پټې کړې .
نوټ :
په فېسبوکي ليکنه کې د کاسترو معرفي کول سخت کار دی خو ما خپله هڅه وکړه ،
دوهم نوټ :
د کاسټرو د ژوند او مبارزې په هکله ځنې ډېر جالب ټکي شته چې بل پوست کې ېې شريکوم .
سرچينه : +Wikipedia

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button