سکوت او خپګان

ع. عزیز

انسان په فطري ډول ډیر داسې عادتونه لري چې د ټولنو اکثره وګړي یې سم نه شي درک کولای او نه یې هم په اړه فکر کوي…
زموږ خبګان، خوشحالي، درد ، احساس، عاطفه، ترحم، همدردي، مینه، خلوص او داسې نور بې شماره عادتونه چې موږ یې د خپل وجود په تخلیق کې لرو، مهمې ځانګړنې لري…
ډیری وخت انسان په دې نه پوهیږي چې ولې او په څه خپه دی!؟
که ژور فکر وکړئ نو د خپل خپګان لامل به درک کړئ خو اکثره حالاتو کې بیا نورو ته نه شئ ویلی…
ځکه همدا انسان فکر کوي، که زه مې د خپل خپګان لامل نورو ته روښانه کړم، نو شاید چې هغوی پر ما د یو کمزوري انسان فکر وکړي، خو په اصل کې د خپګان پټ ساتل په خپله لویه کمزوري ده، ځکه همدا خپګان پټ ساتل انسان ته بې شمېره تکلیفونه پیدا کوي چې په راتلونکې کې د ده د روحي ناروغۍ سبب کېږي …
موږ باید په خپل ژوند کې داسې یو څوک (نارینه یا ښځینه) دوست او ملګری /ملګرې ولرو ، چې ډیر په جرآت او ډاډ سره ورته د خپل ژوند هر راز ووایو …
خو مخکې له دې نه ، چې په ژوند کې داسې یو څوک پیدا کړو ، نو د دې کار لپاره دا مهمه ده ، چې د ځان په څیر باوري انسان ولټوو ، هغه ته لومړی دومره مینه ورکړو ، چې زموږ او د هغوي ترمنځ که واټن وي ، خو چې تصوري واټن مو ترمنځ نه وي او همیش یو د بل په زړه کې و اوسو ….
دلته د باور خبره تر هرڅه ډیره اړینه ده، په دې ارته نړۍ کې ډیری داسې کسان هم شته، چې د خلکو له باورونو سره لوبې کوي، که خدای مکړه د داسې یو بد انسان سره مخ شئ، نو د دې پر ځای، چې خپګان ته مو د حل لار لټولې وي برعکس د یو بل خبګان او رنځ سره مخ کیږئ!
نو په دې اساس باید تاسې له ډیر احطیاط څخه کار واخلئ!
که په یو ټولنه کې د ډیرو خلکو سره اړیکې وپالئ، د هغوي د ژوند رښتینې کیسې وپوښتئ، نو تاسې به دې پایلې ته ورسیږئ، چې دا نړۍ انسانانو څومره رنګینه یا هم څومره بدرنګه کړې ده …
هر انسان ښه نه دی او هر انسان بد هم نه دی ـ ډیری وخت زموږ تصور ناسم وي، هیڅکه په پټو سترګو په یو چا باور مه کوئ!
په یاد ولرئ! کله مو چې یو انسان له زړه خوښ شو یا درته ګران شو ، نو هغه نه ازموینه مه اخلئ! شاید دا کار ستاسې او د هغوي زړونه درمات کړي او همدا شک ستاسې د دواړو د ژور خبګان لامل شي …
باور هغه وخت لا غښتلی کیږي چې ستاسې ترمنځ شک او بې باوري وجود ونه لري ، ځینو وخت د خوږو دوستانو ، مئینانو او ملګرو ترمنځ ډیرې خبرې کیږي، خو د هرې خبرې عمق یا سرچینه پیدا کول ډیر مشکل کار دی، که تاسې د هرې خبرې دلیل او د سرچینې پلټنه او تحقیق شروع کړئ، نو شاید همدا کړنه مو د خبګان لامل شي…هیڅکه وړو ، وړو خبرو پسې مه ګرځئ!!
په ټولنیز ژوند کې هر انسان د ډیرو خلکو سره اړیکې پالي، ډیری حالاتو کې د اړیکو پالل یو مجبوریت او د پښتونولۍ اصل وي، لکه خپلو خپلوانو سره، د خپلو نږدې دوستانو د قریبانو سره….
که دلته بیا هم زموږ په زړه کې راپیدا شوي شکونه راښکاره کړو، نو شاید ، چې زموږ او د هغه چا ترمنځ چې ورسره مینه لرو، یا راته له حده زیات ارزښت لري، نو له لاسه یې ورکوو یا هغوي یو څه خپه کیږي ، چې د هغوي په خبګان بیا زموږ زړه هم خواشینی او خپه کیږي…
هڅه وکړئ!
چې په ژوند باید یو داسې انسان د خپل ژوند رازداره پیدا کړئ ، چې د خپل ژوند هره وړه او لویه ستونزه مو په ډاډ سره ورته ووایئ! ترڅو زړه مو سپک شي، یا درسره وژاړي یا تصلي درکړي …
د دغه شان باوري خلکو پیدا کول که یو څه مشکل هم دي ، خو که لږ کوشش وکړئ ، نو خپلې دې موخې ته رسیدلي شئ!
راز ، راز وي ، شاید هغه کس، چې تاسې ورباندې له خپل ځانه زیات باور لرئ او د خپل زړه هر درد او راز ورسره شریکوئ، شاید په ډیرو کمو حالاتو کې داسې وشي، چې هغوي ستا دغه راز یو بل چاته ووایي ، نو مخکې له دې ، تاسې باید د خپل زړه سره، په یو ارام ځای کې مشوره وکړئ چې ایا دغه د راز خبره یا موضوع چاسره شریکه کړم؟
ایا هغه به زما دغه خبره پټه وساتي؟
ایا ماته به د دې خبرو په ویلو کوم سکون حاصل شي؟
ایا دغه خبره که رسوا شي ، نو ماته څومره جنجالونه جوړولی شي؟
ایا د دې راز په ښکاره کیدو به زما سرنوشت څه وي؟…
نو د دې خبرو په پایله کې باید موږ یوې نتیجې ته ورسیږو ، چې زه څه وکړم!؟
دلته تر ټولو یو مهمې نقطې ته ستاسې پام راګرځوم ، هغه دا ، چې ځیني رازونه په واقعیت کې ډیر لوی یا خطرناک وي، نو په دغه شان حالاتو کې د خپل خبګان لرې کیدو لپاره دغه راز په یو مستعار نوم له ځان سره یاداشت یا ولیکئ!
یا که یې خپل نږدې مئین، ملګري/ملګرې ته وایئ، نو امکان دې ولري، چې دغه خبره مو رسوا شي….دلته ښه خبره دا ده ، چې دا خبره د خپلو خاطراتو یا د یادښتونو په کتابچه کې ولیکئ، ترڅو له زړه نه مو بوج لرې شي او د راتلوونکي اټکلي خطر مخه مو نیولي وي …
هڅه وکړئ ، چې همیشه د خپلو نږدې دوستانو په مخ کې خپل سکوت مات کړئ!
په کړس، کړس وخاندئ!
د زړه خبره په ټوکو کې راښکاره کړئ!
نورو ته فرصت مه ورکوئ چې هغوي ستاسې کمزوري درک او د خپلو موخو لپاره یې وکاروي!
شاید ستاسې یو وړوکی د کمزوری ټکی ستاسې د ترټولو لوی خبګان لامل شي!
سکروټو ته لاس وروړل ستاسې د سوځیدو لامل کیږي ، همدا شان خپلې کمزورۍ، ځینو اشخاصو ته ښکاره کول ستاسې د بربادۍ لامل کیږي!!.
2021/Nov/7

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button