“ADHD” څه ډول رواني ناروغي ده؟

روغتيا ویب پاڼه

د بېلابېلو جسمي ناروغیو ترڅنګ ګڼې رواني ناروغۍ او ستونزې هم شته، چې کولای شي د انسان په حرکاتو، کړنو او عمل کې ځينې تغیرات راولي. تر دې چې دا وګړي، له روغو خلکو سره یو څه توپیر پیدا کړي. په دې لیکنه کې د همدې ناروغیو یو ډول پېژنئ، چې د “ADHD” نوم ورکړل شوی دی.

څه ډول ناروغي ده؟

دا یوه داسې رواني ناروغي ده، چې تر ډېره په کم عمره کسانو کې تر سترګو کېږي. ویلای شو، چې د ودې په لومړيو پړاونو کې لیدل کېږي. یعنې له اووه کلنۍ څخه په کم وګړو کې زیات وي. د “ADHD” تر عبارت لاندې چې بشپړ متن یې Attention-Deficit /” Hyperactivity Disorder” دی دوه رواني ګډوډۍ مطالعه کېږي، چې کمه توجه (پاملرنه) او ډېره فعالتیا یې بولي. ښه ده، چې دواړه بېل بېل شرحه کړو.

لومړی ـ Attention-Deficit: ددې ستونزې درلودونکي وګړي لاندې علایم او نښې لري.

  • کارونه سم نه شي ترسره کولی
  • د خبرو پر مهال تمرکز نه شي ساتلای
  • اوږدې او بې تسلسله خبرې کوي
  • که دقیق ورته ځير شو، پوهېږو چې فکرا له موږ سره نه دی
  • کارونه پیلوي خو په نیمه کې پرېږدي
  • خپل شخصي وسایل یې منظم نه وي
  • د وخت مدیریت نه شي کولای
  • له درسونو او کارونو سره یې علاقه کمه وي
  • خپل وسایل او توکي هېروي
  • په معمولي، غږ، شور او یا بل مزاحمت سره یې فکر ګډوډېږي

دویم ـ Hyperactivity Disorder: ددې رواني ستونزې درلودونکي هم ځینې علایم لري، چې عمده یې په دې ډول دي:

  • خوځېدل
  • د لاسونو او پښو ډېر ښورول
  • په يو ځای کې که پاتې شي ناقراره وي
  • په یوه ځای کې د ډېر وخت لپاره نه شي پاتې کېدای
  • ډېر غږېږي
  • د نورو خبرې مکمل کېدو ته نه پرېږدي او خبرو ته وردانګي
  • د نورو له وسایلو پرته له اجازې ګټه اخلي
  • انتظار نه شي کولای او نه هم نوبت ته درېدلای شي

څه وکړو؟
که ستاسو ماشومان او یا هم لویان پورته نښې نښانې ولري، هڅه وکړئ، درک یې کړئ. مه یې رټئ او په کمه سترګه مه ورته ګورئ. یوازې ستاسو مهرباني، مینه او خواري کولای شي دوی له دې حالت څخه وباسي. عمومي توصیه دا ده، چې پر دې ډول خلکو دې تدریجي کار وشي او بد عادتونه یې په نوبت سره لرې شي. په جدي واقعو کې کولای شئ له روانپوه سره مشوره وکړئ او د خپل ناروغ حالت ښه کړئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button