بي بي سي سره د ښاغلی جمهور رئیس اشرف غنی بشپړه مرکه

(د بي بي سي په استازیتوب د دې مرکې کوربه د بریتانیې لوی درستیز، جنرال نېک کارټر، و)
جنرال کارټر: ښاغلی جمهور رئیس، خوښ یم چې د دې مرکې فرصت مو برابر کړ. د کابل د سقوط او واک ته د طالبانو د رسېدو څخه ۱۰۰ ورځې اوښتي. ما او تاسې د سقوط څخه مخکې ورځو کې د ډېرې خبرې او بحثونه کړي. د سقوط څخه وروسته تاسې سره خبرې نه کول ستونزمن و او اوس ښه فرصت برابر شو چې څه د پاسه ۱۰۰ ورځې وروسته خبرې کولی شو. فکر کوم لومړنی شی چې په دې مرکه کې غواړم وارزوو، دا ده چې موږ ټولو سږکال د اګست په میاشت کې دومره په چټکۍ سره د طالبانو واک ته رسېدو سره ټکان خوړلی و. چې له امله مو په چټکۍ سره هېواد پرېښود. زما په نظر همدا موضوع به زموږ د خبرو د پيل لپاره مناسبه وي چې وپوښتم تاسې ولې هېواد پرېښود. غواړم پدې اړه وضاحت ورکړئ تر څو موږ پوه شو چې د هغې اونۍ په وروستیو کې [۱۴ او ۱۵ اګست] کې څه پېښ شول؟
جمهوررئیس غني: مننه ښاغلی جنرال. خوښ یم چې تاسې وینم او تا سره مرکه کوم. په واقعیت کې موږ دواړه [د افغانستان د مسئلې] لوبغاړي یوو. غواړم په تېرو شلو کالو کې له تاسې، د بریتانیا له دولت او د بریتانیا له خلکو څخه د مرستو او همکاریو په خاطر، په ځانګړي ډول له تاسې څخه چې د ایساف قوماندانۍ د معاون او بیا مو نورو دندو کې خدمت کړی دی، مننه وکړم. مستقیم راځم ستاسې د سوال ځواب ته.
زما د تللو لومړنی دلیل، د کابل له وراني څخه مخنیوی و. د واک په سر د مجاهدینو خپلمنځي جګړو پر مهال یو ځل کابل ویجاړ او د جنګ په میدان بدل شوی و. د طالبانو دوه مختلفې ډلې له دوو مختلفو جهتونو څخه کابل ته د نږدې کېدو پر حال کې وې، د دوی تر منځ د پراخې جګړې قوي احتمال موجود و، چې په نتیجه کې یې د کابل پنځه میلوني ښار خاورې سره خاورې کېده او خلک متضرره کېدل. زما دریز پدې اړه واضح و، ما نه غوښتل چې دویم اسد [بشار الاسد] شم.
دویم؛ په پاتې کېدو سره مې یوې خونړۍ کودتا ته مشروعیت ورکول کېده. دا یوه کودتا وه، نه کوم سیاسي جوړ جاړی. طالبانو د خپلو ټولو هوکړو او بیانیو څخه سرغړونه وکړه [او په زوره کابل ته ننوتل].
درېيم؛ ما نه غوښتل یو کودتا ته مشروعیت ورکړم، بلکې غوښتل مې چې راتلونکي کې د یو اساسي سیاسي جوړجاړي ته لار پرانېستې وي. پر افغانستان د طالبانو تسلط، سوله او ملي یووالی ندی راوستی. هغه څه ته چې موږ اړتیا لرو، واقعي سوله او ملي یووالی دی.
او وروستی دلیل؛ ما نه غوښتل چې د پاکستان ای اس ای خپل ارمان پوره کړي او جمهوریت تحقیر کړي او ما په زور یوې بیانیې ورکولو ته مجبور کړي. یا تر دې هم بدتر به دا وی چې د یو افغان جمهور رئیس څخه استنطاق پيل کړي. دا ټول زما پاتې کېدو سره په حقیقت بدلېدل.
اما اساسي دلیل چې ما هېواد پرېښود دا و چې زموږ امنیتي ځواکونو سقوط کړی و، ټول [امنیتي] وزیران او د ملي امنیت سلاکار راغلل او ماته یې اطلاع راکړه چې ځواکونه یې پاشل شوي او نشي کولای له کابل څخه دفاع وکړي. دا چې ولې داسې یو حالت ته ورسېدو او د دې باعث شو، پدې اړه هم ستاسې پوښتنې ته ځواب ورکولای شم.
جنرال کارټر: مننه، مشخصا هغه ورځ، هغه یکشنبه یوه عجیبه ورځ وه. زما منظور دا دی چې د هغې ورځې څخه په ذهن کې څه لرئ، په هغه ورځ څه پېښ شول؟
جمهوررئیس غني: هغې ورځ سره تړلې پېښې مهمې دي. یوه شپه مخکې (د آګست په ۱۴ تاریخ) ښاغلي استین (د امریکا متحده آیالاتو دفاع وزی) ماته خبر راکړ چې ټاکل شوې ۳۰۰۰ امریکايي ځواکونه د کابل د هوايي ډګر د امنیت د تامین په خاطر راشي. هغه وویل: ” هغوی د کابل د دفاع لپاره موظف شوي ندي، په تکرار سره یې وایم، هغوی د کابل د دفاع لپاره توظیف ندي.” سهار د دفاع وزیر بسم الله خان راسره اړیکه ونیوله، وې ویل، طالبان د انسجام په حال کې دي او هیڅ هوايي ملاتړ نشته. همدارنګه، د نیویارک فدرالي خزانه د پنجشنبې یا جمعې (۱۲ یا ۱۳ د آګست) کې زموږ زیرمه شوې پیسې بندې کړې. موږ تقریبا نهه میلیارده ډال زیرمه درلوده، چې پنځه میلیارده یې هلته وې. معمول دا و چې هره میاشت ۲۰۰ میلیونه ډالر موږ ته راتلل. دا بهیر ودرول شو او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي بلینکن وویل چې د پیسو لېږد ځکه ودرول شو چې دوی اندېښنه درلوده چې دغه پیسې طالبانو ته په لاس ور نه شي.
ماته په کراتو ویل شوي و چې طالبان نه غواړي چې ماسره د طرف په صفت تعامل وکړي، تاسې فعال نقش درلود او تاسې ته معلومه وه چې زما تأکید پر دې و چې پروسه کې د افغانانو د مشارکت لپاره یوه با عزته لار پیدا شي، زما ټينګار په لویه جرګه و. دا په بین المللي سطحه یو ترکیب و.
په ملي کچه، یوه ډله افراد لکه جمهوررئیس کرزی، ډاکټر عبدالله او نور راغلل او وې ویل، دوی باید طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د باصلاحیته پلاوي په توګه وټاکل شي، ما هم دا واک هغوی ته ورکړ.
له دغه دوو، امنیتي او سیاسي، اقداماتو سره جمهوریت د یو نهاد په صفت له منځه لاړ. ما دا حقوقي صلاحیت نه درلود چې د جمهوریت داسې زوال ته مشروعیت ورکړم، هېڅ داسې کوم حقوقي میکانیزم نه و موجود چې زه واک پرته د لومړي معاون امرالله صالح بل چا ته انتقال کړم. مګر نه یواځې چې زه دوی ته د منلو وړ نه وم بلکې د جمهوررئیس معاون (صالح) هم د منلو وړ نه و.
په داسې یوه فضا کې، د هغې ورځې په سهار مې هیڅ فکر نه کاوه چې ماسپښین به زه وطن پرېښودلو ته اړ کېږم. موږ د بین المللي لوبغاړو، ناټو او د امریکا متحده ایالاتو، لخوا نه بلکې د ښاغلي رحیمی لخوا خبر شوو چې د حقاني ډله ژمنه کړې چې کابل ته به نه ننوځي. اما دوه ساعته وروسته کېسه بدله وه. د هماغې ورځې په سهار د متحده عربي اماراتو یو استازی راغی چې طالبانو سره سیاسي جوړ جاړي ته د رسېدو لپاره مرسته وکړي.
له ما څخه وغوښتل شول چې له افغانستان څخه ووځم، همدارنګه یې زما د ملي امنیت د سلاکار په شمول یو شمېر همکارانو ته د وتلو لار راکوله. زما میرمن څخه چې د وتلو اراده یې نه درلوده، وغوښتل شول چې ووځي، هغوی لاړل. یو ـ یو نیم ساعت مخکې منتظر وم، چې له بسم الله خان څخه مې تماس ترلاسه کړ او د سقوط خبر یې راکړ. زه دفاع وزارت ته په روانېدو وم، ۲۵ دقیقې منتظر پاتې شوم. موټر راپسې رانغلل. وروسته د ملي امنیت سلاکار ډاکټر محب او د PPS مشر ښاغلی کوچی راغلل، وې ویل، PPS سقوط کړی. که زه په خپل موقف ودرېږم، ټول وژل کېږو.
هغوی له ما څخه د دفاع توان نه درلود، ډاکټر محب ډېر ډار شوی و. هغوی دوه دقیقې وخت هم رانکړ. زما لارښوونه دا وه چې خوست ته د تګ لپاره ځان چمتو کړو. ډکټر محب راته وویل، خوست او جلال اباد هم سقوط کړی دی.
زه نه پوهېدم چېرته ځو. کله مو چې حرکت وکړ څرګنده شوه چې وطن پرېږدو. دغسې یو حالت ما هېڅ تیاری نه درلود، حتی تاسې د تماس موقع مساعده نه شوه ( که ما کولای شوای تاسې سره تماس ونیسم، تاسې په بین المللي دوستانو کې راته نږدې وی). یوازې تاسې سره مې پدې خبرې کړې وې که مو په یاد پاتې وي، دا وه چې که چېرې سیاسي توافق وشي او طالبان وغواړي زه افغانستان پریږدم، غواړم داسې ځای ته لاړ شم چې بي طرفه وي. پدې توګه کولای شم خدمت وکړم او بېرته راشم. بس دا هر څه واقعا ناڅاپه و.
جنرال کارټر: یو نظر دا دی که تاسې چېرته پاتې وای او په ارګ خوندي شوې وای، دغه تشه چې اوس رامنځته شوې، ور څخه مخنیوی کېده. ایا تاسې دغسې فکر کوئ؟ ایا هغه وخت داسې کوم څه ستاسو ذهن ته راغلل؟
جمهوررئیس غني: دا تشه په لاندې دلایلو نشوای ډکېدای. پرون تاسې ولیده چې د بي بي سي له لارې، یو افشاګر د بریتانیې د تخلیې برنامه په ډاګه کړه. هلته د ۱۵۰۰۰کسانو د تخلیې یادونه وشوه. د ناټو ټولو دخیلو هېوادونو د تخیلې پر یوې پالیسۍ پرېکړه کړې وه او اجرا شو.
جنرال کارټر: که لږ منصفانه اوسو، هیڅ چا د تخلیې پلان عملي نکړ، فکر کوم خلک متوجه شول …
جمهوررئیس غني: نه، دا سمه نده. د تخلیې پلان عملي کېده. د تروریزم په وړاندې ټولو قطعاتو ته په خوست، جلال اباد، کندهار او کابل کې د وتلو وړاندیز شوی و. زموږ جنرالانو ته وعدې ورکول شوې وې. د ملي امنیت اداره چې یو حیاتي بنسټ و، کارمندان یې تخیله/ وویستل شول. پدې توګه یو رواني محیط (د رامنځته کېدو په درشل کې وږ) بل مهم ټکی جنرال کارټر دا دی چې په کابل پولیسو کې اصلاحات را نه وستل شول. اردو نسبتا اصلاح شوې وه، اما فقط نسبتا اصلاحات راغلي و. یوازې د جمهوررئیس مرستیال امرالله صالح یو کال هره ورځ د شپږ نیمو بجو جلسو مشري وکړه، چې په نتیجه کې وضعیت ښه او په کابل کې یو څه نظم او قانونیت رامنځته شوی و. طالبان ښارونو ته داخل شوي و، ستاسې اطلاعات هم همدا وایي. ما چا سره کار کړی وای؟ یوازې د PPS له ځواکونو سره؟ هغوی هم ټولو یونیفورم بدل کړ او محلي جامې یې واغوستې او تري تم شول. تېر ته کتل ډېر مهم دي، زما د لیدلوري له مخې بل طرف دا و: ایا د وسلې تر فشار لاندې راغلی وای او یو له تاوتریخوالي ډک غیر قانوني اشغال ته مې مشروعیت ورکړای وای؟
جنرال کارټر: ښاغلی جمهوررئیس، کوم شی چې ډېر خارق العاده دی، دا دی چې تاسې د اګست د میاشتې په پيل کې، احتمالا د افغانستان پارلمان ته وویل، تاسې کولای شی دا هر څه سم او مرتب کړی. کولای مو شوای کابل وساتئ، حتا په یاد مې دي چې د مارچ میاشتې په پيل کې مې لندن ټایمز ته مقاله لیکله چې په هغه کې مې ذکر کړه چې موږ باید د افغانستان له دولت ملاتړ وکړو. دا بالکل ممکنه وه. که د کلیدي ولایتونو مرکزونه د افغانستان دولت په واک کې وای، موږ بیا هم کولای شو د دې ټولو شخړو د حل لپاره یوه سیاسي حللاره پیدا کړو. دا د فکرمندۍ خبره ده چې په څومره چټکتیا هر څه د اګست په اوله اونۍ او بیا د اګست په منځ کې رامنځته شول؟
جمهوررئیس غني: یقینا، دلته باید یو لړ مسایل ذکر شي.
اول؛ زموږ لوجستیکي وابستګي ده. زموږ د تدارکاتو ځنځیر او د افغانستان د امنیتي برخې تدارکاتي قراردادونه امریکا پورې تړلي و. د جولای تر لومړۍ د امریکا د تخیلې پروسه بشپړه شوه (نظامي برخه). پدې کارسره ټول تمرکز پر ځواکونو و. خو اصلي مسئله قراردادونه ول ـ د قراردادیانو د شمېر په اړه مختلف تخمینونه شته، زه غواړم له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۷۰۰۰ پورې ذکر کړم. زموږ د تامیناتو ټول ځنځیر تر سخت فشار لاندې و.
دویم؛ افغان ځواکونه په ځانګړي ډول، ملي اردو له جوړېدو راهیسي په هوايي ملاتړ ولاړه وه. کله چې له ګڼو ستراتيژیکو ګواښونو سره مخ شول، دوی په تاکتیکي کچه عملیات نشوای کولای. مثلا، دشفافیت لپاره یې باید ووایم چې ۶۰۰۰پولیسو شپږ میاشتې معاشات نه و تر لاسه کړي.
داسې نظامي اډې وې چې تامینات یې د هوا له لارې کېدل. د امریکایي ځواکونو تخیله ځنځیري تاثیر درلود، ښاغلی جنرال، تر ټولو مهم دا چې له نظامي پلوه ستاسو د پوهولو لپاره ووایم چې ستراتیژیکې ساحې زموږ د نړیوالو ملګرو له خواپه نظر کې نه وې نیول شوې. افغانانو ته ستراتیژیکې ساحې ولسوالۍ او ولایات دي، او د دوی سقوط د افغانانو په منځ کې ځنځیري اغېز لري.
زموږ د بین المللي همکارانو له نظره، دغه ساحې عادي وې او ځنځیري اغېز یې نه درلود. پدې توګه که موږ غوښتل چې د کندهار او کابل څخه چې ستراتيژیکې ساحې وې دفاع وکړو، ځکه د جنوب دفاع مهمه وه، د ختیځو سیمو امنیت ټینګ و، دواړه ننګرهار او پکتیا محفوظې وې. زموږ ناتواني د ځواکونو نشتوالی و، ځکه کومانډو په تاکتیکي ډول پراګنده شوي وو.
ستونزه دا وه چې تکتیکي عمل د دې باعث شو چې ستراتیژیک اهداف تر سیوري لاندې راولي. دا له کویډ۱۹ سره چې یو طبیعی افت دی مقایسه کړی. د نړۍ بهترینو سیستمونو ونشوای کړای په چټکۍ او په موقع سره اجراات وکړي. دوو میاشتو کې ټول لوجیستیکي ځنځیر له سره جوړول [ستونزمن و].موږ په بشپړ ډول خپل لوجیستیکي وابستګۍ ته له متوجه کېدو پرته ډاډه و، ځکه موږ ته داسې ډاډ راکړل شوی و چې بدیلونه به وړاندې شي. خو تر وروستۍ ورځې، د اګست ۱۴ پورې د قراردادونو د بدیل په لټه کې و.
جنرال کارټر: مخکې لدې چې د دښمن خبره وکړو، ایا فکر کوئ چې د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان په صفت تاسې د تغیر راوستو لپاره د کافي صلاحیت او توانايي څخه برخمن وئ؟
جمهوررئیس غني: نه، ځکه امنیتي برخه څو ځانګړنې درلودې چې زما تر نظر لاندې نه وې.
اول، کندهار کې امنیه قوماندان ما وټاکه او که پر ما تحمیل شو؟ ټول منطقوي ځواکونه، محلي پولیس او ولسي پاڅون کوونکي او نور د محلي بانفوذه اشخاصو په واسطه ایجاد شول که نه؟ اول چا سقوط وکړ؟ همدوی. ډېر ملاحظات او استدلالونه شته چې یو جنګسالاره ستراتيژي ممکنه وه؟ خو، دا جنګسالاران و چې سقوط یې وکړ.
جنرال کارټر: کولی شو دې ټکي ته بېرته را وګرځو. ځکه کله چې عمومي وضعیت ته په کلي توګه ګورو، دا ټکی پکې مهم دی. ما غوښتل چې یوازې د اګست میاشتې د پېښو جمعه بندي وکړم، او فکر کوم افغانان غواړي پدې اړه ستاسو لیدلوری واوري. لومړنی مورد چې زه پرې پوهېږم او تاسې پرې پوهېږئ دا دی چې د متحده ایالاتو کانګریس، فکر کوم په وروستیو کې جان ساپکو د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی سرمفتش غوښتي چې پر تاسو د ځینو تورونو تحقیق وکړي. هغه ادعا چې ګواکې کله تاسې وطن پرېښود، مشخص مقدار پیسې مو له ځان سره انتقال کړې، زه فکر کوم احتمالا تاسې غواړئ هغه ته ځواب ورکړئ. بله پوښتنه چې زیات افغانان غواړي هغه واوري، که څه هم توضیح ورکول شوې ده، تاسو لپاره به واقعا هم سخته وه، چې افغانانو ته د ۷ کالو تعهد او ژمنتیا وروسته په داسې حالاتو کې وطن پرېښود؟
جمهوررئيس غني: بالکل دا ډېره سخته پرېکړه وه، په تېرو سلو ورځو کې زه لیکل کوم، یوازې وم، فکر مې کاوه چې تر دې سخت شی به بل نه وي. زه مجبور شوم خپل ځان قرباني کړم تر څو کابل وژغورم او د د تاوتریخوالي څخه ډکه کودتا رسوا کړم، دا یوه کودتا وه او په هېڅ کچه پکې ولس په پام کې نه دی نیول شوی.
دویم، زه غواړم په قاطعیت سره ووایم، ما له هېواده هیڅ پیسې ندي ویستي. لومړني‌ هدف تر رسېدو وروسته ټول هیلیکوپټرونه تالاشۍ ته ورکړل شول. نه یوازې د ښاغلي ساپکو له تحقیقاتو هرکلی کوم، بلکې لکه مخکې مې چې ددغې ادعا له اوازې سره وړاندیز کړی چې غواړم د ملګرو ملتونو یا بل کوم تحقیقاتي بنسټ له خوا د دې موضوع تحقیق وشي، تاسې له کلونو راهیسې ما پېژنئ، ایا تر اوسه ما د ویزې، یا کوم بل کار په اړه کومه شخصي غوښتنه کړې؟ که ما غوښتلی چې پیسې تر لاسه کړم، کله مې چې د مالیې وزارت پرېښود، ما کولای شوای یو قراردادي شرکت یا عایداتي کمپنۍ جوړه کړم. ما د خپل عمر یوه ورځ هم د امریکا په شمول هیڅ یو هېواد ته کار ندی کړی. د نورو رهبرانو برخلاف ما له امریکا، ناټو او هیڅ هېواده هیڅ پیسې ندي ترلاسه کړي. د افغانستان د ټولو سیاسي نخبه ګانو د ملي امنیت ریاست د اوپراتیفي بودیجې څخه پیسې تر لاسه کولې، ما هېڅکله هېڅ ډول پیسې له دغې ادارې نه دي اخیستي.
ما د حقوقو او مزایاوو پرته د مالیې وزیر او د کابل پوهنتون د رئیس په توګه کار وکړ. د جمهوري ریاست پر مهال ما خپل امتیاز د لومړۍ میرمن دفتر ته ورکول، ځکه د هغې دفتر د تمویل لپاره کوم حقوقي میکانیزم نه و موجود.
زما د ژوند سبک سره ټول بلد دي. په پیسو به څه وکړم؟ هدف مې دا دی چې دا اساسي پوښتنه ده. تاسې پوهېږئ چې زما اساسي اړتیاوې ډېر ساده دي. زه له نړیوال بانک څخه په دوامداره توګه د تقاعد پیسې ترلاسه کوم، چې له هېواد څخه بهر د حساب درلودو اړتیا نه احساسوم. زما میرمنې شتمني د هغې میراثي شتمني ده چې په لبنان کې دی، موږ نور څه نلرو. فقط همدومره. زما زوی او لور پرانیستی او شفاف ژوند لري. ما هیڅ یو افغاني یا خارجي شرکت سره هیڅ ډول شراکت نه درلود. دا یو تور دی، داسې تور چې اول روسیې خپور کړ.
پدې اړه زه هر ډول تحقیق ته حاضر یم. زه خپل هېواد سره د تعهد په خاطر متمایز شخص یم. زه د نورو خلاف اطلاعاتي سازمانونو سره د ارتباط یا له نورو لارو نه یم راغلی. ما خپل شخصیت خپله جوړ کړی چې شتمني مې خپله پیدا کړې ده. کله چې افغانستان ته راغلم په بتسدا (د میریلنډ ایالت یو ښار) کې مې خپل کور خرڅ کړ تر څو په هغو پیسو کابل کې کور جوړ کړم. بیا مې هم خپله شمتني یو ځل په ۲۰۱۴کال کې چې کله جمهوررئیس شوم ثبت کړه او بیا مې په ۲۰۱۹کال کې اعلان کړه چې پنځه میلونه ډالره نقده شتمني لرم. دا زما شخصي پیسې وې، ما اراده درلوده چې د خپل اجدادو په کلي کې یو فرهنګي مرکز چې کرنیز څیړنیز برخه هم پکې وي جوړوم. بله اراده مې نه درلوده. اوس چې کومه شتمني لرم هغه په کابل کې زما کور دی، بیا هم کولای شئ د هغې په اړه په بشپړ ډول تحقیقات وکړئ. ما له افغانستان څخه بهر هیڅ پیسې ندي انتقال کړي، ما خپله شتمني په دوامداره توګه له بهر څخه افغانستان ته انتقال کړې ده.
جنرال کارټر: مننه ښاغلی جمهوررئیس، د دې شفافیت په خاطر، زه پوهېږم دا به د هغو ډېرو افرادو لپاره چې پدې اړه یې پوښتنې درلودې، ډېر ګټور وي. اوس به هغه توافق ته را ګرځو چې د ۲۰۲۰کال د فبرورۍ په ۲۹لاسلیک شو. زه نه پوهېږم چې د هغې په اړه کومه ملاحظه وه که نه، ایا داسې کوم ټکي شته چې تاسې احساس کوئ کېدای شوای په متفاوت ډول تر سره شوی وای او بله نتیجه تر لاسه شوی وی؟
جمهوررئیس غني: د فبرورۍ په ۲۹ هوکړې څخه مخکې باید د ۲۰۱۸کال پیښې درک شي. دا جالبه ده چې د څو پېښ، تاریخونه یو شان دي. د ۲۰۱۸کال د فبرورۍ په ۲۸مه مې په کابل کې د کابل پروسې په نوم یو کنفرانس دایر کړ، طالبانو ته مې د سولې وړاندیز وکړ. د هغې په دوام تاشکنت کې یو بین المللي کنفرانس جوړ شو چې په هغه کې د سیمې هېوادونو د کابل پروسه تاييد کړه. ورپسې په کابل کې د علماوو یو کنفرانس د اوربند غوښتنه وکړه او ما له ځنډ پرته د ۲۰۱۸کال په جون کې اوربند اعلان کړ. دا له ۱۹۷۸څخه را پدېخوا د هېواد په تاریخ کې لومړنی هر اړخیز اوربند و. وروسته له هغې (بیا هم تاسې ښکېل وئ) هغوی سره بحثونه وشول. د اندونیزیا، سعودي او افغانستان علماوو د جګړې د درېدو غږ وکړ. او د نومبر په میاشت کې په یو بین المللي کنفرانس کې چې د افغانستان د شریکانو لخوا په جنېوا کې جوړ شو، تعقیب او دوباره هغه تاييد شو.
موږ واقعا د افغانانو په رهبرۍ او د افغانانو په مالکیت یو کنفرانس درلود، زما هدف د سولې پروسه کې د سولې وړاندیز و چې په ملي او بین المللي کچه د اسلامي نړۍ د علماوو، سیمې او بین المللي ټولنې لخوا تایید شو.
داسې نده چې متحده ایالات یو ناڅاپه په صحنه کې راښکاره شو او هڅه یې وکړه چې په سوله کې منځګړتوب وکړي. زما وړاندیز دا و چې د متحده ایالاتو یو ځانګړی سفیر یا ځانګړی استازی دې، موږ سره د پاکستان په برخه کې مرسته وکړي. د دې کار لپاره سفیر خلیلزاد منصوب شو. خو یو بل ټکی چې باید ستاسو د پاملرنې وړ وګرځي او موږ په بشپړ ډول په هغې پوه یو، داده چې جمهوررئیس ټرمپ د ۲۰۱۷کال په اګست کې د افغانستان او جنوب اسیا ستراتيژي اعلان کړه. په هغه ستراتيژۍ کې هغه له افغانستان څخه د وتلو تصمیم بیان کړ. هغه د افغانستان له دولت وغوښتل چې د اندازه ګیرۍ وړ نتیجه محوره اصلاحات رامنځته کړي او پاکستان یې په مستقیم ډول مخاطب کړ چې تروریستانو ته دې پناه ورکول بند کړي او داسې نور…
د افغانستان خلک له جګړې ستړي شوي و. پوهېږئ، زموږ د متحدانو په ځانګړي ډول زموږ د مهم شریک متحده ایالاتو له نظره ډېره توجه جګړې ته شوې چې ناپایه بلل کېده. مګر دې ته پام نشته چې د دغې ناپایې جګړې متضررین افغانان و. د لګښت ګټه بدله شوه. خلکو سوله غوښته. ما هم د سولې په بهیر فشار راوړ. د سولې د پروسې هرکلی په ملي کچه وشو، شفافه او د خلکو له خوا و. هغه پېښه چې د ۲۰۲۰کال د فبروۍ په ۲۹کې رامنځته شوه چې د سولې د یو توافق پر ځای موږ د خروج له توافق سره مخ شو. دا لومړنی برخه ده. کله چې جمهوررئیس ترمپ …
جنرال کارټر: په بخښنې سره، کله چې وايي د خروج هوکړه، هدف مو د امریکا متحده ایالات دي؟
جمهوررئیس غني: د امریکا د خروج بهیر؛ هغه وخت طالبان د نړۍ د تر نورو تروریستي سازمانونو په صف کې حسابېده. دا د تروریزم یو نړیوال شاخص دی. د طالبانو د تروریزم بیه د افغانستان د ناخالص تولید شاوخوا ۱۸سلنه وه کمول و، وروسته دغه قیمت ۱۹.۷ ته لوړه شوه. یاد توافق داسې بڼه خپله کړه چې د جمهوررئیس ټرمپ له وینا سره یې تضاد درلود ـ هغه ویلي و چې د خروج لپاره مشخصه موده نه ټاکي مګر دغه توافق موده وټاکله.
پدې هکله دویمه برخه دا ده چې په هغه ورځ دوه توافقه وشول. په کابل کې د لومړي ځل لپاره دوه پېښې تر سره شوې. د ناټو سرمنشي ستولتنبرګ او د امریکا د دفاع وزیر اسپر لومړی کابل ته راغلل او یوه ګډه اعلامیه یې وړاندې کړه. پر دغې اعلامیې په میاشتو کار شوی و او د دوحې تړون سره موازي پرې کار روان و.
جنرال کارټر: په بخښنې سره دغه ګډه اعلامیه د دوی او چار تر منځ وه؟
جمهوررئیس غني: بلی، متحده ایالات، ناټو، د افغانستان دولت او ټول متحدینو تر منځ وه. زما پوښتنه دا وه چې ایا موږ کوم نوي توافق ته اړتیا لرو چې د دوه اړخیز امنیتی توافقانامې (( BSA ، د ستراتيژیک مشارکت توافقنامه،(( SPA، د ځواکونو د وضعیت توافقنامه، ((SOFA، د ناټو ځایناستی شي؟ د هغوی حقوقي کسانو تر ملاحظې وروسته وویل شول چې نه، ټولې توافقنامې تاييد شوي دي او په ګډه اعلامیه کې به دا موضوعات شامل شي، بیا مې د جمهوررئیس له مرستیال امرالله صالح او نورو همکارانو پوښتنه وکړه. د دې دواړو ترمنځ (د دوحې تړون او ګډه اعلامیه) د تضاد په صورت کې کوم توافق حاکم دی؟ سفیر خلیلزاد وویل ګډه اعلامیه ځکه دا اعلامیه یو پېژندل شوي دولت سره شوی. مګړ کله چې دغو دواړو هوکړو ته کتنه وشي، د دوی تر منځ څلور ټکي ډېر ژور تضاد سره لري..
جنرال کارټر: پدې اساس زه فکر کوم چې تاسې باید توضیح کړی چې بل توافق یا منځنی توافق.
جمهوررئیس غني: د امریکا دولت او طالبانو [توافق]؛ د فبرورۍ د ۲۹ په ماسپښین په قطر کې د بهرنیو چارو وزیر پیمپو په حضور کې سفیر خلیلزاد لاسلیک کړ. په کابل کې وزیر اسپر وویل: « دا په شرایطو ولاړ یو توافق دی» بیا یې وویل: « تکراروم دا په شرایطو پورې تړلی یو توافق دی، که طالبان په خپلو ژمنو ونه درېږي، د امریکا متحده ایالات به خپل توافق هغوی سره لغوه کړي.» ستولتنبرګ وویل، «موږ به اجازه ورنکړو چې تېرې شل کلنې لاسته راوړنې له منځه لاړې شي. ناټو د افغانستان او د افعانستان له خلکو سره ولاړ دی. اوس د دې وخت دی چې واقعي سولې په لور ګامونه پورته کړو» خو موږ سره توافق کې د افغانستان دولت، د افغانستان خلکو ته روښانه ده چې اوربند او سیاسي بحثونه د امریکا شاته تګ پورې تړلي دي او اصل همدا و چې « تر هغو چې په ټولو شیانو توافق ونشي، په هیڅ شي توافق نه کېږي»
خو تاسې که د طالبانو او امریکا توافقنامې ته وګورئ، په هغې کې یواځې دا راغلي چې د دواړو لورو ترمنځ اوربند به بحث موضوع وي. دلته هم ډېره ضروري ده چې پوه شو، طالبانو د افغانستان د اسلامي امارت په ویلو چې د امریکا لخوا په دې نوم په رسمیت نه پيژندل کېږی، خو امریکا سره د طالبانو په توافقنامه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت ته حتا اشاره هم نده شوې. هر څه یې په دې خلاصه کړل چې افغان اړخونه به طالبانو سره مذاکره کوي، پداسې حال کې چې موږ سره په توافق کې بیا مشخص شوي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت یوه ټول شموله هیات به طالبانو سره مذاکره کوي. همدارنګه د امریکا او طالبانو ترمنځ توافق کې، طالبانو ته د یو دولت په څېر کتل شوي، ټاکل شوې نه وه چې دوی به تروریستي سازمانونو ته ویزه او پاسپورټ ورکوي. بله مهمه موضوع چې واقعا د اګست د میاشتې د پېښو مهم دلیل ګڼل کېږي دا دی چې موږ سره د توافق (میاشتې میاشتې دا د بحث موضوع وه) کې راغلي و، چې امریکا د طالبانو او اسلامي جمهوریت دواړو ترمنځ د زندانیانو خلاصون تسهیلوي. هغه ارقام چې په شفاهي ډول ذکر شوي و، حداکثر ۱۰۰ دي. امریکا سره د طالبانو په توافق کې امریکا په یوجانبه ډول ژمنه کړې چې ۵۰۰۰طالب زندانیان به آزادوي او دا ژمنه د مارچ تر ۱۰ ده.
جنرال کارټر: تاسې سره مشوره نه وه شوې؟
جمهوررئیس غني: نه، موږ دا رد کړي و، قطعي مو رد کړي و. ما د سولې ټوله توافقنامه مطالعه کړي و، تاسې پوهېږی چې زه خپله کار خانګي کوم، دا کار د یو اوربند څخه د مخه [سم نه و]، هغه هم یو جامع او دایمي اوربند په بدل کې چې ښاغلي اسپر او د ناټو عمومي سرمنشي هم پر هغه ټینګار کړی و، لکه موږ چې په [۲۰۱۸] کې یو اوربند وکړ، هیڅ مشوره راسره ونشوه.
سربېره پر دې، د امریکا متحده ایالات یو جانبه تعهد کړی و چې د طالبانو پاتې زندانیان به هم په درې میاشتو کې خلاصوي. له بده بخته بیا وايي امریکا د افغانستان حاکمیت ته درناوی کوي او په داخلي چارو کې یې لاسوهنه نکوي.
موږ ضرب العجل راکړل شو چې دوی باید خلاص کړو. د زندانیانو شمېر لومړیو کې څو سوه و، خو بیا وروسته زرګونو ته ورسېدل، بیا خبره ۵۰۰۰ته ورسېده چې ۴۰۰ پکې داسې کسان و چې د ناټو د غړو هېوادونو سرتېري یې وژلي و، په ځانګړي ډول فرانسه او استرالیا پدې هکله ډېر انديښمن وو. احتمالا ۴۰ تنه د مخدره موادو ستر نړیوال قاچاقبران پدوی کې شامل و.
زه مجبور شوم چې د دوی خوشي کولو لپاره لویه جرګه را وغواړم [دومره لویه پرېکړه د ملت له مشورې پرته ما نشو کولای]. همدارنګه د امریکا بهرنیو چارو وزیر پمپیو یو خط موجود دی چې مستقیما یې د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړی دی:
اول، متحده ایالات به طالبان تاوتریخوالي کمولو او [د افغانستان اسلامي جمهوریت سره] مستقیمو مذاکراتو ته مجبوروي.
دویم، متحده ایالات د یو مستقل، یو موټي او ډموکراتیک افغانستان ملاتړ کوي چې هم په کور دننه سوله ولري او هم ګاونډي هېوادونو سره.
پمپیو ماسره اړیکه کې شو او ماته یې ډاډ راکړ وې ویل، زندانیان ستاسې د فشار وسیله نده، بلکې امریکا ده. خو دغه ژمنې هیڅ یوه ترسره نشوې. کله چې تېر ته ګورو، له هغه سند [د طالبانو او امریکا هوکړه] څخه د افغانستان د اسلامي جمهوریت پاکول د اګست په میاشت کې د سقوط اساسي لامل شو. طالبانو موږ سره د سیاسي مذاکراتو څخه انکار وکړ او موږ ته به یې ویل چې تاسې څوک یاست؟ حتا د زندانیانو په اړه یې ویل چې دا د متحده ایالاتو ژمنه ده چې پر هغې به عمل کوي.
پدې توګه مهمه ده چې پوه شو د افغانانو په مالکیت او مشرۍ یوه پروسه چې په سیمه ییزه او نړیواله کچه یې ملاتړ درلود، له منځه یوړل شو.
جنرال کارټر! دغه پروسه دومره پټه وساتل شوه چې حتی د امریکې ملي امنیت مشاور، جان بولټن ته د هوکړې کاپي ورنکړل شوه او یواځې ورته ورکړل شو چې وې لولي او بېرته ترې واخیستل شو. بولټن دا خبره یې په خپلو خاطراتو په کتاب کې لیکلې. موږ سره هېڅ سند شریک نه شو او سلګونه نظرونو ته هم هیڅ توجه ونشوه.
واضح خبره ده چې د پروسې او نتیجې مسوولیت د امریکې بهرنیو چارو وزارت د مذاکراتي ټیم دی، په ځانګړي ډول دا پوښتنه چې د بهرنیو چارو وزارت حقوق پوهانو څنګه اجازه ورکړه چې دوه دومره متفاوت هوکړه لیکونه چې په هېڅ ډول اختلاف یې سره منځه نشي تلی ترتیب شي.
زموږ مذاکراتي هیأت خورا متحد پاتې شو او له اساسي ارزښتونو یې تمرکز لرې نشو. زما ژمنه خلکو سره دا وه چې د سولې پروسه کې به شفافیت وي، ځکه د سولې دوام لپاره شفافیت اړین دی. وروستۍ خبره، د ۲۰۱۹ کال په جنوري کې مې جمهوررئیس ټرمپ ته یو لیک واستوه او ورته مې وویل که وتلو اراده لري، نو باید په ټولو مسایلو بحث وکړو. ما په دوه اړخیزې امنیتي توافقنامې (BSA) او ستراتيژیک مشارکت په توافقنامې(SPA) استناد وکړ. همدارنګه مې د اپریل په میاشت [۲۰۱۹] کې پمپیو ته لیک ولیکه او په تفصیل مې څرګنده کړه چې کوم بهیر چې د سولې په نوم روان دی، بي نظمه دی او په افغانستان کې کورني بې اتفاقي زېږوي.
جنرال کارټر: آیا د هغو دوو لیکونو ځواب مو وموند؟
جمهور رئيس غني: يو ځواب دا و، چې د سي آی ای رئیس او مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM)قوماندان راغلل. هغوی زموږ اندېښنې یې يادداشت کړې مګر هېڅ ځواب ور سره نه و. تاسې په دې پوهېږئ، اساسي مسئله دلته ده، چې د امریکا امنیتي برخه پدې باور و، چې په دوامداره توګه [تر هغې چې سوله نه وي شوي] پاتې کېدل د متحده ایالاتو په ګټه و. طبعا هغوی نه شو کولای چې د خپل اعلی سرقوماندان په استازیتوب خبرې وکړي او وې ویل چې د هغه (ټرمپ) نظر هره دقیقه بدلیږي. دغو خبرو زموږ امنیتي برخه غافل کړ، ځکه هغوی په تکتیکي کچه کار کاوه.
دویم ځواب واضحه و، زما په وړاندې یو سراسري کمپاین پیل شو چې غني د سولې مانع دی، د نړیوالو رسنیو سرلیکونو کې او همدارنګه په داخلي رسنیو کې ټول سرلیکونه زما په ضد و. بلې ما ځواب تر لاسه کړ. او بل ځواب د بهرنیو چارو وزیر پمپیو لیک و چې واضح خبرې یې پکې کړې وې او لويې جرګې ته یې ډاډ ورکړ او چې متحده ایالات به د ارزښتونو په فاع کې زموږ تر څنګ پاتې کېږي او موږ باید د سولې لپاره ریسک ومنو. پدې برخه کې موږ بشپړ توافق درلود. زه د سولې لوی پلوی وم. زما انتخاباتي شعار او پلټفارم سوله وه، مګر د دې مسؤلیت زما دی چې ما د دوی په ډاډ ورکولو او خبرو باور وکړ او دا مسؤلیت به ګور ته وړم.
جنرال کاتر: پوه شوم! د سیمې نور قدرتونه پدې برخه کې اساسي نقش درلود لکه پاکستان. تاسې په یاد لری، چې د ۲۰۱۸ کال په دویمه نیمايي کې مو ماته بلنه راکړه، چې د يو منځګړي په صفت ستاسې او د پاکستاني حکومت تر منځ اوسم. ستاسې تمه څه وه چې څه پایله تر لاسه کړئ؟
جمهور رئیس غني: مشترکې ګټې. تاسې په یاد لرئ چې زه پاکستان ته لاړم او د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف او نورو سره سره مې ولیدل. حتی GHQ ته لاړم چې د هغې له وجې په کور دننه له نیوکو سره مخامخ شوم. له بده مرغه واقعیت همدا دی چې د افغانستان مسئله پاکستاني پوځ او استخباراتو سره ده ځکه هغوی ته مې مراجعه وکړه.
موږ د یوې نا اعلان شوې جګړې قربانیان و. ما غوښتل هغه جګړه پای ته ورسوم. زه له پاکستان سره د یوې رښتوني همکارې برنامې غوښتونکی وم. زه چې اوس تېر شوي وخت ته ګورم، یو موضوع ته چې موږ ټولو باید پام کړی وی دا و چې د پاکستان پوځي واکمن او مشر جنرال مشرف د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۲ مې نېټې وینا وه. بشپړ متن يې په CSPAN کې شته. هغه په شدت سره ناهیلي څرګنده کړه او وې ویل، چې پاکستان مجبور دی او باید د خپل وجود په اړه پرېکړه وکړي. دا شېبه د پاکستان د بقا د آزمايښت شېبه ده او هغه تصمیم نيولی، چې د متحده ایالاتو په څنګ کې ودریږي سره له دې چې نه پوهیږي، چې هغوی څه غوښتنه لري. د امریکا له خوا دوی ته داسې ګواښ دوی خپله کلکه بې عزتي وګڼله او تر آخره یې له یاده و نه ویسته. پاکستان د deep state په وسیله کنترولیږي او دا deep state یو فوق العاده تکتیکي ظرفیت لري، دغه ظرفیت دوی لومړی د شوروي اتحاد د یرغل په مهال او بیا دویم ځل د امریکا د جګړې په دوران کې وښودله. متحده ایالاتو پاکستان سره د تعامل هېڅ عملي لاره پیدا نکړه. زما هیله دا وه (چې تاسې هم پکې خپلې هلې ځلې وکړې ځکه ستاسې اړیکه پاکستان سره متفاوته ده او خبرې ته مو غوږ نیول کیږي) چې پاکستان ته قناعت ورکړو چې یو ودان افغانستان د پاکستان په ګټه ده نه په تاوان. موږ په سیمه ییزه کچه ډېر څه کولی شو، او په بدل کې زموږ يواځنۍ غوښتنه په خپله خاوره خپل حاکمیت و، پدې هم پوهېدو چې زموږ حاکمیت لپاره پاکستان یو اساسي عنصر دی. یواځنۍ موضوع چې ما پاکستان سره پرې خبرې نه وې کړې د ډیورنډ مسئله وه، او هغه هم ځکه چې دا زما د واک خبره نه وه(پدې اړه يواځې د کرښې دواړه غاړو افغانان پرېکړه کولی شي)، افغانستان یو قوي او باثباته دولت ته اړتیا لري تر څو وکولی شي پدې موضوع بحث وکړي، پرته له دې موضوع نور ټول موضوعات د بحث وړ و تر څو یو واقعي دولت-دولت اړیکې ایجاد کړو. زما او ستا پر هڅو سر بېره، له بده مرغه پاکستان تغیر ونکړ او پاکستان د نړیوال قانون حاکمیت او همکارۍ او د هېوادونو استقلالیت ته یو اساسي ګواښ دی.
پاکستان د یو زخمي انسان احساس کوي، دوی احساس کوي چې د بحران په شېبو کې همکاري کوي، خو وروسته هېرېږي. اوسنی حالت پاکستان ته لویه بریا ده. هغوی په دوامداره توګه په خپله لوبه کې کامیاب شوي، د طالبانو تر شا د پاکستان د جنرالانو لاس اوس لکه لمر روښانه دی. طالبانو بې له پټنځای، بې له ملاتړه، بې له درملو، بې له هغو ټولو تجهیزاتو او بمونو چې افغانستان یې له تباهۍ سره مخ کړ هېڅکله بریالي کېدلی نشول.
او اوس کابل کې د پاکستان سفیر د وایسرای نقش لري، لکه د روسيې سفیر چې د شوروي یرغل په مهال لره. مګر دا دوام نشي کولی. له دې ټولو درس دا دی چې پاکستان د خپل نفوس، جغرافیایي موقعیت، هسته یي اسلحو [ته په اندېښنه کې دي]، او زه فکر کوم پاکستان په ځانګړې توګه د جنوبي آسیا لپاره د ټرمپ د ۲۰۱۷ کال له ستراتیژي وروسته واقعاً د خپلو هستوي تاسیساتو تهدید ته په اندېښنه کې و، ځکه چې ټرمپ په څرګنده توګه ویلي و چې موږ اجازه نه ورکوو، چې د پاکستان هسته يي تاسیسات د تروریستانو لاس ته ولوېږي. پرته له تعقیبي دیپلوماتیک فشار څخه پاکستان لفظي تهدید بې ګټې و او هغوی یې غوسه کړل، او د دې غوسې سړولو لپاره پاکستان په افغانستان کې وینو بهولو ته زور ورکړ او وروسته د متحده ایالاتو په ليدلوري کې هم بدلون راغی [او یواځني قربانیان افغانان و]. يوه بله مهمه موضوع دا وه چې د ۲۰۲۰ کال د فبروری د ۲۹ نېټې د هوکړه لیک د ارزیابۍ لپاره د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا هېڅ جلسه نه ده دایره شوې. یوازې یوه جلسه پدې اړه شوې وه او هغه هم ډېر په ځنډ. په همدې دلیل ټولو امنیتي مسؤلینو سره چې زما خبرې نه وې شوې نه پوهېدل چې آیا رښتا دوی ته د اخراج امر شوی که بل څه؟ دوی منتظر و چې راتلونکي کې به څه کیږي.
جنرال کارټر: بالکل، د راتلونکي‌ په اړه څه نظر لرئ؟ منظور مې دادی، چې موږ او تاسې ټول د داعش پدېدې را څرګندېدو ته اندېښمن یو. د ژمې راتګ او وچکالۍ پېښېدو سره موږ ټول افغانستان کې د یوې بشري فاجعې پېښېدو ته تشویش لرو. پدې اړه تاسې څه نظر لرئ؟
جمهور رئيس غني: مننه، دا زما اساسي تشویش هم دی او تمرکز پرې لرم.
لومړۍ موضوع د ترهګرۍ ده. لکه څنګه چې جمهور رئيس اوباما د نوبل جایزې اخیستو په مهال خپله وینا کې وویل، د سپتمبر د ۱۱ نېټې تراژيدي د څو کوچنیو سړیو کار و چې ژور نفرتونه يې زړه کې ساتلي و او د نوي تکنالوژي په استعمال یې یو زوړ تکتیک عملي کړه. ترهګري اوس يو ایکوسیستم دی. القاعده او داعش د يو سازمان په توګه ممکن تنزل کړی وي. مګر د يو ایکوسیستم په توګه موږ واقعاً له يو لوی ګواښ سره مخامخ یو. افغانان يوه اساسي پوښتنه لري: آیا طالبانو سره د امریکا هوکړه طالبانو او پاکستان ته د تروریزم په وړاندې د جګړې اوټسورس (outsource) کول و؟ یا آیا هدف دا و چې افغانستان څخه وتلو لپاره یوه لاره پیدا کول و؟
طالبان د امنیت راوستلو ادعا لري، مګر حقیقت دا دی چې امنیت ځکه راغی چې طالبانو خپله جګړه درولې. د وینې تویولو مسؤلین همدی و. دوی هېڅ ډول امنیت ندی راوستی، بلکې خپله جګړه یې درولې، خو له بلې خوا بل ډول تاوتریخوالي ته لاس اچولی: د امنیتي او دفاعي غړو وژل، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی، اجباري ودونه او نور چې خلک یې بیانوي.
دا ډېره اساسي مسئله ده، ځیني درسونه ډېر مهم دي. ما د۲۰۰۱ کال سپتمبر په ۲۷ د فایننشل ټایمز په مجله کې یوه مقاله لیکلې (The Folly of Quick Action.) په یاده مقاله کې ما ویلي و چې افغانستان تګ باید د یو پلان په اساس وي، کنه ډېر څه د خطر سره مخ کېدی شي.‌ د تروریزم په وړاندې جګړه اعلان شوه او اردو ته مسؤلیت وسپارل شو او استخباراتي ادارو ته پراخ صلاحیتونو ورکړل شول. هغه مبارزه چې د عدالت تأمین لپاره پیل شوی و د انتقام په جګړې بدل شو. جګړه د ستراتیژیک پر ځای تکتیکي بڼه خپله کړه او ورځ په ورځ پراخېده.
لومړۍ اساسي ستونزه دا وه چې تروریزم د اسلامي تروریزم په بڼه توضیح شو. تروریزم اسلام سره هېڅ اړیکه نه لري. سره له دې چې په تېرو ۲۰۰ کلونو د هر مذهب پیروان تروریستي تکتیکونه ته لاس اچولی، د هغوی تکتیکونه ته هېڅکله مذهبي بڼه ورنکړل شوه. یو دمي دغه ستونزه د یو میلیارد مسلمانانو ستونزه وبلل شوه، او پر عراق یرغل [د امریکا جګړه] د سیمه ییزې اجماع له منځه وړلو یوه اساسي مرحله وه. موږ سیمه ییزې اجماع ته اړتیا لرو، د اسلامي نړۍ اجماع ته اړتیا لرو. زما لومړۍ خبره دا ده چې اسلام او تروریزم باید سره جلا شي. د اسلام په وړاندې کرکه به ډېر لوړ قیمت ولري او د تاوتریخوالي د بیا بیا زېږېدو لامل ګرځي.‌
دویم، ډېر تمرکز باید په استخباراتو، پولیسي او اقتصادي او سیاسي عملیاتو وي تر څو مبارزه [تروریزم سره] اغېزمن وي.
درېیم، اروپا او آسیا باید د دې مبارزې په سر کې وي، ځکه دوی تر تهدید لاندې دي او له همدې ځایونو سرچینه اخلي. د پاکستان ستونزه باید حل شي. یو منځمهاله پلان باید ایجاد شي تر څو پاکستان سره مرسته وکړي چې باثباته شي، هلته حالات خراب دي او پر دوی د هغه افراطیت چې دوی خپله زېږولی تأثیرات شوي.‌
جنرال کارټر: که د راتلونکي خبرې ته لاړ شو، زه پوهېږم چې تاسې یې وړاندوینه وکړه، زما پوښتنه دا ده چې آیا تاسې زموږ په څېر افغانستان کې دننه د داعش د پورته کېدو تشویش لرئ؟ او فکر کوم تاسې بشري فاجعې پر موضوع هم غوښته خبرې کړئ.
جمهور رئیس غني:‌ بالکل زه هم دا تشویش لرم. ډېر کلونه ما د غربي استخباراتي ادارو څخه غوښتنه وکړه چې تروریزم ته د ایکو سیستم په نظر وکتل شي او یو همغږی ستراتیژي باید ایجاد شي تر څو دغې پدیدې سره مبارزه وشي.‌ ما ویل چې د داعش، القاعده او هغه وخت کې طالبانو په څېر پدیدې سره په تکتیکي ډول مبارزه نشي کېدی. د جګړې سنګرونو یو ترکیب د یوې مبارزې ستراتیژي نشي جوړولای. نو باید پدې موضوع تأمل وشي. داعش ځکه مخ په ځواکمنېدو دی چې دوی د طالبانو خپله وسله په بېرته په همدوی استعمالوي. داعش د طالبانو شاګردان دي، او د طالبانو څخه یې الهام اخیستی. له بده مرغه یو مکمل نسل پرته له تاوتریخوالي او انتحاري څخه بل څه نه دي زده کړي. ستاسې معلوماتو لپاره یې باید ووایم چې انتحاریان به په بازار کې خرڅېدل.‌
له بده مرغه طالبانو د افغانستان له تاریخه هېڅ زدکړه نه ده کړې. په زوره د قدرت نیول تل په زوره چپه کیږي هم. افغانانو څخه د یو ټولشمولې ملي سولې حق اخیستل د تاوتریخوالي د نوي څپې باعث شوی. له بده مرغه نړیواله ټولنه (د شوروي اتحاد او امریکا) افغانستان کې د دخیلیدو دواړو ځلو کې پر زور تاکید کوه او پدې فکر و چې د ځواک استعمال د حل لاره ده. افغانستان لپاره باید د سولې یو اساسي پلان موجود وي.‌ اوس طالبان واکمنان دي، دوی باید مسؤلیت هم واخلي.
جنرال کارټر: په بخښنې سره، مخکې له دې چې بشري بحران ته موضوع ته لاړ شو، ډېر خلک پدې بحث کوي چې آیا اوسني طالبان د ۲۰۰۱ کال څخه د مخه طالبانو څخه متفاوت دي؟ آیا ستاسې په نظر دوی په دې خبره پوه شوي چې افغانستان په تېرو ۲۰ کلونو کې بدل شوی؟
جمهور رئیس غني: له بده مرغه حالات ښه نه ښکاري. مخکې له دې چې د تغیر شاهدان واوسو، دوی باید لومړی پدې خبره پوه شي چې د دوی په اصطلاح بریا قیمت څه شی دی؟ دوی هېڅ مسؤلیت نه دی اخیستی. د بېلګې په ډول د ارغنداب درې پېښو ته وګورئ، سپین بولدک او نورو ځایونو کې د دوی وینې تویولو او د قتال کچې ته وګورئ. پدې کې شک نشته چې دوی هم د تاوتریخوالي څخه متضرر شوي و چې د دوی د زېږون باعث شو، پدې هم باید پوه واوسو.
دویم، دوی مطلق انحصار ته مخه کړې، پرته له دې چې فکر وکړي چې دوی هغه مهارتونه نه لري چې هر څه وچلوي‌. درېیمه او او تر ټولو بوږنونکې د ملا حسن وینا، هغه هم صوتي، چې پکې ویلي یې دي چې دوی د اوسني بشري بحران، اقتصادي سقوط او خلکو د وتلو او مهاجرت مسؤلیت نه لري.‌ په زرګونو افغانانو طالبانو څخه د تېښتې په موخه مهاجرت ته مخه کړې.
د کابل په هوایي ډګر کې ګډوډي ولې جوړه شوه؟ ولې ۲۰۰،۰۰۰ افغانان ووتل؟ که چېرې دوی په دې باوري‌ شوي و چې حالاتو تغیر کړی، افغانستان کې پاتې کېدل. طالبان باید د افغانستان تنوع ته درناوی ولري. دوی باید دا خبره ومني چې افغانستان په تېرو ۲۰ کلونو کې بدل شوی، دوی د بیان او نظر د اظهار آزادۍ حق ولري او دا هم ډېره مهمه ده چې غرب پر افغانانو د جنګسالارانو یوه ډله تحمیل نکړي.‌
جنرال کارټر: آیا فکر کوئ که چیرې تاسې پاتې شوي وی دوی مو دې ته اړ ویستلو شو چې په دغو خبرو ځان پوه کړي؟
جمهور رئیس: نه. له بده مرغه ما پسې ډېر منفي تبلیغات شوي ؤ، او موږ ته هېڅکله دا موقع مساعده نشوه چې دوی سره کېنو او خبرې وکړو. خلیلزاد دوی سره کېناسته. موضوع په بشپړ ډول امریکایي شوه او افغانان ترې حاشیې ته شول. زه پدې نظر یم چې اوس د حقیقي بحث امکان شته، ځکه دوی د دولت دارۍ تر ټولو اساسي فکتور څخه، چې مشروعیت، برخمن نه دي. طالبان داخلي او نړیوال مشروعیت نه لري. اوس نړیوالو او سیمې ته لازمه ده چې دوی ته د مشروعیت ورکولو په برخه کې په متفق ډول عمل وکړي. د سولې پروسه کې دوی په مختلفو لارو لاړل، د مشروعیت په برخه کې باید داسې ونکړي. ځکه زه په دې باور وم، جنرال کارټر، چې د افغانستان مسئله نظامي حل لاره نه لري. په همدې دلیل د جګړې زیاتېدو سره سره موږ تر آخره د یو سیاسي جوړجاړي لپاره هڅه کوله. طالبانو او د دوی ملاتړو، آی ایس آی، پدې باور و چې د حل لاره جګړه ده، او ټوله انرژي یې په جګړه ولګوله. د تاوتریخوالي او جګړې شدت ته یې هر اړخیزه او په میتودیک ډول کار وکړ.‌ دوی هېڅ ډول سیاسي جوړجاړي ته ژمن نه وو.
جنرال کارټر:‌ زما پوښتنه هم همدا وه چې ستاسې مشوره نړیوالو ته څه ده چې څه ډول طالبانو سره تعامل وکړي، ستاسې نظر دا دی چې دوی مشروعیت ته اړتیا لري.
جمهور رئیس غني: داسې یوه اجنډا باید موجوده وي چې پر سولې، هیله مندۍ، مشروعیت، فرصت او تعلق متمرکز وي. مشروعیت تر ټولو اساسي موضوع ده، مګر پدې باید پوه واوسو چې په یوه ورځ نشي تر لاسه کېدی. موږ باید دا پنځه بعدي پروسه همزمانه پر مخ یوسو. هیله مندي د ټولو په سر کې راځي. د افغانستان نفوس ۴۱.۵ میلیونو ته رسیږي. د ۲۰۲۲ کال مارچ میاشتې پورې شاوخوا ۹۰٪ وګړي قحطۍ او ولږې سره مخ کیږي. اقتصاد سقوط شوی، د دې دلیل دا نه دی چې سیاسیونو او د تخنیکي برخې پوهانو وطن پرېښی، بلکې دلیل یې دا دی چې دوی شته جوړښتونه له منځه وړي. ما تر آخرو شېبو خلکو ته خواړه رسول، او باید یې مې کړی وی ځکه د افغان ولس په وړاندې زه مسؤل وم.
طالبانو سره د نړیوال تعامل په برخه کې ځینې مهم موضوعات دي چې باید ذکر شي.‌ لومړی، افغانستان کې بشري بحران د هېڅ چا په ګټه نه دی، په ځانګړې توګه اروپا او آسیا ته. دا به د یو مهاجرت د یوې لویې څپې باعث شي. دویم، ستونزه یواځې افغانستان کې دننه ۴۱.۵ میلیونه خلکو پورې نه محدودیږي بلکې ۸۰ میلیونو ته رسیږي،‌ د کرښې هاخوا پښتانه هم افغانان دي او د کرښې دې غاړه خپلو وطندارانو سره شریک تاریخ لري، همدارنګه ۶ میلیونه دیاسپورا او مهاجر افغانان پدې کې شامل دي، دغه موضوع عاجلې پاملرنې ته اړتیا لري.
دوې د حل لارې موجودې دي:
لومړی دا چې خلکو سره کار وشي او د طالبانو حکومت باید دا مرسته تسهیل کړي تر څو ستونزې ته د حل لاره پیدا شي.‌ له بده مرغه په دویم کال کې د اقلیمي وړاندوینو په اساس موږ به د یوې ډېرې شدیدې وچکالۍ ښکار کیږو، زه دعا کوم چې خدای ج موږ له دې وچکالۍ څخه وساتي. پر زراعتي ثبات کار اړین دی.‌ ښارمیشتی نفوس له کلک بحران سره مخ دی، ځکه هېڅ ډول دنده او د عایداتي سرچینه نه لري. د دې حل لپاره زه په لسګونو د حل لارې وړاندیز کولی شم.
دویمه موضوع د سیمې د خلکو د ګټو موضوع ده. موږ مخکې د کوویډ تاثیرات کنترول کړي و. خو د کوویډ څلورمه او پنځمه څپه یوه نړیواله ستونزه ده. ځینې مسئلې دي چې منطقوي تاثیرات لري لکه د خلکو مهاجرت، جرمي ګروپونه، د مخدره موادو قاچاق او نور، په بل عبارت طالبانو سره باید د بحث یوه اجنډا ترتیب شي چې دوی پدې برخه کې څه کولی شي. غواړم بیا یې توپیر ته اشاره وکړم چې یوه برخه بشري بحران دی او بله برخه یې انکشافي، په همدې دلیل یواځې د ملګرو ملتونو په اداراتو اتکا کول د وخت ضیاع ده.
افغانستان کې ډېر منابع شته چې انسجام ته اړتیا لري. زه کولی شم پدې برخه کې مشخص بحث ولرم. که خلکو ته هیله مندي پیدا شوه، ستونزو ته د حل لاره هم پیدا کیږي. فرصت هغو ګروپونو پورې مربوط کیږي چې معاش نه ورکول کیږي. نه د ملکي خدماتو مامورینو او نه هم د امنیتي سکتور معاش لري، په ځانګړي ډول ښځې هېڅ ډول عاید نه لري او له شدیدې ولږې سره مواجه دي. څنګه کولی شو چې دغې توپیر ته متوجه شو؟ ځکه دلته موضوع باید مشروطه وي.
مشروعیت تر هغې نشي تر لاسه کېدی تر څو چې سوله نه وي شوي. زما وړاندیز نړیوالې ټولنې ته دا دی چې د دې انتخاب څخه اجتناب وکړي چې څوک ګټونکي او بایلونکي دي.‌ پرېږدئ چې یوه پروسه پر مخ لاړه شي. لویه جرګه یوه ډېره مؤثره ملي پروسه ده. د یو څو کلونو لپاره باید وخت پورې محدود ځینې شرایط موجود وي.
جنرال کارټر: لطفا لویه جرګه زموږ اوریدونکو ته تشریح کړئ؟ څنګه ترتیبیږي او څه نتیجه ورکولی شي؟
جمهور رئیس غني: لویه جرګه زموږ یو قدیمي نهاد دی او دا د افغانستان د ټولو قومونه او ژبنیز ګروپونو شریک میراث دی. د جرګې کلمه ترکي او دري ریښه لري او لویه پښتو کلمه ده چې مانا یې ستر دی. دغه نهاد په وروستیو کې ډېر دیموکراتیک شوی، ځکه چې د غړو انتخاب د همغو خلکو له خوا په رایو کیږي د چا استازیتوب چې دوی کوي. زه د دوه وروستي لویې جرګو د جوړولو ویاړ لرم چې د ۲۷ اقشارو استازیو پکې برخه اخیستې وه او د ښځو او ځوانانو پکې د ملاحظې وړ حضور درلود.‌ لویه جرګه معمولا په دغسې حالاتو کې دایریږي، ۵۰ کمېټې پکې وي او یادې کمېټې په مشخصو موضوعاتو بحث کوي او نظر ورکوي. لویه جرګه په مشورتي بڼه تر سره کیږي او د ټول ولس استازيتوب پکې وي. همدا نهاد په ۲۰۰۲ کال کې انتقالي حکومت ایجاد کړ او په ۲۰۰۴ کال کې اساسي قانون تصویب کړ.
طالبان په کوم اساس حکومت کوي؟ څوک چاته مسؤل دی؟ افغانان باید یوې هوکړې ته ورسیږي. که چېرته یو قوم یا ژبنیز ګروپ یا کومه سیمه هم له دې پروسې نفې شي، دا خپله یوې نیابتي جګړې ته دعوت دی. طالبان باید پدې خبره پوه شي چې د کمیونستانو او مجاهدینو د تېروتنو تکرار به دوی هم په آرامه پرې نږدي. دوی په همغه لاره روان دي. څوک محرومول، پر زور او وژنو اتکا کول هېڅ نتیجه نه ورکوي. افغانان خدمات غواړي، فرصتونه غواړي، او همدا د دې پروسې مهمې برخې دي. یو واقعي تفاهم لپاره بحث ته اړتیا شته. که چېرته دوی ځینې افرادو سره ستونزه لري، هغوی دې د پروسې برخه نه ګرځي. راځئ چې یوې داسې هوکړې ته ورسیږو چې د دومره کلونو لپاره ځینې افراد هېڅ انتخاباتو ته نه دریږي او سیاسي فعالیت به نه کوي. موږ باید ملت ته پر افرادو ترجیح ورکړو.
همدرانګه، د فساد حساب باید وي. د هر کس تحقیق باید وشي چې د افغانستان حکومت کې د ۲۰۰۱ څخه تر اوسه کار کړی. حتی ټول نړیوال حسابونه باید واضح شي چې چاته څومره ورکول شوي دي. د سو‌ءاستفاده حساب هم باید وشي.‌ د دې حساب باید وشي چې ولې ځینو کسانو ته ۱۰۰ زره جریبه ځمکه په یو لاسلیک ورکړل شوی؟ که چېرته دوی غواړي له دې تېر شي او مخ پر وړاندې لاړ شي، دا پرېکړه هم باید لویه جرګه ونیسي. موږ باید دې نتیجې ته ورسیږو چې د امنیت تعریف یواځې د جګړې درېدل نه دي، انساني امنیت او تعامل باید موجود وي.
هېڅ څوک هېڅ افغان ته د پردیتوب احساس ورکولو حق نه لري. دا ځمکه زموږ د ټولو ده. د ښځو او سړو. د ټولو ژبو د ویونکو. پوهېږې، موږ ۳۴ ژبې لرو چې څلور یې لویې دي. موږ ته باید د دې فرصت راکړل شي چې دې نتیجې ته ورسیږو. نړیواله ټولنه باید له خپلو تېروتنو زدکړه وکړي او په پروسه کې لاسوهنه ونکړي بلکې ملاتړ یې وکړي.
د سیمه ییز عام المنفعه کارونو په برخه کې باید ووایم چې ډېرې پروژې تر کار لاندې دي، جنرال کارټر. د ټاپي پایپلاین باید اوس هرات ته رسېدلی وی. نورې داسې پروژې لکه د اورګاډي پټلۍ، د برق او انرژي د لېږد لاینونه او اوبو پروژې. ۲۶ منځني د اوبو بندونه تر کار لاندې و چې د وچکالۍ ستونزه حلولای شي.
د نړیوال لید په اساس د بشري بحران د کنترول په برخه کې، ۵ میلیونه افغانان الکترونیکي تذکرې لري، په ځانګړي ډول کابل میشتي. الکترونیکي تذکرې او زموږ هغه اصلاحات چې مالیې وزارت او د افغانستان بانک کې موږ راوستي کولای شي چې پیسې خلکو ته مستقیم ولېږل شي. د شته بشري بحران حلولو لپاره داسې لارې شته چې ارزانه دي او د خلکو اقتصادي مشکلات کموي.
داسې احساس کیږي چې خلک ساه ویستلی نشي، مطلق خفک شوي. اسلام زموږ د یووالي تر ټولو لویه وسیله ده، دا چې موږ اسلام څنګه تفسیروو دا دې موږ ته پرېښودل شي.
زما پایلنی ټکی د بازار په اړه دی، سوداګري د بهرنیو مرستو څخه ډېر اغېزمن دی. د صادراتو یو ډالر د مرستې له ۱۰۰-۲۰۰ ډالر سره برابر دی. مرسته مؤثره نده تمامه شوې بلکې تکتیکي ګټه یې کړې. د بریتانیې په استثنا، پر قراردادیانو اتکا وه او پر لویو پروسو د تمرکز پر ځای پر وړو حسابدهیو تمرکز شوی، دا باید بدلون ومومي. سیمه باید د افغانستان ستونزې خپل وګڼي.‌
جنرال کارټر: بالکل، موږ او تاسې له ډېره پخوا سره اړیکه کې یو. تاسې د یو ډېر اوږد مهال لپاره خاموشه وئ، ۱۰۰ ورځې پدې فکر که به وئ چې څه وشول، حکومت او افغانستان سره ستاسې تړاو، آیا تاسې کومه پښېمانتیا لرئ؟ څنګه احساس لرئ؟ موږ غواړو پوه شو، چې ستاسې تعهد ته په کتو په تاسو څه تیریږي؟
جمهور رئیس غني: زما د ټول ژوند کار له منځه یوړل شو. زما ټول ارزښتونه تر پښو لاندې شول او د هر څه پړه پر ما واچول شو. زه افغانستان پداسې حال کې راګرځېدم چې له خپله مرګه ښه خبر وم. ما په ۱۹۹۶ کال کې د خپلې ګېډې ۹۸٪ برخه د کنسر له امله لاسه ورکړه. زه خپلې خاورې او خپل ولس ته پرته له خدمت څخه بل هېڅ ارمان نه لرم. ما خپل ټول ژوند د افغانستان او سیمې د تاریخ په مطالعه تېر کړ او پدې فکر وم چې داسې یو لید مې پنځولی چې کېدی شي زموږ بنیادي ستونزه حل کړي. د امریکا متحده ایالات او زموږ غربي همکارانو یو انتخاب درلود، یا دې د تروریزم پر وړاندې د خپلې مبارزې بڼه بدل کړي یا دې ووځي. مګر موږ په تمامه مانا ملي استقلالیت تر هغې نشو لرلای تر څو چې د تروریزم پر وړاندې جګړه روانه وه. ځکه خپلې خاورې لپاره زموږ هر فکر د یادې جګړې قرباني کېده.
جنرال کارټر: هو، زه تاسې شخصا پېژنم او ستاسې پر تعهد خبر یم. تاسې په عام محضر کې ویلي و چې تاسې به تر مرګه درېږئ، د جمهور رئیس په صفت تاسې پړ کوي او مسؤل ګڼي. ستاسې ځواب ورته څه دی؟
جمهور رئیس غني:‌ بالکل، د دوی غوسه کاملا قابل درک ده. دوی دا حق لري چې ما مسؤل وګڼي، په ځانګړي ډول زموږ پر نړیوالو شریکانو تر آخر زما اعتماد او هېڅکله پر دوی انتقاد نه کول [زما څخه د مخه جمهور رئیس په څېر]. تاسې ته مالومه ده چې ما ټول فشارونه پر ځان تېر کړل تر څو د اوسنۍ نتجې مخه ونیسم. خلک حق لري چې په دې هم پوه شي چې پر ما د خارجیانو دوامداره تحمیل فرصتونه او زما واک محدود کړل.‌ موږ مجبورا ۵۰٪ کابینه ډاکټر عبدالله او د هغو ملګرو ته ورکړ. امنیتي سکتور کې اصلاحات او د فرصتونو ایجاد په برخه کې موږ مقاومت او اختلاف سره مخ و. د اوس لپاره زما غوښتنه زما د افغان خویندو او ورونو څه دا دی چې پدې فکر وکړي آیا دا زموږ د وسعې څه پوره وه چې آیا دا شونې وه چې یوه خوا د جګړې اور بل وي او بله خوا موږ داسې بنیادي اصلاحات راوستی وی چې د هغه په اساس مو جګړه ګټلی وی. جمهوریت سیاسي ملاتړ له لاسه ورکړی و. زموږ نړیوالو همکارانو زموږ سیمه ییزې اړیکې متأثره کړې وې. زموږ ټولو ګاونډیانو غوښتل چې امریکا له افغانستان څخه ووځي.
زه پدې هیله یم چې د وخت په تېرېدو سره درک زیات شي، مګر د خلکو غوسه بالکل د درک وړ ده ځکه زه خپله هم د خپل ولس په څېر غوسه او آزار شوی یم. دا چې زه اوس هم تمرکز لرم دلیل یې دا دی چې غواړم راتلونکي لپاره داسې یوه لاره تعقیب کړو چې موږ آبادۍ ته ورسوي، زه هېڅ کومه شخصي اجنډا نه لرم بلکې غواړم افغانستان سره مرسته چې په سم لور روان شي. دلته هم نړیوالې ټولنې ته یو درس پروت دی.
یو بې طرفه افغانستان به ټولو ته ګټور وي نسبت هغه افغانستان ته چې د بهرنیو د جګړې ډګر وي. یواځې یو بې طرفه افغانستان سره کولی شي چې سیمه او نړیواله ټولنه اړ باسو چې په راشي او صداقت سره مرسته وکړي. اوس موږ د خبرپاڼو په سرلیکونو کې نه یو، او تر ډېره وخته به د نړۍ په یاد کې نه یو. ما همدغه خبره په کراتو کراتو د خلکو د توجه وړ وګرځوله.
آیا موږ ډېر څه کولی شو؟ بالکل مو کولی شو. په اوسط ډول ما د ورځې له ۱۴ څخه ۱۶ ساعته کار کوه. د جمهور رئیس په توګه ما یواځې دوه ځلې بامیان ولایت کې ۴ ساعته تفرېح کړې،‌ له دې پرته نور ټول کار، کار و. خو که چېرې موږ پدې پوه شوي وی چې د پوځیانو خروج به لویه مسئله وي، او زما د۲۰۱ کال لیک ته مثبت ځواب ورکړل شوی وی، پایله به یې بل ډول وه.‌ مګر موږ ته ډاډ راکړل شوی و چې سوله کې به موږ سره مرسته کیږي.‌ له بده مرغه چې هغسې نشول. خو دا هم د نړۍ د نظم برخه ده.
زموږ د ټولو لویه ستونزه دا وه چې موږ پدې فکر و چې موږ سره د نړیوالې ټولنې زغم دوام کوي. دلته درس دا دی چې موږ داسې یوه لاره پیدا کړه چې موږ ملي روغې جوړې او استقلالیت ته ورسوي او حسابدهي رامنځته کړي تر څو موږ ټول یو، بل سره بیا یو ځای ژوند وکړو.
جنرال کارټر: ډېره مننه ښاغلی جمهور رئیس. دې مکالمه کې ډېر درسونه شته. ډېره مننه چې ما سره مو دا مرکه وکړه.‌ موږ ټول افغانستان ته تر ټولو ښه راتلونکی غواړو. زما په اند طالبانو سره د تعامل په برخه کې ستاسې مشورې ګټورې دي.‌ ډېره مننه چې نن سهار له موږ سره پاتې شوې.
جمهور رئیس غني: مننه جنرال کارټر اول له بي بي سي هم مننه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button