په رواني لحاظ د روغو ماشومانو ځانګړنې

ژباړه ـ ریاض مقامزی

تاسو چې له خپلو ماشومانو سره هر ډول چلند کوئ او یا یې روزئ، مستقیماً د هغوی پر شخصیت او روان تأثیر کوي. یعنې ستاسو هره کړنه د هغوی پر روان ځانګړی اغېز لري. له ماشومانو سره په چلند، راکړه ـ ورکړه، خبرو او لوبو کې پوره غور او دقت په کار دی. که په دې ټولو برخو کې پوره دقت وشي، نو ټولنې ته به سالم وګړي وړاندې کړو.

ځينې کورنۍ د بېلابېلو کړنو له امله د خپلو ماشومانو اروايي روغتيا زیانمنوي، خو بیا هم په دې نه وي خبر، چې ماشومان یې رواني اختلالات لري. تاسو به په دې لیکنه کې د سالمو ماشومانو ځانګړنې، د هغوی اروايي روغتيا لپاره د تګلارې او د ماشومانو هېښوونکو روغتيايي ګډوډیو په اړه پوه شئ.

په رواني لحاظ د روغ ماشوم ځانګړنې

ـ روغ ماشوم هیله مند وي

که په لنډ ډول ووايو نو ویلای شو، چې روغ ماشومان هېڅکله ناهیلي نه ښکاري. څېره یې تل ځلنده وي او په سترګو کې یې د ماشومتوب خاصه خوښي لیدلای شئ. که ستاسو ماشومان هم هیله من ښکاري نو، خوښ اوسئ. رواني روغتيا یې د ډاډ وړ ده.

ـ پر ځان باور

د روغو ماشومانو بله ځانګړنه دا ده، چې د هغوی لپاره د نه شم کولای، نه کېږي او امکان نه لري الفاظ هېڅ معنا لري. دوی هر کار ته په پوره علاقې او مینه ورغاړې وځي.

که ستاسو ماشومان پر ځان باور نه لري، نو رواني روغتيا یې ستونزه لري. خو دا د خفګان خبره نه ده. تاسو کولای شئ هغوی وهڅوئ او په درنښت ورته قایل شئ، ستونزه یې حل کېدای شي.

ـ له نورو سره ملګرتیا

په رواني توګه سالم ماشومان هېڅکله ګوښه ګير نه وي. دوی تل هڅه کوي له نورو ماشومانو سره ملګرتيا وکړي. که ستاسو ماشوم هم له نورو ماشومانو سره لوبې کوي او ګران وي ورته نو په رواني لحاظ روغ ماشوم دی.

ـ جرأت

په رواني لحاظ رړغ ماشومان د خبرو او کړنو جرأت لري. البته په دې برخه کې د کورنۍ رول خورا مهم دی. باید خاصه توجه ولرئ.

په رواني لحاظ د سالمو ماشومان روزل

ـ هر کله چې نېک کار وکړي، و یې ستایئ.

ـ د مینې او محبت لپاره قید (شرط) مه ږدئ، یعنې تل مینه ورکړئ!

ـ داسې فضا برابره کړئ، چې د خوښۍ او ډاډ احساس ولري.

ـ لوبې ورسره وکړئ!

ـ که غلطي کوي، مه یې وهئ. په خبرو یې پوه کړئ.

د ماشومانو د رواني ګډوډۍ نخښې

ـ وېره او تشویش

ـ تل غلی اوسېدل

ـ په ازموینو کې له ډېرو هڅو سره ـ سره کمې نمرې اخیستل

ـ لټي

ـ ګوښه ګيري

ـ نا آرامي

ـ بد اخلاقي

ـ خفګان

وروستۍ خبرې

ددې لپاره چې په راتلونکي کې سالم ماشومان ټولنې ته وړاندې کړو، باید هغوی ته داسې چاپیریال برابر کړو، چې له وېرې، تاوتریخالي او توهين څخه پاک وي. تر څو مياشتو ماشوم په غیر شعوري توګه زده کړه وي، مګر له څو مياشتو ورړسته محیط د ماشوم په روزنه کې مهم رول لري.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button