پرمختیا، وده، ترقی او پراختیا

دودیال

پرمختیا، پراختیا، ترقی، وده، انکشاف او توسعه
کوم یو سم دی؟
پرمختیا- انکشاف( development)
ترقی – پیشرفت(progress )
وده – رشد(growth )
خوریدل، خپریدل، انتشار( diffusion)
پراختیا – توسعه ( extension)
هوساینه- رفاه welfare

په ورځنیو بحثونو، میدیا، د راډیو او تلویزیونو په مرکو او مقالو کې ډېرځله پورتني شپږ اصطلاحات نومونې/مفاهیم لولو، اورو او وینو. په تېره بیا کله چې د ټولنیز پرمختګ او اقتصادی ترقی، ودې او پرمخیتا څخه خبرې کیږي، نو خامخا ورسره مخامخ کیږو. متاسفانه ځینی وخت دا اصطلاحات ناسم یا یو دبل پرځای کارول کیږي. په تېره بیا دې وختو کې په دری/پارسی ژبه کې(توسعه) ډېره دود شوې ده، چی زیاتره د پورته لومړنیوپنځو مفاهیمو پر ځای لیکل، ویل او اورېدل کیږي. ان دا چې زياتره وخت دا ټول په مترادفه توګه يو د بل پر ځاى راوړل کېږي! خو ګڼ شمېر اقتصاد پوهان وايي چې د پورته اصطلاحاتو ترمنځ د معنا له پلوه توپير شته. د بېلګې په توګه شومپتر وايي چې اقتصادي پرمختيا د پرمختللو اقتصادي مسايلو سره اړېکې لري؛ يعنې هغه ځانګړنه چې پرمختللی( developed countries/DC) یاپانګوال اقتصاد یې لري. مشکل دا دی چی ورځنیو بحثونو کې وده او ترقی هم کارول کیږي، خو دقت نه ورته کیږي. پروفيسر شومپتر وايي: اقتصادي پرمختيا په ساکن حالت کې د لنډې مودې بدلون دى چې هغه پخواني تعادلي حالت له منځه وړي، حال دا چې اقتصادي وده د اوږدې مودې دوامداره او تدريجي بدلون دى چې د وګړو په پس اندازونو کې د يوه عمومي زياتوالي څخه رامنځته کېږي. هره اقتصادي پرمختيا د اقتصادي ودې لرونکې وي، خو هره اقتصادي وده حتماً د اقتصادي پرمختيا محتوى نه وي. دا ځکه چې اقتصادي وده يو اړخ لري؛ هغه د ټولو ملي توليداتو General National Production (GNP) ملي مجموعي توليد يا د هېواد په سطح، د ټول محصول د کلني زياتوالي سلنه(٪) ده، حال دا چې اقتصادي پرمختيا، په اقتصادي جوړښت کې د بدلون سربيره هرډول سياسي، اجتماعي، کلتوري او نور بدلونونه هم را اخلي، نو ځکه ويل کېداى شي چې اقتصادي وده پرته له اقتصادي پرمختيا ممکنه ده، مګر اقتصادي پرمختيا پرته له اقتصادي ودې ناممکنه ده.
په نورو مواردو کې وایو: نیالګي ښه وده کړې، احمد په لوست کې ښه پرمختګ کړی، د غازی آباد د فارم ترڅنګ د نویو نیالګیو په کینولو سره دغه فارم پراختیا ومونده. له اروپایی اتحادیې سره د ۲۸هیوادو په یوځای کیدو د ایرو کارولو او چلند پراختیا ومونده. هندوستان وروسته دخپلواکۍ تر ګټلو ښه ترقی وکړه، کله چې د اور لمبې نورو ونو ته ورسیدې، لوګی یې ډیرو سیموته خپور شو…
په اقتصادی بحثونو کې اقتصادي پرمختيا ډېره معمول ده او د اقتصادي ودې د نومَونې په پرتله پراخه معنا لري. د اقتصادي ودې ( growth) اصطلاح يوازې د کمې شاخصونو ښودونکې ده؛ لکه د ملي عايد حجم، سړي سر کالنۍ ګټه( PCI)، زېرمې او نور، خو اقتصادي پرمختيا د کمې شاخصونو سربېره، کيفي شاخصونه او د وګړو د ژوند نور بېلابيل اړخونه هم را اخلي لکه د ژوند د وسايلو او اسبابونو چمتوالى، په کورونو کې د يخچال، ټلويزون، دورځپاڼو لوستل، کافی رخصتی او نورو شته والى، د بريښنا، روغتيايي اوبو، ټليفون او نورو چمتوالى، د کورونو د کوټو شمېر او داسې نور.
کوزنتز( S.Kuznets)وايي: اقتصادي پرمختیا په اوږده موده کې د یوه هیواد او ټولنې دبیلابیلو تولیداتو دظرفیت اوچتیدل دي.
ځینې نور وايي: اقتصادی پرمختیا د یوې ټولنې دوګړود رفاهي وضعیت( welfare)او اقتصادی دوام لرونکې ودې ښه کیدل دي، چې ددغې ټولنې داقتصادی، ټولنیزو، سیاسی،علمی او فرهنګی بنسټونو دمطلوب بدلون له امله پیښیږي.
د دغو نظرونو لنډیز داسې دی: په یوه ټولنه کې ټول کمی او کیفی بدلونونه پرمختیا( development) ده.
د دې ترڅنګ؛ اقتصادي وده د اقتصادي ترقۍ سره توپير لري؛ په دې معنا چې اقتصادي وده (Economic Growth) د ملي عايد د زياتوالي او اقتصادي ترقۍ (Economical Progress) د سړي سر ګټې سره سروکار لري. کله چې موږ د اقتصادي ترقۍ څخه خبرې کوو؛ نو د خلکو د ژوند د ښه والي په معنا ده چې يو منځوي بريد ورته ټاکل کېداى شي. د دغو دوو توپير کول يوه اړتيا ده. دا هم بايد په ياد وساتو چې ممکن ځينې وخت په يوه ټولنه کې د وګړو د ژوند کچه ټېټه وي، خو د ژوند نورو ډګرونو کې به ژوره پرمختيا شوي وي. په دغوحالاتو کې باید توسعه( extension) او پراختیا – انتشار (diffusion) ونه لیکو.
د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دواړه عوامل(مادي او معنوی) ضرور دي. هغه لیکوال چې د اقتصاد مسلکی نه دی، يوازې د تنوع په توګه هم جايزه بولي چې د ودې پر ځاى پرمختيا يا ترقي وليکي، خو د مسلکی مقالو، لیکنو او علمی څیړنې لپاره دقیق انتخاب په کاردی، دا ځکه چې اقتصادي پرمختيا يوه پروسه او پړاوونه دي چې د هغې په ترڅ کې د ټولنې حقيقي عايد په يوه اوږده موده کې زياتوالى مومي.
پروسه يا پړاو ځينې ټاکلي ځواکونه راښيي چې په اوږده موده کې اغيزه ښندي. اقتصاد پوه براون، په يوه اوږده موده کې د سړي سرمادي محصول زياتوالى اقتصادي پرمختيا بولي. پروفيسر بوچانان (Buchanan) او Ellis وايي: اقتصادي پرمختيا، په پرمختيايي ټولنو کې د حقيقي عايد د زياتوالي لپاره د امکاناتو پراختيا ده چې د پانګې اچونې له لارې د سړي سر د حقيقي عايد پر بنسټ ولاړه ده.
رفاه یا هوساینه welfareڅه ده؟
(Claim Clark) وایی: رفاه د مادی او معنوی اړتیاوو پوره والی دی، په تېره بیا: اقتصادي رفاه د اقتصادي پرمختيا پایله او ثمره ده، رفاه د ودې او ترقی پایله هم ده.
رفاه د ټولنې او هیواد په کچه اقتصادی حالت او د خلکو رضایت ښکاره کوي، په دې کې هم مادی او هم معنوی اړتیاوې راځي. معنوی اړتیاوې په مقداری یا عددي بڼه نشو ښودلای، لکه؛ ټولنيزه سوکالي د ښوونځيو په ودانولو، روغتونو، سړکونو،، ټولنیز عدالت، غذایی مصئونیت، صحت، ټولنيزوآسانتياوو او نورو سره د بدلون وړ ده چې دا يو هم مقداری نه دي. نن ورځ هیوادونه هڅه کوی چی اقتصادی او ټولنیزه رفاه په موازی توګه تامین او تضمین کړي.
په اقتصاد کې دنوبل د جایزې وړونکی( Amartya Sen)اقتصادی پرمختیا د آزادی معادل ګڼي او پرمختیا په واقعی توګه خپلواکی بولی، نوموړی وايي:
Development can be seen as a process of expanding the real freedoms that people enjoy.
نوموړی دلته د ودې او پراختیا ټکی نه یادوی، ټول تمرکز یې په (پرمختیا) دی. د امارتین سین موخه ډیره عالی او انسانی ده، نوموړی وایی چی پرمختیا ازادی ته وسعت ورکول دي چی ټول خلک ورڅخه ګټه واخلی.
ځينې پوهان په ډېره اوږده موده کې دلازم بدلون راتګ ته پرمختيا وايي، ځينې نور بيا په ټاکلي وخت کې د ژوند په ټولو اړخونو کې د “پرمختيا” نومَونه کاروي. مثلاً يوه ټاکلي وخت کې د تخنيک پرمختيا، د ټولنيز محصول د لوړتيا او په ډيناميکه توګه راتلونکي بدلونونه هم پرمختيا کې شمېرل کیږي، يعنې علمي خبره دا ده چې جاري وضعيت له تېرى او راتلونکې وضع سره وتړل شي او پرتله یيز جاج يې واخيستل شي.
اما؛اقتصادي وده ( Economic growth)په يو هيواد کې په ټول ملی اقتصاد کې، یا د لوی اقتصاد په کچه په يو ټاکلي کال کې د تېر کال د مقدار په پرتله د توليد زياتوالی وده ده(وګورئ چې کمی اړخ ته اشاره ده). په بله وینا: په مطلوب (دپام وړ) کال کې د تېر يو کال په پرتله د ناخالص ملي توليد (GNP) يا د کورني ناخالص توليد (GDP) زياتوالی اقتصادي وده بلل کيږي. یا د نیالګی وده کی چې دښاخونواو د نیالګي د قد زیاتیدل د پام وړ وي.
په بل عبارت: د يوې ځانګړې دورې په لړ کې د هر متغير کمي بدلون ته وده وايي. دا د ټولنې د اړتياوو د پوره کولو لپاره د ټوليزې عرضې د زياتوالي په موخه د توليد د ظرفيت اوږدمهاله زیاتوالی دی. که له اقتصادی ادبیاتو پرته دعوامو خبرو ته ځیر شو، هغوی هم زیاتره وخت د متغیر کمی بدول ته وده وایی لکه : ماشوم وده کړی، نیالګی ښه وده کړې او داسې نور، خو په اقتصادی ادبیاتو کې بیا اقتصادي وده د توليد يا سړي سر ملي عايد په زياتوالي دلالت کوي،که په يو هېواد کې د توکو او چوپړتياوو توليد هر ډول زياتوالی موندلی وي، نو ويلای شو چې اقتصادي وده رامنځته شوې ده.
نه هیروو چې دواړه اصطلاحات هم لیکلای شو، په دې شرط چې: فزيکي،بشري او ټولنيزو ظرفيتونو په پام کې ساتلو سره یوځای د توليدي ظرفيتونو له زياتوالي سره تړلې وده پرمختيا وبولو. او يا هم اقتصادي پرمختيا په اقتصاد کې له بنسټيزو بدلونونو سره مل اقتصادي وده ده او د فزيکي،بشري او ټولنيزو ظرفيتونو سره يو ځای د توليدي ظرفيتونو لوړوالی دی.(وګورئ، دلته دکمیت تر څنګ کمیت ته هم اشاره شوی ده). پرمختيا د ټولنې ټول اړخونه پوښي او نشو کولای یواځې په يوه ځانګړې برخه کې ترې يادونه وکړو. پرمختيا ځانکړې پوله،حد او چت نه لري؛دا چې له ټولنې اودانسان اقتصادی ژوند سره تړلې پديده ده، نو ځکه خو ټول اړخونه په بر کې نيسي. “پرمختیایی” هیواد ته “پراختیایی” او یا هم ” درحال توسعه ” ویل ناسم، خو ” در حال انکشاف” اصطلاح مناسبه دِه.
ترقی نظر یوه وخت ته په بل وخت کی مطلوب او مثبت بدلون دی. مثلاً یوې سیمی کې د تیرکال په پرتله دوه نور ښوونځی جوړ شوی، څو کیلومتره سړک پوځ شوی، دمخابراتو خدمات ښه شوی، دخامو کورنو په عوض اوس پاخه کورونه جوړیږی، خلک د واسکټ او شواړو جامو په عوض ستره جامی یا پطلون او یخن قاق اغوندي او داسې نور. کله چې موږ اقتصادي ترقي (Economic Progress) وايو، نو د خلکو د ژوند د ښه والي په مانا ده، چې يو اوسط حد ورته ټاکل کېدای شي ومو لیدل چې پورته توضیحاتو او مثالونو کی د توسعې هیڅ یادونه ونشوه. نو توسعه چې زیاتره ایرانی ادبیاتو او ژباړو څخه راغلی څه ده؟
توسعه د یو فکر، یوې تکنالوژی، یوې طریقی او یو میتود رواجیدل او په خلکو کې یې منل او دود کیدل دي. توسعه د انګلیسی ( extension)ده چی پورته ټولو نورو اصطاحاتو سره فرق او د استعمال خپل ځای لري. په دري/ پارسی کې باید وګورو چی موخه مو څه ده؟ که هدف وده، ترقی، پرمختیا او پراخیتا وه، نو باید رشد، ترقی، انکشاف او( وسعت- انتشار) وکاروو چې دا هر یو له (توسعه) سره توپیر لري. په دې ورستیو یوه حالت کی هم توسعه مانا نه ورکوي، بلکی انکشاف سمه مانا لری.

نور ښکاره کړئ
Back to top button