د وېښتانو په اړه ځینې ناسم باورونه

د جلدی ناروغیومتخصص ډاکتر نقیب کاکړ

لومړی غلط نظر:

د ویښتانو ژر ژر لنډول د ویښتانو د ودې له تیزوالیي سره مرسته کوي او د ویښتانو د تویدو مخه نیسي.

ستاسي د سر ویښتان په یوه میاشت کې له یوې تر یوې نیمې سانتۍ مترو پوري وده کوي، که یې لنډ کړئ یا یې پر خپل حالت پریږدئ، خو کېدای شي چي په اوړي کي ویښتان ژر وده وکړي.

د ویښتانو کمول د ویښتانو د توېدو په مخنیوي کي هیڅ اغیز نه لري، خو د لنډو او کمو ویښتانو تویدا لږه ليدل کیږي. البته د ویښتانو د څوکو بیاتي کول ستاسي د ویښتانو اخرنۍ خرابي برخې له منځه وړي او ستاسو ویښتانو ته ظاهري ښکلا وربخښي.

دوهم غلط نظر:

که چیري یو سپین ویښته وکاږئ، نو ستاسي په سر کې به سپین ویښتان زیات شي.

که څه هم دا یوه اوازه ده او حقیقت نه لري، خو کله چې ویښتان په سپیندو پیل وکړي، هغه وخت که تاسي سپین ویښتان وکاږئ او که نه دا حالت دوام کوي او نور نوي ویښتان به هم سپین شي.

دریم غلط نظر:

په یخو اوبو د ویښتانو پریولل، د ویښتانو د ځلا سبب ګرځي.

دا کار کیدای شي ستاسي خوب والوځوي خو د ویښتانو په ځلا کي هیڅ اغیز نه لري. البته ډیرې تودې یا سرې اوبه د وېښتانو لپاره ښې نه دي.

څلورم غلط نظر:

د دې لپاره چې ويښتان مو په ښه پاک شي، باید څو ځله یې په شامپو ومینځئ.

یو ځل په شامپو ویښتان پریولل بسنه کوي، په ځانګړې توګه د وچو ویښتانو لپاره، خو که چیري ویښتان مو غوړ وي کولای شئ شامپو د دوهم ځل لپاره استعمال کړئ. خو ښه دا ده چې که مو وېښتان غوړ وي نو هغه شامپو رانیسئ چئ د غوړو ویښتانو لپاره جوړه شوې وي. ځینې وخت ممکن د یو چا وېښتان غوړ وي او د وچو وېښتانو لپاره جوړه شوې شامپو وکاروي چې ورسره د وېښتانو غوړ یې نور هم زیاتېږي.

پنځم غلط نظر:

د ویښتانو خرېیل د ویښتانو د زیاتیدو او ډبلېدو (پنډېدو) لامل ګرځي.

د ویښتانو خرېیل د ویښتانو پر زیاتیدو او ودي هیڅ اغیز نه لري.

شپږم غلط نظر:

د ځیني آرایشي موادو په مرسته کولای شو، د ويښتانو رژیدل ترمیم کړو.

کله چې د ویښتانو رژیدل پیل شي، یوازینۍ غوره لاره دا ده چي قیچي راواخلئ او د هغې برخې ویښتان غوڅ کړئ.

اووم غلط نظر:

سترس (تشویش) د ویښتانو د توېدو لامل کیږي.

ویښتان هر کله د توېدو په حال کي دي، په طبیعي توګه په ورځ کي له ۵۰ تر ۱۲۰ پوري ویښتان تویږي، او که مو سترس زیات شو د ویښتانو توېدل مو زیات هم زیات شي، پاته دې نه وي چې د امیندوارۍ ضد دوا او ځیني انټي بیوتیکونه هم د ويښتانو په توېدو کې ونډه لري خو د وخت په تیریدو او د حالت په ښه کېدو سره ویښتان د دوهم ځل لپاره وده کوي.

اتم غلط نظر:

د ویښتانو پخه د ویښتانو د وچوالي له امله منځ ته راځي، چي د ویښتانو په غوړلو سره ښه کیږي.

د سر پخه کیدای شي هم وچه او هم غوړه و اوسي، هغه کسان چي د سر پخه یې غوړه وي د ویښتانو غوړېدل یې د پخې د ډیریدو لامل کیږي، خو هغه کسان چې پوستکی یې وچ وي د ویښتانو غوړېدل ورته ګټور تمامیږي. ذ شامپو د رانیولو په مهال د خپل پوست خاصیت ته په پام (غوړ یا وچ) شامپو احلئ.

نهم غلط نظر:

د سر د پوستکي مساژول د وینې جریان زیاتوي او د ويښتانو د ودې لپاره ګټور تمامیږي.

هیڅ علمي څیړنې نه ده ثابته کړې چي د سر مساژول د ويښتانو د زیاتېدو سبب شي، په ضمن کې د ویښتانو فولیکولونه چې د استراحت په مرحله کي وي د وینې د رګونو څخه بېل او کوچني کیږي.

لسم غلط نظر:

د ویښتانو رنګول د ویښتانو سپينېدل نور هم زیاتوي.

د ویښتانو رنګول د ویښتانو پر رنګ جوړوونکو حجرو باندي زیات اغیز نه لري، نو ځکه د ویښتانو په سپینېدو کي هم اغیز نه شي درلودلای، د یادولو وړ ده چې د ویښتانو رنګول په دوامداره توګه کولای ښي په ځینو وختونو کي د حساسیت لامل شي. له دې کبله چې د وېښتانو په رنګ کې خینې کیمیاوي مواد شته هڅه کوئ چې د سر پر پوستکي ډیر ونه لګېږي.

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button